د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

د پاکستان حملو ته د ارګ غبرګون؛ 'د هر یرغلګر اقدام د ځواب ویلو جوګه یو'


د افغانستان سرحدي ځواکونو په تېرو دوو ورځو کې له پاکستاني سرتېرو سره سختې نښتې درلودې او له هغو سیمو څخه‌یې په شا کړل چې د افغان چارواکو په خبره هلته‌یې د پوستو جوړولو هڅه کوله.
د افغانستان سرحدي ځواکونو په تېرو دوو ورځو کې له پاکستاني سرتېرو سره سختې نښتې درلودې او له هغو سیمو څخه‌یې په شا کړل چې د افغان چارواکو په خبره هلته‌یې د پوستو جوړولو هڅه کوله.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د افغانستان پر خاورې له راکټي بریدونو لاس واخلي.

د افغانستان حکومتي چارواکي وايي، پاکستاني پوځيان یو ځل بیا د کونړ د ناړۍ په سرحدي ولسوالۍ کې د پوستې د جوړېدو له کبله د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره په جګړه شول.

د چارواکو په وینا، پر دې ولسوالۍ له پولې پورې غاړې راکټي بریدونه شوي چې عامو خلکو ته‌یې هم مرګ ژوبله اړولې ده.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، افغان ځواکونه د هر "یرغلګر اقدام" د ځواب ویلو جوګه دي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال د دوشنبې په ماښام (عقرب ۶مه) له ازادي راډیو سره په خبرو کې له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغانستان پر خاورې راکټي بریدونه ژر تر ژره ودروي.

ښاغلی مینه‌پال زیاتوي: "د افغانستان حکومت د پاکستان له حکومته جدي غواړي چې هر څومره ژر وي د ډیورند کرښې په اوږدو کې دې راکټي بریدونه ودروي. له ډیپلوماتیکو لارو به هم بې له شکه دا مسئله تعقیبېږي او زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه دا توان لري چې د خپلو خلکو او خاورې دفاع وکړي او هر تجاوز ته پر ځای ځواب ووایي."

په همدې حال کې د کونړ والي د پاکستان پوځ ته خبرداری ورکړ چې که د افغانستان پر خاوري یې د مرمیو ویشتل دوام وکړي، له ناوړه عواقبو سره به مخامخ شي.

عبدالستار میرزکوال ازادي راډیو ته وویل، "زموږ تصمیم او اراده همدا ده چې ورته عمل به ترسره کوو. د یوې مرمۍ ویشتلو په مقابل کې به ځواب ویني. زموږ اوس همدا پالېسي ده او په همدې لار مخته ځو. غوښتنه مو همدا ده چې دوی له دې کاره لاس واخلي، که نه ناوړه عواقب به ولري. موږ به ان‌شاءالله له دې وروسته هدفي او پر ځای انداختونه ولرو، که دوی دې عمل ته ادامه ورکړي".

د افغانستان سرحدي ځواکونو په تېرو دوو ورځو کې له پاکستاني سرتېرو سره سختې نښتې درلودې او له هغو سیمو څخه‌یې په شا کړل چې د افغان چارواکو په خبره هلته‌یې د پوستو جوړولو هڅه کوله.

د پاکستاني ځواکونو دا هڅه د یکشنبې په مازیګر د ناړۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې پیل شوه، خو په بریکوټ او شاوخوا سیمو کې د افغانستان پوله‌ساتو سرتېرو او همداراز د سیمې اوسېدونکو د هغوی په وړاندې مقاومت وکړ.

د دواړو لورو ترمنځ جګړو د دوشنبې تر مازیګره دوام وکړ او پاکستاني پوځیانو هم پر ناړۍ ولسوالۍ راکټي بریدونه وکړل چې د ځایي چارواکو په خبره دا توغندي پر کورونو، ښوونځیو او روغتون لګېدلي دي.

د کونړ والي وایي په دې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون درې عام وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د ښاغلي میرزکوال په وینا که څه هم جګړه اوس هلته ختمه شوې، خو د ناړۍ ولسوال ګل زمان د دوشنبې په ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې په وقفه‌یي توګه د پاکستان له‌خوا د مرمیو د ویشتلو د دوام خبره وکړه.

د نوموړي په خبره په تېرو دوو ورځو کې پر ناړۍ ولسوالۍ د ویشتل شویو ګولیو شمېر سلګونو ته رسېږي.

د ناړۍ ولسوال زیاته کړه چې د سیمې یو شمېر اوسېدونکي له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي، خو دقیق شمېر یې ونه‌ښود.

ښاغلی ګل زمان زیاتوي: "د جنګ حالات دي د دوکلام، بریکوټ او پاشنګر خلک بې‌ځایه شوي دي. ډېری یې په ناړۍ او اسمار ولسوالیو کې د خپلو خپلوانو کورونو کې دي او ځیني حتی ننګرهار ته رسېدلي دي. دوی د سرپناه، خوراکي موادو ستونزه لري او ناروغان هم لري."

د کونړ والي ازادي راډیو ته وویل چې بې‌ځایه شویو خلکو ته د لومړنیو اړتیاوو مرستندویه جوپه رسېدلې ده .

پاکستان د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

دا هم تر اوسه معلومه نه‌ده چې په دې نښتو کې د دواړو هېوادونو امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې که څنګه.

د کونړ سیمه‌ییزو چارواکو په خبره د ناړۍ، دانګام او شلتن ولسوالیو په ګډون د دې ولایت ډېری سرحدي سیمې له تېرو شااوخوا اتو کلونو راهیسې د پاکستان له لوري د راکټي بریدونو شاهدې وې چې ډېری اوسېدونکو ته‌یې ځاني او مالي تاوانونه رسېدلي دي.

وروستی ځل د وږې/سنبلې په میاشت کې د دانګام پر ولسوالۍ د پاکستان له لوري راکټي بریدونه وشول چې درې ماشومان په‌کې ووژل شول او ۶ نور ټپیان شول.

هغه مهال د کونړ چارواکو وویل چې د یوې میاشتې په موده کې تر ۷۰۰ ډېر توغندي پر دانګام ولسوالۍ ویشتل شوي دي. له دې سره د افغانستان حکومت ملګرو ملتونو ته خپل شکایت لیک ولېږه.

XS
SM
MD
LG