له دوو میاشتو را په دېخوا د امو سیند د اوبو د سطحې پورته کېدو د بلخ په شور تپه او کلدار ولسوالیو کې د یو شمېر کورونو تر څنګ لسګونه جریبه ځمکه هم لهمنځه وړې ده.
له ازبکستان سره پر پوله د بلخ ولایت د یادو ولسوالیو اوسېدونکي ادعا کوي چې د امو سیند د اوبو پورته کېدل هر کال سلګونه جریبه ځمکه لهمنځه وړي او د استوګنې لسګونه کورونو ته زیان رسوي.
د شور تپې او کلدار ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې په پسرلي کې د سیند د اوبو د زیاتېدو له وجې د افغانستان په خاوره کې د سیند وېجاړۍ زیاتېږي او له همدې امله هر کال د افغانستان څو کېلو متره خاوره له سیند سره تر لاهو کېدو وروسته د ازبکستان له اراضۍ سره یوځای کېږي.
د کلدار ولسوالۍ یو قومي مشر حاجي عبدالله نظري ازادي راډیو ته وویل چې دولت د سیند په سواحلو کې استنادي دېوالونه نهدي جوړ کړي او په همدې دلیل د امو سیند اوبو د هغوی کرنیزې ځمکې، کورونه او ښوونځي ویجاړ کړي دي.
هغه وویل:
"د سیند وضعیت ته هېڅ ډول پاملرنه نهده شوې، هر کال سیند تخریبات لري، حکومت استنادي دېوالونه نهدي جوړ کړي، په تېرو دوو میاشتو کې کابو ۹۰ جریبه ځمکه او لسګونه کورونه د سیند اوبو لهمنځه وړي."
د شورتپې ولسوالۍ یو اوسېدونکی وايي چې د امو سیند د تخریباتو له وجهې د یادې ولسوالۍ دوه کلي د بلخ له جغرافیې وتلي او د ازبکستان له خاورې سره یو ځای شوي دي.
هغه وویل:
"هر کال د افغانستان خاوره د دغه هېواد له محدودې جدا کېږي، د امو سیند سواحل نهدي تحکیم شوي او که وضعیت په همدې توګه دوام وکړي، ډېر ژر به د شورتپې ولسوالۍ هم د له اراضۍ ووځي."
د بلخ د ولایتي شورا استازي هم د امو سیند د اوبو د طغیان وېجاړۍ تأییدوي او وايي چې دولت باید د امو سیند د سواحلو د تحکیم زمینه هواره کړي، ترڅو په دې توګه د ځمکو د تخریب او د هېواد د جغرافیې د لهمنځه تلو مخه ونیول شي.
د بلخ د ولایتي شورا استازي غلام سخي لاله ازادي راډیو ته وویل:
"دولت مکلفیت لري ترڅو هم د امو سیند د سواحلو د تخریب مخه ونیسي او هم پرې نهږدي ترڅو یې جغرافیه له لاسه ولاړه شي."
په ورته وخت کې د بلخ چارواکي وايي چې د امو سیند د سواحلو تحکیم میلیونونه ډالرو ته اړتیا لري او دا کار د محلي ادارې له توانه بهر دی.
د بلخ ولایت د سکټوري څانګې مشر ذبیح اختري ازادي راډیو ته وویل چې مرکزي دولت په دې برخه کې برنامه لري او هغه به ډېر ژر پلې کړي.
هغهیې په اړه وویل:
"مرکزي دولت په دې برخه کې مختلفې برنامې په پام کې لري چې ډېر ژر به عملي بڼه خپله کړي، خو د امو سیند د سواحلو تحکیم ډېر ستونزمن کار دی او لویې بودجې ته اړتیا لري."
یوازې بلخ نهدی چې د امو سیند پر غاړو پراته افغانانیې د تخریباتو له وجې شکایت کوي او وايي چې ورځ تر بلې د امو سیند په وسیله د هېواد خاوره د ازبکستان له قلمرو سره یوځای کېږي، بلکې په بدخشان، تخار، کندز او جوزجان ولایتونو کې هم امو سیند ورته ویجاړۍ لري.
راپور: مجیبالرحمن حبیبزی