د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱

پاکستان د ډیورند کرښې پر نږدې ټولې برخې کټاره او اغزن سیم غځولی


جنوبي وزیرستان کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورند کرښه د پاکستان له لوري جوړه شوې فلزي کټاره او غزن سیم
جنوبي وزیرستان کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورند کرښه د پاکستان له لوري جوړه شوې فلزي کټاره او غزن سیم

پاکستان له افغانستان سره د لانجمنې ډیورند کرښې په نږدې ټولې برخې باندې کټاره او اغزن سیم غځولی دی.

دغې چارې د کرښې دواړو غاړو ته مېشت پښتانه سره وېشلي او د دوی د تګ راتګ او سوداګرۍ په وړاندې یې نوې ستونزې پیدا کړې دي.

پاکستاني چارواکي د خپل دې کار ننګه کوي او د ترهګرو د مخنیوي اقدام‌یې بولي، خو افغانان او د افغانستان دولت دا کار غندي او یو اړخیز اقدام‌یې بولي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ پرته کرښه ۲،۶۷۰ کیلومتره اوږدوالی لري.

پاکستان او یو شمېر متحدین‌یې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ رسمي سرحد یادوي، خو افغان ولس، دولتونه او سیاستوال ورته د ډیورند کرښې نوم ورکوي.

د کرښې دواړو غاړو ته پرتو پښتنو نسلونه نسلونه پر دې لار ازاد تګ راتګ کاوه، خو وروستیو کلونو کې پاکستان پر کرښې اوښتو لپاره افغانانو ته ویزه اجباري کړه او پر کرښه‌یې د کټارې او اغزن سیم نصبولو ته دوام ورکړ.

جنوبي وزیرستان کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورند کرښه د پاکستان له لوري جوړه شوې فلزي کټاره او غزن سیم
جنوبي وزیرستان کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورند کرښه د پاکستان له لوري جوړه شوې فلزي کټاره او غزن سیم

دې چارې د شاوخوا ۵۰ ملیونه پښتنو چې همدې کرښې سره وېشلي، ستونزې څو برابره کړې.

د ننګرهار د نازیانو اوسېدونکي عبدالرؤف او د کونړ د دانګام اوسېدونکي نثار احمد ازادي راډیو ته وویل: "د دواړو غاړو د ولسونو پر عادي ژوند یې ډېر منفي تأثیر کړی دی، مخکې به د نازیانو ولسونو په ارامه توګه خپل مالونه د ډیورند کرښې هغې غاړې څړځایونو ته بوول، د هغې غاړې خلکو به خپل مالونه دې خوا را اړول، غم او ښادۍ کې مو له یوه او بل سره شرکت کاوه، دا ټول له‌منځه تللي دي."

"مخکې به په دغو لارو باندې دانګام او سرحدي سیمو ته خوراکي مواد را انتقالېدل، ډېر به په ارزانه تمامېدل خلکو ته، اوس چې په تورخم راځي، ډېر ګران تمامېږي، همدارنګه د خلکو ځمکې او جایدادونه دي، هغو ته لاس رسی نه‌کېږي، غم او ښادۍ کې شرکت نه‌شو کولای."

پاکستاني چارواکو تېره جنوري میاشت کې وویل چې پر ۹۰ فیصده کرښه‌یې درې متره لوړه فلزي کټاره او اغزن سیم درولی او تر راتلونکې جون میاشتې پورې به پر ټوله کرښه دا کار وکړي.

د پاکستان د کورمې یوه سوداګر عبدالیوسف ازادي راډیو ته ویلي، د ده د سیمې خلک به هره ورځ د کار وبار او ټکسي چلونې لپاره افغانستان ته تلل راتلل، خو په خبره‌یې اوس دا کار نه‌شي کولاي.

پر سوداګرو سربېره عامو خلکو ته هم پر ډیورند کټارو او لارې بندولو ټولنیزې ستونزې پيدا کړې دي.

شمالي وزیرستان کې له افغانستان سره پر ډیورند کرښه د پاکستان له لوري جوړه شوې فلزي کټاره او اغزن سیم
شمالي وزیرستان کې له افغانستان سره پر ډیورند کرښه د پاکستان له لوري جوړه شوې فلزي کټاره او اغزن سیم

د پکتیا د اریوب ځاځیو اوسېدونکی انور صدیقي وايي: "نیم قوم د پښتون هغې خواته پاته شوی، نیم دې خواته پاته شوی دی، موږ هلته کلتوري اړیکې لرو، رشتې لرو، خپلوۍ او دوستۍ لرو، ننګ او غیرت هر څه مو سره شریک دي، که لر پښتون دی او که بر، موږ سره یو خلک یوو، اوس چې اغزن سیم تېر شوی دی، زموږ ستونزې زیاتې شوې دي."

د ډیورند تړون په ۱۸۹۳ زېږدیز کال کې، یعنې له نن نه ۱۲۸ کاله مخکې د بریتانوي هند او د افغانستان د پاچا عبدالرحمان خان ترمنځ وشو.

پاکستان وایي، پر دې د دوی په وینا پوله‌یې د دې لپاره کټاره ودروله چې د ترهګرو د تګ راتګ مخنیوی وکړي، خو افغان چارواکي بیا وایي، پاکستان خپله خاوره کې ترهګرو ته پټن‌ځایونه ورکړي دي.

د افغانستان چارواکو د دې کټارې درول غندلي او د پاکستان یو اړخیز اقدام‌یې بللی دی.

د پاکستاني پوځیانو پر دې کار د کرښې په اوږدو کې شخړې هم شوي چې تر ټولو خونړۍ هغه‌یې د تېر کال په جولای میاشت کې د چمن په بندر کې جګړه وه چې ۱۵ ملکي افغانان په‌کې ووژل شول.

د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ له نښتې وروسته د چمن دروازې تړل کېدل
د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ له نښتې وروسته د چمن دروازې تړل کېدل

پاکستاني چارواکو ویلي، پر ډیورند د تګ راتګ له محدودیتونو سره هغه هېواد کې د ترهګریزو پېښو شمېر هم ډېر کم شوی دی.

د پاکستان په ګاونډ افغانستان کې بیا د سولې له هڅو سره سره د جګړې کرښې نه‌دي سړې شوي.

دغلته دولت وسله‌وال طالبان او طالبان بیا دولت پلوه ځواکونه د جګړو او تاوتریخوالي پر دوام تورنوي.

XS
SM
MD
LG