د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۷

د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ درېدلې جګړه؛ د کونړ اوسېدونکي دایمي حل غواړي


ارشیف، کونړ کې د افغان ځواکونو
ارشیف، کونړ کې د افغان ځواکونو

د کونړ اوسېدونکي وايي که څه هم له تېر ماښام څخه د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه بنده شوې، خو د ستونزې دایمي هواری او د بریدونو بندېدل غواړي.

د سرکاڼو ولسوالۍ د مرکزي بازار اوسېدونکی اسدالله چې د کور خوا کې یې د پاکستاني پوځیانو د هاوان ګولۍ لګېدو کې پلار او دوه نور ګاونډیان وژل شوي وايي: "د مازیګر څه باندې څلور بجې وې، زموږ د کور او سپین جومات خوا کې د هاوان یوه ګولۍ ولګېده، هغې کې مرګ‌ژوبله نه‌وه، ورپسې بله هم دې سره نږدې ولګېده چې په‌کې زما پلار، یو مې ملګری او یوه ښځه شهیدان شول او دوه تنه ټپیان شول. کونړ سره مرکزي حکومت د مور میرې سلوک شروع کړی دی. دلته تل د پاکستان پوځ ګولۍ راولي، تر اوسه‌یې په سلګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې، خو حکومت‌يې غم نه‌خوري."

ارشیف، د افغانستان پر خاوره د پاکستان د راکټي بریدونو په اعتراض په کابل کې لاریون
ارشیف، د افغانستان پر خاوره د پاکستان د راکټي بریدونو په اعتراض په کابل کې لاریون

د سرکاڼو ولسوالۍ قومي مشر حاجي زرګل وايي: "که څه هم له تېر ماښام څخه اوربند شوی، خو دوی بیا هم د تل په څېر د بریدونو بیا پیل کېدو او دوی ته د زیان رسېدو وېره ورسره ده. ماشومان و، که ښځې وې او که سړي و، هر چا منډې وهلې، بازار بند شو، څوک د دېوالونو خوا ته پټ ولاړ و او څوک هم په سوړو یا غارونو کې ننوتل. هره ورځ دغه حال دی. خلک سختو سره مخ دي."

د دوی په خبره چې له تېرو ۱۰ کالو د پاکستان پوځ د کونړ په خاوره د توپونو او نورو وسلو ډزې کوي او کله نا کله د افغان ځواکونو په پوستو هم بريدونه کوي. د خلکو په وینا چې افغان ځواکونه هم ورسره پوره مقابله کوي، خو مرکزي حکومت او نړۍوالې تولنې تر اوسه په پاکستان داسې کوم فشار نه‌دی راوړی چې ورسره د کونړ خاوره او خلک له دغو بریدونو وژغورل شي.

حکومتي چارواکي بیا وایي د یادو بریدونو راپور او معلومات‌يې مرکزي حکومت ته سپارلي او همداراز يې د پاکستان بریدونو ته ځواب ورکړی.

ګل محمد بیدار
ګل محمد بیدار

د کونړ سرپرست والي ډاکتر ګل محمد بیدار د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "هغوی زموږ په حریم تېری کړی، له اغزن سیم دې خوا يې د سپینې څوکې په نوم ځای کې میدان او پوستې جوړولې، جنګ شوی، دواړه خواوې تلفات لري. د دغو ستونزو د حل لپاره موږ په خیبر کې شریکه قرارګاه لرو، د اړتیا په وخت کې په‌کې شریکې غونډې کېږي. د دې سربېره موږ د بهرنیو چارو وزارت ته راپورونه او معلومات ورکوو، هغوی د خپل درکه هم پاکستان سره دغه مشکلات شریکوي چې مو ګڼې ستونزې حل کړې هم دي."

د کونړ اوسېدونکي وايي په تېرو شاوخوا ۱۰ کالو کې د پاکستانیو ځواکونو د توپچي بریدونو له امله په لسګونه ولسي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او په سلګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG