د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۶

مظاهره چیان: افغان حکومت دې د پاکستان بې ننګه حملو په اړه م.م ته شکایت وکړي


کابل ښاریانو د افغانستان پر کونړ ولایت د پاکستان د راکټونو او هوايي حملو پر ضد او د کونړ د خلکو په ملاتړ مظاهره وکړه.

مظاهره کوونکو چې شمېر یې سلګونو ته رسیده له افغان حکومته وغوښتل چې د پاکستاني ځواکونو د تیریو پر وړاندې په ورته عمل لاس پورې کړي.

له څو کلونو راهیسې پاکستاني ځواکونه د کونړ پر بېلابېلو سیمو راکټي حملې کوي او وړمه ورځ یې هوايي حملې هم پیل کړې، چې په کې ملکي افغانانو مرګ ژوبله اوښتې.

مظاهرچیانو چې شمېر یې سلګونو تنو ته رسېده، د عیدګاه جومات مخ ته راټول شوي و او د پاکستان پرضد یې شعارونه ورکول او د هغه هېواد بیرغ ته یې هم اور واچاوو.

د مظاهرې ګډونوالو د افغانستان د کونړ ولایت په بېلابېلو سیمو د پاکستان حملې په کلکه وغندلې او هغه یې د افغانستان په ملي حاکمیت ښکاره تیری وباله.

دغو مظاهرچیانو افغان حکومت نه په ټینګه وغوښتل چې د پاکستان پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي او د دغه هېواد حملو ته ځواب ووايي.

د مظاهرې په پای کې د مظاهرې تنظیموونک,نهه ماده یي پریکړه لیک ولوست چې په یوه برخه کې یې داسې راغلي:

″له افغان حکومته غوښتنه کوو چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د پاکستان د بې ننګه حملو په اړه چې په کونړ یې کوي شکایت وکړي، امریکا باید د پاکستان په اړه خپل دریځ روښانه کړي، همدا راز نړېوالې ټولنې او په نړېوالو سازمانونو غږ کوو چې د پاکستان له خوا غیرې اسلامي او غیرې انساني حملې چې د افغانستان په خاوره کیږي دوی باید په دې مساله کې چوپه خوله پاتې نه شي.″

له تېرو څو کلونو راهیسې پاکستاني ځواکونه د کونړ ولایت په سرحدي ولسوالیو راکټي حملې کوي او د شبنې په ورځ یې د لومړي ځل لپاره هوايي برید هم کړی وو.

دغو حملو په وار وار د افغان حکومت او د عامو افغانانو غصه راپارولې او حکومت په دې اړه پاکستان ته اعتراضونه کړي خو کومه نتیجه یې نه ده ورکړې.

مظاهره چیانو وايي، که چیرې پاکستان خپلې حملې ونه دروي، نو حاضردي چې له افغان ملي ځواکونو سره یوځای له خپلې خاورې دفاع وکړي.

د مظاهرې دوو تنو ګډونوالو ایمل ساپي او عطاالله حیران په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

″۱:ــ که پاکستان خپلو دا ډول کړنو ته دوام ورکړي، افغانان حاضر دي چې د دوی پر وړاندې ودریږي او له خپلې خاورې څخه دفاع وکړي.

۲:ــ که بیا هم زموږ غږ وانه ورېدل شي موږ چمتو يو له افغان ملي ځواکونو سره یوځای ودریږو او خپلې خاورې څخه دفاع وکړو.″

تېره ورځ مشرانو جرګې هم له افغان حکومت نه وغوښتل چې پر افغانستان د پاکستان د حملو پر وړاندې په ورته عمل لاس پورې کړي.

وروستي راپورونه ښيي چې د دوشنبې په ورځ هم پاکستاني ځواکونو په کنړ باندې لسګونه توغندي توغولي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG