د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۳

سېلاب قول اردو: د پاکستان ۲۰۰ راکټي بریدونو ته ځواب وویل شو


کونړ کې پوځي چارواکي وايي، د دوشنبې په ورځ  پاکستاني پوځیانو لږ تر لږه ۲۰۰ توغندي د کونړ پر څو سرحدي سیمو ویشتي.
کونړ کې پوځي چارواکي وايي، د دوشنبې په ورځ  پاکستاني پوځیانو لږ تر لږه ۲۰۰ توغندي د کونړ پر څو سرحدي سیمو ویشتي.

د ۲۰۱ سېلاب قل اردو وايي، کونړ ولایت کې د پاکستان هر ډول راکټي بریدونو ته د متقابل ځواب په وړاندي چمتو دي.

په سیمه کې د افغانستان د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د دوهمې لوا قوماندان جنرال میرویس ساپي ازادي راډیو ته وویل، د دوشنبې په ورځ پاکستاني پوځیانو لږ تر لږه ۲۰۰ توغندي د کونړ پر څو سرحدي سیمو ویشتي.

همدارنګه د سرکاڼو په سیمه کې د دواړو لورو ترمنځ ډزې هم تبادله شوې دي.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې په ناوه پاس سیمه کې پر ډیورند کرښه د دواړو خواوو ترمنځ د سپکو وسلو ډزې هم تبادله شوي.

د ښاغلي ساپي په وینا په ډزو کې د سرحدي پولیسو دوه سرتېري ټپیان شوي دي.

هغه وویل، پاکستاني لوري په ناوه پاس سیمه کې پرته له کوم سبب د افغانستان د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه پیل کړل.

ښاغلی ساپی زیاتوي: "موږ له خپل ځان څخه دفاع وکړه، تعرض مو نه‌دی کړی. تل دوی په تعرض کې دي. غوښتل‌یې چې زموږ پوستې له‌منځه یوسي. دا سرحدي پوسته چې هلته پرته ده د دې د بشپړ تخریب پلان‌یې درلوده، خو زموږ امنیتي ځواکونو په ډېره زړورتیا او قهرمانۍ ځواب ورکړ، موږ هر ډول ځواب ته چمتو یوو."

تر دې مخکې هم پاکستان په کونړ ولایت کې ځینې غرنۍ سیمې په توغندیو ویشتي.

د کونړ ناړۍ ولسوالۍ کې یو افغان سرتېری
د کونړ ناړۍ ولسوالۍ کې یو افغان سرتېری

دوه میاشتې مخکې د کونړ په بله سرحدي ولسوالۍ ناړۍ کې د یوې امنیتي پوستې د جوړولو پر سر د دواړو خواوو ترمنځ جګړه وشوه چې په‌کې درې تنه سیمه‌ییز اوسېدونکي ووژل شول.

شااوخوا ۱۰ کاله مخکې هم د دواړو هېوادونو سرحدي سرتېري د کونړ د ناوه پاس سیمه کې په جګړه اوښتي وو چې دواړو لورو ته په‌کې مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

پر دې سربېره پاکستان وخت په وخت د کونړ هغه ولسوالۍ چې د ډیورند کرښې ته څېرمه پرتې دي، د درنو توپونو په ډزو ویشتي دي.

د سیمې یوه اوسېدونکي ازادي راډیو ته وویل چې دا لومړی ځل نه‌دی چې پاکستاني ځواکونه د کونړ ولایت پر سرحدي سیمو د توپونو ډزې کوي: "له ماسپښین څخه د مازیګر تر څلورو بجو پر دې سیمه د توپونو باران و. دا لومړی ځل نه‌دی، بلکې پاکستان له ۲۰۱۰ میلادي کال راهیسې هر کله د کونړ په هغو ولسوالیو چې ډیورند کرښې ته نږدې پرتې دي، د توپونو او توغندیو ډزې کوي."

پر ناوه پاس د پاکستاني پوځیانو له لوري برید په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو څو میاشتو کې دغلته ورغلې لاره پرانیستل شوې او دا غرنۍ سیمه د ګڼو افغان سیلانیانو د چکر او تفریح په مرکز بدله شوې ده.

تر دې مخکې د افغانستان جمهوري ریاست د لړم په میاشت کې په ختیځ ډیورند کرښې ته څېرمه سیمو د پاکستان د توغندیو بریدونه غندلي او هغه‌یې د نړیوالو قوانینو څرګند سرغړاوی بللی و.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هغه مهال پر خپل ټویټر په یو پیغام کې ویلي و چې د افغانستان حکومت د پاکستان له لوري د دې بریدونو سمدستي پای ته رسېدل غواړي.

د افغانستان حکومت د پاکستان له لوري د دا ډول بریدونو له کبله د ملګرو ملتونو سازمان ته هم شکایت کړی او پر پاکستان‌یې د دې سازمان له‌خوا د فشار راوستلو غوښتنه کړې، څو ډیورند کرښې ته په څېرمه سیمو د توغندیو او توپونو پرله‌پسې بریدونه پای ته ورسوي.

تر اوسه پاکستاني چارواکو د دوشنبې د ورځې د بریدونو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو تر دې مخکې یې ادعا کړې چې د کونړ ولایت په یو شمېر سیمو کې پاکستاني طالبان مرکزونه لري، هغه ادعا چې کابل رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG