د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

اسلام‌اباد کې له افغان سفیر سره د 'ای‌اس‌ای' پر 'ناسم چلند' د کابل انتقاد


 د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (عقرب ۱۳مه) له پاکستان څخه په کلکه وغوښتل چې له افغانستان سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې د نړیوالو کنوانسیونونو په رڼا کې وساتي.
 د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (عقرب ۱۳مه) له پاکستان څخه په کلکه وغوښتل چې له افغانستان سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې د نړیوالو کنوانسیونونو په رڼا کې وساتي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مني چې د پاکستان استخباراتي ادارې (ای اس ای) په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل احضار کړی دی.

که څه هم دغه وزارت د ښاغلي مشعل د احضار د دلیل په اړه څه نه‌وایي، خو د پاکستان د استخباراتي ادارې له‌خوا یې د ښاغلي مشعل سره د 'ناسم چلند' په اړه سخت انتقاد کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوه هېواد د امنیتي ادارې له‌خوا د بل هېواد سفیر احضارول غیر معمول اقدام نه‌ګڼي، خو د سیاسي چارو پوهان بیا وایي، د پاکستان دا عمل له ډیپلوماتیک عرف سره په ټکر کې دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (عقرب ۱۳مه) له پاکستان څخه په کلکه وغوښتل چې له افغانستان سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې د نړیوالو کنوانسیونونو په رڼا کې وساتي.

د دغه وزارت ویاند ګران هېواد د دوشنبې په ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې ومنله چې د پاکستان استخباراتي ادارې (ای اس ای) په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر ورغوښتی دی.

ښاغلي هېواد وویل، د کابل انتقاد او اندېښنه دا ده چې د پاکستان د استخباراتي ادارې له لوري د افغانستان له سفیر عاطف مشعل سره 'ناسم چلند' شوی دی، خو په دې اړه‌یې جزئیات ورنه‌کړل.

ښاغلی هېواد زیاتوي: "له بده مرغه دوی متعارف ډیپلوماتیک عرف او پرنسیبونه هغه مهال چې [د افغانستان] سفیر ورغلی، نه‌دي پر ځای کړي او له هغو څخه‌یې سرغړونه کړې ده."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت که څه هم د ښاغلي مشعل د احضارولو دلیل نه‌دی ښودلی، خو دا احتمال نه‌ردوي چې نوموړی به ښایي پر ځینو امنیتي مسایلو د غږېدو لپاره د پاکستان استخباراتي ادارې ته ورغوښتل شوی وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وویل، د کابل انتقاد او اندېښنه دا ده چې د پاکستان د استخباراتي ادارې له لوري د افغانستان له سفیر عاطف مشعل سره 'ناسم چلند' شوی دی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وویل، د کابل انتقاد او اندېښنه دا ده چې د پاکستان د استخباراتي ادارې له لوري د افغانستان له سفیر عاطف مشعل سره 'ناسم چلند' شوی دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (عقرب ۱۲مه) په کابل کې د قونسلي خدمتونو درولو اعلان وکړ.

پاکستان په کابل کې د سفارت ترڅنګ د افغانستان په نورو څلورو ښارونو هرات، کندهار، جلال‌اباد او مزار شریف کې قونسلګرۍ لري.

د پاکستان د یکشنبې د ورځې په اعلامیه کې په دغو ښارونو کې د پاکستان د قونسلګرۍ د تړل کېدو په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو په اعلامیې کې ظاهراً په کابل کې د پاکستان د سفارت کارکوونکو د ځورونې خبره شوې وه.

له همدې کبله د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر ورغوښتی وو او په افغانستان کې یې د پاکستاني ډیپلوماتانو د خوندیتوب او امنیت په برخه کې خپلې اندېښنې ورسره شریکې کړې دي.

د افغانستان حکومت که څه هم په دې هېواد کې د پاکستان او نورو هېوادونو د ډیپلوماتانو د خوندیتوب په اړه پر خپله ژمنه ټینګار کوي، خو د دغه وزارت ویاند وویل چې د پاکستان دا ادعا به جدي وڅېړل شي.

د نړیوالو کنوانسیونونو له مخې هېوادونه کولای شي خپلمنځي موضوعات له ډیپلوماتیکو چینلونو له یو بل سره مطرح کړي، نو پوښتنه دا ده چې دلته ولې د پاکستان استخباراتي اداره ورښکېله شوې؟

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، دا غیر معمول کار نه‌دی چې یو کوربه هېواد د امنیتي مسایلو په اړه د خبرو لپاره د یوه بل هېواد سفیر او یا بل ډیپلومات وروغواړي، خو د سیاسي چارو کارپوه انتظار خادم بیا په دې اړه بېل نظر لري.

ښاغلي خادم ازادي راډیو ته وویل، "تر ډېره قیاس داسې کېږي چې پاکستان هېڅ ډول دیپلوماتیک عرف ته توجه نه‌کوي. له هغو ممکنه لارو چارو کار اخلي چې د دوی منافع تضمین کولای شي."

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې له ډېرې مودې ترینګلې پاتې شوې دي. کابل پر اسلام‌اباد تور لګوي چې په خپله خاوره کې یې طالبانو ته چې د افغانستان د دولت عمده وسله‌واله مخالفه ډله ده، ځای ورکړی او تمویلوي یې، خو پاکستان تل دا تور رد کړی دی.

د دغو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ شخړې تېره اوونۍ داسې مهال لا ډېرې شوې چې د افغانستان په ختیځ ولایت کونړ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سرحدي کرښې جګړې وشوې.

دواړو لورو یو بل تورن کړل چې یو د بل پر خاوره‌یې راکټي بریدونه کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د اکټوبر پر ۲۷مه او ۲۸مه د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ په سرحدي سیمو کې د افغانستان سرحدي ځواکونو په راکټي بریدونو کې شپږ پاکستاني سرتېري ټپیان شوي دي.

خو د کونړ سیمه‌ییزو چارواکو بیا وویل چې د پاکستان له خاورې راکټي بریدونو په دغه ولایت کې درې ملکي وګړي ووژل او ۵ نور ټپیان کړل.

XS
SM
MD
LG