د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

د افغان او پاکستاني ځواکونو په ډزو په کونړ کې ۳ ښځې وژل شوي


د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ په نښتو کې د کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالي کې لږترلږه ۳ ښځې وژل شوي او ۳ تنه نور ژوبل شوي دي.

په کونړ کې د ازادي راډیو خبریال ته د دې ولایت د امنیه قوماندان مرستیال حاجي محمدیوسف وویل، د یکشنبې په مازدیکر پاکستاني ځواکونو غوښتل چې د ناړۍ ولسوالي د سمندر د سیمې سرحدي پوسته ونیسي خو په بریکوټ او شاوخوا سیمو کې ځای پر ځای افغان ځواکونو او همداراز د سیمې اوسېدونکو په ګډه د پاکستاني ځواکونو حمله په شا وتمبوله.

حاجې يوسف د تلفاتو په اړه څه ونه ویل خو د سيمې يوه اوسيدونکې سيدرحمان ازادي راديو ته وويل چې پاکستاني پوځ د عامو خلکو پر کورونو ډزې کوي چې تراوسه پکې يوه ميرمن وژل شوې او دوه تنه ټپيان دي.

وروستي راپورونه وايي چې د پاکستاني ملېشو د هاوان په ګولیو ۳ ښځې وژل شوي او ۳ نارینه ټپیان شوي دي.

تراوسه پاکستان د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي او دا هم لا څرګنده نه ده چې د ډیورند پورې خوا ته چا ته مرګ ژوبله اوښتې او که نه ده.

د کونړ اوسېدونکي او چارواکي له تېرو څو کلونو راهیسې شکایت کوي چې پاکستاني پوځیان د دې ولایت پر سرحدي ولسوالیو د درنو وسلو ګوزارونه کوي چې له کبله یې یو شمېر خلکو ته مرګ ژوبلې اوښتي او ګڼ نور مجبوره شوي چې خپلې مېنې پرېږدي.

که څه هم پاکستان د تازه پېښې په اړه لا څه نه دي ویلي خو پخوا یې په کونړ ولایت کې د خلکو پر کورونو ډزې رد کړي او ویلي چې پر هغو پاکستاني طالبانو ډ‌زې کوي چې د افغانستان له خاورې وراوړي.

XS
SM
MD
LG