د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۴۰

افغانستان

پاکستان په دغه هېواد کې د افغان سفارت شارژدافير احضار کړ

په پاکستان کې د افغانستان د سفارت شارژدافير د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون د سپټمبر په څوارلسمه په یوه بیان کې وویل چې د پاکستان پر پوځیانو چې د دواړو هېوادونو پر ګډه پوله یې د اغزن سیم د لګولو کار کاوه، ډزې شوي او دوی یې په شدت غندي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویل شوي چې د افغانستان شارژدافیر ته یې خپل سخت اعتراض وړاندې کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې ډزو کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي او یو سخت زخمي شوی دی.

پاکستاني لوري ویلي چې د افغانستان شارژدافير ته یې وریاده کړې چې د پولې پورې غاړې ته د امنیت ټینګول او د ترورېستي ډلو د فعالیت مخنیوی یې مسؤلیت دی.

د پاکستان پوځ پرون په یوه بیان کې وویل چې پر عسکرو یې په دیر کې ډزې شوې دي.

دا خبر اسوشېټېډ پرېس خپور کړی دی.

د افغانستان حکومت پر دې پېښه تبصره نه ده کړې

کابل تېره میاشت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړ چې د پاکستان پوځيان د افغانستان پر ختیځو ولایتونو مکرراً راکټي حملې کوي.

په ملګروملتونوکې د افغانستان سفیرې دا منیت شورا ته په استولي لیک کې لیکلي وو چې د پاکستان له لوري د اګست په نولسمه او شلمه یوازې پر شلتن ولسوالۍ دوه سوه راکټ ویشتل شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

افشا شوی سند: د ولسمشرۍ ټاکنو ابتدايي پایلې د "عقرب په ۲۱مه اعلانېږي"

خو د ټاکنو کمیسیون مسئولان وايي، ددغې نېټې ټاکل یوه طرحه ده او نه شي ویلای چې دا د ټاکنو ابتدايي پایلو د اعلان دقیقه نېټه ده.

د افغانستان د ټاکنو له کمیسیون څخه افشا شوي سند له مخې چې ازادي راډیو ترلاسه کړی، ددغه کمیسیون اجرايي برخې په پام کې لري چې د ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلې د عقرب په ۲۱مه اعلان کړي.

د ټاکنو کمیسیون د دارالانشا د پلان رئیسې منعمه منصور ته په منسوب غږیز کلیپ کې هغې ویلي چې دا نېټه د ټاکنو کمیسیون د عملیاتي برخو د رئیسانو په مشوره ټاکل شوې ده.

یوې خپلواکې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې ثبت شوی غږ د اغلې منعمې منصور ده.

خو د ټاکنو کمیسیون کمیشنره رحیمه ظریفي وايي، ددغې نېټې ټاکل یوه طرحه ده او نه شي ویلای چې دا د ټاکنو ابتدايي پایلو د اعلان دقیقه نېټه ده.

اغلې ظریفي زیاته کړه، د میزان شپږمې ولسمشریزو ټاکنو د ابتدايي پایلو د اعلان نېټې باندې کار روان دی.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د مهالوېش له مخې په پام کې وه د ټاکنو پایلې د میزان په ۲۷مه اعلان شي، خو د هغه څه له امله چې تخنیکي ستونزې او په رایو کې د پراخې درغلۍ ادعاوې یادېږي، د پایلو اعلان تر نامعلومې نېټې ځنډېدلی دی.

هلمند کې د کوکنارو پر ځای سویابین کرل کیږي

د دغه ولایت د کرنې رئیس رفیع الله قلم نن ازادي راډيو ته وویل چې د هلمند اب هوا د سویابینو کښت ته مناسبه ده.

د دغه ولایت د کرنې رئیس رفیع الله قلم نن ازادي راډيو ته وویل چې د هلمند اب هوا د سویابینو کښت ته مناسبه ده.

نوموړي وویل، سویابین سږکال د هلمند په مرکز لښکرګاه، ناوه، نادعلي او نهرسراج ولسوالیو کې کرل شوي چې ښه حاصل ورکړی.

په هلمند کې تازه د سویابینو د راټولولو فصل پیل شوی.

د کرنې وزارت وايي، د کوکنارو پرځای د سویابینو کرکیله بزګرانو ته تر ډېره اقتصادي ګټې لري.

د افغانستان د سولې په اړه د اروپايي ټولنې او امریکا ګډه اعلامیه

ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او امریکا د افغانستان د جګړې له ټولو ښکېلو غاړو غوښتي چې د بین الافغاني خبرو د راتلونکي پړاو پر مهال دې اوربند وکړي.

د ملګرو ملتونو سازمان، اروپايي ټولنه او د امریکا په شمول یوشمېر لویدیځ هېوادونه وايي، د یوې دایمي سولې تړون ته د رسېدلو لپاره چې پرې افغانستان کې جګړې ختمه شي، ژمن پاتې دي.

د دوی ګډه اعلامیه پرون له بروکسله خپره شوه، چېرته چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د بریتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او ناروې او د اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو له استازیو سره د افغانستان د سولې پر مسلې خبرې وکړې.

خلیلزاد د دوو ورځو لپاره بروکسل ته تللی دی.

په اعلامیه کې دا ذکر شوي چې لویدیځوال د افغانستان له حکومت، طالبانو، نورو افغان سیاستوالو او د مدني ټولنې له مشرانو سره ګډ کار ته لیواله دي، ترڅو د یوې جامع او دوامداره سولې تړون ته سره ورسیږي.

ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او امریکا د افغانستان له ټولو ښکېلو غاړو غوښتي چې د بین الافغاني خبرو د راتلونکي پړاو پر مهال دې اوربند وکړي، ترڅو د افغانستان د راتلونکي لپاره د حل یوه سیاسي لاره پیدا شي.

طالبانو او نورو افغان ډلو ته ویل شوي چې پرې نږدي هېواد یې د القاعدې او نورو نړیوالو تروریستي ډلو لپاره امن ځای شي.

طالبانو ته دا هم ویل شوي چې ددغو ډلو له ملاتړ او ورسره له اړیکو لاس واخلي.

پرون د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې چین به د اکتوبر په ۲۸ او نهه ویشتمه د یو لړ بین الافغاني خبرو کوربه وي.

پروان کې پولیسو څلور طالب قومندانان نیولي دي

د پروان امنیه قومندانۍ ویاند محمد محفوظ ولي زاده وايي، دوو قومندانانو د غوربند دره کې د جګړې مسئولیت درلود او دوه نور یې بغلان کې د طالبانو قومندانان دي.

د پروان امنیتي چارواکي وايي، پولیسو د طالبانو څلور قومندانان په دغه ولایت کې نیولي دي.

د پروان امنیه قومندانۍ ویاند محمد محفوظ ولي زاده نن ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو دا قومندانان چې د ننګرهار او بغلان اصلي اوسیدونکي دي او پولیسو د کشفي او استخباراتي معلوماتو پر مټ ونیول.

ښاغلي ولي زاده زیاته کړه چې دغه څلور کسان د جبل السراج ولسوالۍ د پل متک په مربوطاتو کې داسې مهال نیول شوي چې غوښتل یې د غوربند درې ته لاړ شي.

ددوی دوو قومندانانو د غوربند دره کې د جګړې مسئولیت درلود او دوه نور یې بغلان کې د طالبانو قومندانان دي.

کندهار کې پوليسو دوه انسان تښتوونکي وسله واله نښته کې وژلي

د کندرهار د والي ویاند وايي دغو کسانو څه موده وړاندې یو ماشوم تښتولی او وژلی و.

د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راديو ته وويل چې تېره شپه پوليسو د کندهار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د ښوراندام سیمه کې دوه هغه انسان تښتوونکي وژلي.

د هغه په خبره دغو کسانو څه موده وړاندې د کندهار د دوهمې حوزې له فاروقيه مدرسې څخه يو ماشوم تښتولی و او بیا یې د هغه له کورنۍ پيسې غوښتې.

بارکزی وایي دواړه انسان تښتوونکي له پوليسو سره په نښته کي وژل شوي؛ خو دغو کسان تښتولی ماشوم لا وختي وژلی و.

د پوليسو ویاند وایي د انسان تښتوونکو پر وړاندې کندهار کې د امنیتي ځواکونو هڅې چټکې شوي او وروستیو کې د ګڼو تښتونو مخه نيول شوې ده.

د افغانستان په لویو ښارونو کندهار، کابل، هرات، ننګرهار او بلخ کې تل د انسان تښتونې پېښې ترسره کیږي چې اکثر تښتول شوي کسان یا وژل کیږي یا شکنجه ورکول کیږي.

د ناټو دفاع وزیران سبا بروکسل کې د افغانستان په اړه خبرې کوي

د ناټو غړو او ددغه سازمان ملګرو هېوادونو دفاع وزیران به د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو او هم په دغه هېواد کې د سولې له بهیر څخه د ملاتړ اعلان وکړي.

ټاکل شوې ده چې د ناټو دفاع وزیران په بلجیم کې سبا پنجشنبې د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

د ناټو د سرمنشي مرستیال ویاند پیرز کزالي په پلازمېنه بروکسل کې ازادي راډیو ته د دې غونډې په اړه وویل: "دفاع وزیران به د افغانستان د ماموریت په برخه کې خپله ژمنه بیا وکړي، یعني هم به د پوځیانو په برخه کې او هم د هغوی د تمویل په برخه کې."

هغه وویل، هدف دا دی چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه لا پياوړي شي او وکولی شي چې له نړیوال تروریزم سره مبارزه وکړي ترڅو د یوې تلپاتې سولې ټینګیدو ته زمینه برابره شي.

په بروکسل کې به د سبا ورځې په غونډه کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې د ښکېلو هېوادونو دفاع وزیران برخه واخلي او د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر اسد الله خالد به هم پکې ګډون وکړي.

د اروپایي ټولنې او امریکا استازو د افغانستان د سولې مساله وڅیړله

دا غونډه پرون د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د اروپایي ټولنې په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.

د اروپایي ټولنې او امریکایي استازیو په غونډه کې د افغانستان د سولې مساله وڅیړل شوه.

دا غونډه پرون د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د اروپایي ټولنې په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رونالډ کوبیا پر ټویټر لیکلي دي چې دا ډېره ښه غونډه وه، خو په دې برخه کې یې نور توضیحات نه دي ورکړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په بروکسل کې دی او د دوشنبې په ورځ یې د ناټو له عمومي منشي سره کتلي و.

لغمان کې سلګونه ښوونکو کاري اعتصاب کړی

ښوونکي وايي، حکومت شپږ کاله مخکې ژمنه وکړه چې یوه-یوه نمره ځمکه به ورکړي، خو تر اوسه‌یې نه‌ده عملي کړې.

د لغمان په علینګار ولسولۍ کې نن د ښوونکو د اعتصاب دوهمه ورځ ده. له دې امله زرګونه زده‌کوونکي ښوونځي ته له تلو پاتې شوې دي.

په علینګار کې یوه ښوونکي هېواد نن (اکټوبر ۲۲مه) ازادي راډیو ته ویل: "له موږ سره حکومت شپږ کاله وشول چې د یوې-یوې نمرې ځمکې ژمنه کړې، خو تر اوسه‌یې نه‌ده عملي کړې."

په علینګار ولسوالۍ کې د ۸۰ ښوونځیو ۱۴۰۰ ښوونکي په دې اعتصاب کې ګډون لري.

خو د افغانستان د پوهنې وزارت ویاندې نوریه نزهت ویلي چې دا ستونزه به حل کړي.

اغلې نزهت ازادي راډیو ته وویل، حکومت د ځمکې پر ځای، ښوونکو ته تیار کورونه ورکوي، خو ښوونکي باید حوصله وکړي.

د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء رئیس د ډېټا سنټر مهرولاک ماتېدل رد کړل

د ټاکنو کمېسیون هم پرون ناوخته په یوې اعلامیه کې د ټاکنو کمېسیون د نتایجو جمع‌بندۍ مرکز د قفل ماتېدل رد کړل او هغه‌یې د ټولنیزو رسنیو شایعات وبلل.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رئیس حبیب‌الرحمن ننګ هغه ادعاوې ردوي چې ګواکې د پولیسو ځانګړو ځواکونو د انتخاباتو کمېسیون د ډیجیټالي نتایجو د جمع‌بندۍ او ارزونې مرکز (ډیجیټال سنټر) مهرولاک مات کړی او ورننوتي دي.

ښاغلي ننګ پرون ناوخته (میزان ۲۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې یو قفل هم نه‌دی مات شوی.

دی وايي: "بلو باکسونه او قفلونه له ټولو څارونکو سره شته، له هغوی سره هېڅ قفل نه‌دی خلاص شوی. موږ د طرزالعمل مطابق کارونه ترسره کوو. هېڅ داسې څه نه‌دي شوي چې د خلکو د تشویش سبب شي."

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټیم د دوشنبې په ورځ (میزان ۲۹مه) ادعا وکړه چې د ټاکنو کمېسیون ډیجیټال سنټر مهرولاک مات شوی.

د دغه ټیم یوه غړي علي احمد عثماني وویل، په دې کار کې د یوه ځانګړي ټاکنیز ټیم کسان هم شامل وو. ښاغلي عثماني د ټاکنو کمېسیون د امنیتي سلاکار او همداراز د دارالانشاء د مشر حبیب‌الرحمن ننګ د دندې د ځنډېدو غوښتنه وکړه.

د کورنیو چارو وزارت په ټاکنیز بهیر کې د پولیسو هر ډول مداخله رد کړې ده.

د ټاکنو کمېسیون هم پرون ناوخته په یوې اعلامیه کې د ټاکنو کمېسیون د نتایجو جمع‌بندۍ مرکز د قفل ماتېدل رد کړل او هغه‌یې د ټولنیزو رسنیو شایعات وبلل.

د دغه کمېسیون په اعلامیه کې ویل شوي چې امنیتي ساتونکي د سړې هوا له کبله د ټاکنیزو زده‌کړو ودانۍ دهلېز کې ځای پر ځای شوي او "د دې کار لپاره یوازې د ودانۍ عمومي دروازه د مسئول کس او ملي پولیسو د مسؤلینو په شتون کې پرانیستل شوې ده."

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ننګرهار کې وروستی برید غندلی

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بیان کې د دې شورا غړو یو وار بیا پر دې ټینګار کړی چې د ترهګرۍ هر ډول او بڼه نړیوالې سولې او امنیت ته یو جدي ګواښ دی.

د ملګرو ملتو امنیت شورا د ننګرهار په هسکه مېنه کې پر یوه جومات د شوي برید په تړاو تازه بیان کې ویلي، د دا ډول ترهګریزو بریدونو له ترسره کوونکو، تنظیموونکو او تمویلوونکو سره باید حساب وشي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د هسکې مېنې د جو درې په جومات کې د جمعې د ورځې برید وحشیانه او ناځوانمردانه بللی او پر ټولو هېوادونو یې ټینګار کړی چې نړیوالو قوانینو ته د خپلې ژمنتیا پر بنسټ دې، د دا ډول پېښو مخنیوي کې د افغانستان له دولت او اړوند چارواکو سره فعاله همکاري وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بیان کې د دې شورا غړو یو وار بیا پر دې ټینګار کړی چې د ترهګرۍ هر ډول او بڼه نړیوالې سولې او امنیت ته یو جدي ګواښ دی.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوترش په شمول د نړۍ یو شمېر نورو سیاستوالو او د بشري حقونو مدافع بنسټونو د ننګرهار وروستی خونړی برید غندلی و.

د تېرې جمعې په ورځ په دې برید کې لږ تر لږه ۷۰ تنه لمونځ کوونکي ووژل شول او تر ۶۰ زیات نور ټپیان شول.

د افغانستان ولسمشر نن له جاپاني چارواکو سره ګوري

ولسمشر اشرف غني پرون دوشنبه د جاپان پلازمېنې توکیو ته ورسېد.

د ارګ د یوې اعلامیې له مخې ولسمشر اشرف غني پرون دوشنبه د جاپان پلازمېنې توکیو ته ورسېد او ټاکل شوې نن (اکټوبر ۲۲مه) د جاپان د نوي امپراتور د تاج اېښودلو په مراسمو کې ګډون وکړي.

په اعلامیه کې په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي چې د ولسمشر غني او جاپاني چارواکو ترمنځ خبرې به پر کومو مسایلو ورټول وي.

جاپان په تېرو ۱۸ کلونو کې څه باندې یو میلیارد او ۲۰۰ میلیونه ډالر له افغانستان سره مرسته کړې ده.

توکیو دغه‌راز په ۲۰۰۲ او ۲۰۱۲ کال کې له افغانستان سره د مرستو د دوو لویو نړیوالو غونډو کوربه‌توب هم کړی دی.

"خپلمنځي اختلافاتو له امله غزني کې نهه طالبان په زهرو وژل شوي"

د غزني د والي ویاند وايي، دا دوهم ځل دی چې په غزني کې طالبان په زهرو وژل کېږي. څلور میاشتې دمخه هم په همدې اندړ ولسوالۍ کې پنځو طالبانو ته زهر ورکړل شوي وو.

د افغانستان په جنوب کې د غزني سیمه‌ییز چارواکي وایي، د اندړ ولسوالۍ په مربوطاتو کې نهه طالبان په زهرو وژل شوي دي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري ازادي راډیو ته وویل، دغه طالبان د خپلمنځي اختلافاتو په نتیجه کې مسموم کړای شوي دي.

ښاغلي نوري زیاته کړه: "د دوی ترمنځ خپلمنځي اختلافات دي. د وسله‌والو نښتو ترڅنګ کله چې فرصت پیدا کړي، نو د یو بل په ډلو کې نفوذي کسان لري او دا افراد مسموموي. ظاهراً دغه وسله‌وال د مولوي اسماعیل د ډلې اړوند دي چې دی د کوټې شورا یو مهم غړی دی."

د ښاغلي نوري په خبره په دغه ولایت کې د مولوي اسماعیل او د طالبانو د سرې قطعې غړو ترمنځ اختلافات شته چې کله نا کله په خپلو کې فزیکي او حتی وسله‌والو شخړو ته اړ باسي.

دا دوهم ځل دی چې په غزني کې طالبان په زهرو وژل کېږي. د غزني د والي ویاند د معلوماتو له مخې شااوخوا څلور میاشتې دمخه هم په همدې اندړ ولسوالۍ طالبانو ته په اوبو کې زهر ورکړل شوي وو چې ۵ تنه‌یې مړه شول.

ښاغلي نوري وویل په وروستۍ پېښه کې چې یوه ورځ دمخه شوې، ۶ تنه طالبان ځای پر ځای مړه شوي او ۳ نورو یې په یوه سیمه‌ییز روغتون کې ساه ورکړه.

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد له ازادي راډیو سره په اړیکه کې دا موضوع رد کړې او "پروپاګند" یې بللی دی.

دفاع وزارت د بغلان په عملیاتو کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

له تېرو شپږو ورځو راهیسې د بغلان په ډنډ غوري، ډنډ شهاب الدین او کیله ګي سیمو د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکي په بغلان کې د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو د مهمو مشرانو په ګډون د دې ډلې وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبره کوي.

دغه عملیات له شپږو ورځو راهیسې د دغه ولایت په ډنډ غوري، ډنډ شهاب الدین او کیله ګي سیمو پیل شوي دي.

د دفاع وزارت یوه ویاند فواد امان د دغو عملیاتو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "تراوسه پورې ډیرې سیمې په ډنډغوري، ډنډ شهاب الدین او کیله ګي کې پاکې شوي دي. لسګونه طالبان د هغوی د مهمو قومندانانو په ګډون وژل شوي دي."

د ښاغلي امان په وینا دغه عملیات به په بغلان کې ترهغه دوام وکړي چې دا ولایت بشپړ له طالبانو تصفیه شي.

دفاع وزارت بیا په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغو عملیاتو په وژل شویو کسانو کې د طالبانو مهم قومندانان، د بغلان لپاره د طالبانو نومول شوی مرستیال والي قاري بختیار او د سمنګان د روی دو آب لپاره د دې ډلې نومول شوی ولسوال مولوی شمشاد هم شامل دي.

د اقليمي تغییراتو زیان تر ډېره افغانستان ته رسېږي

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي، که د شین اقلیم نړیوال صندوق دغه هېواد سره مرسته وکړي، دا اداره کولای شي، تر ۲۰۳۰ کال پورې د ګلخانه‌اي ګازاتو انتشارات ۱۳،۶ سلنې ته راښکته کړي.

د دغې ادارې رئیس شاه زمان میوندي د دوشنبې په ورځ (میزان ۲۹مه) په کابل کې د اقلیمي بدلونونو د نړیوالې اوونۍ په نمانځ‌غونډه کې وویل، سره له دې چې په اقلیمي بدلونونو کې د افغانستان ونډه کمه ده، خو دغه هېواد ته‌یې زیات زیان رسېږي.

ښاغلی میوندي زیاتوي: "دغه مرستې چې موږ یې غوښتونکي یو، هغه مو مشخصې کړي. ۱۷،۴ میلیارده ډالر مو اعلان کړي. له ۲۰۲۰ تر ۲۰۳۰ د ۱۰ کلونو لپاره مو اړتیا ده. که دا اندازه پیسې موږ ته برابرې شي، موږ کولای شو خپلې ژمنې پوره کړو او اقلیمي بدلونونه راکم کړو."

ښاغلي میوندي دا هم وویل چې تر دې دمه دغې ادارې د شین اقلیم له نړیوال صندوق نه له ۳۰۰ زره ډالرو پرته نوره مرسته نه‌ده ترلاسه کړې.

په حمامونو او د خښتو په بټیو کې د بې‌کیفیته سونګ توکو کارول، د زړو نقلیه وسایطو ګرځېدل، د اوبو ناسمه کارونه او په ښارونو کې د نفوسو زیاتېدل په افغانستان کې د هوا ککړتیا او اقلیمي بدلونونو عمده لاملونه دي.

د شین اقلیم نړیوال صندوق اداره د اقلیمي بدلونونو له امله له بېلابېلو زیامنو شویو هېوادونو سره مرستې کوي چې ستونزې یې راکمې کړي او د راتلونکو احتمالي ګواښونو ته چمتووالی ولري.

دولتي ادارې د وارداتي مېوو پر ځای د میدان وردګ مڼې پېري

د میدان وردګ د کرنې رئیس ولید احمد تسل ازادي راډیو ته وویل، د وردګو مڼې به د دولتي ادارو د خوړو په مینو کې د بهرنیو مېوو پر ځای په پام کې نیول کېږي.

د میدان وردګ ولایت د کرنې، اوبه لګونې او مالدارۍ ریاست وايي، حکومت د مڼو له سوداګرو سره یوه هوکړه لاسلیک کړې چې له مخې به‌یې د دغه ولایت له بڼ‌والو مڼې وپېرل شي.

د میدان وردګ د کرنې رئیس ولید احمد تسل ازادي راډیو ته وویل، د وردګو مڼې به د دولتي ادارو د خوړو په مینو کې د بهرنیو مېوو پر ځای په پام کې نیول کېږي.

ښاغلی تسل وايي، سږ کال په میدان وردګ کې د مڼو حاصلات زیات و او په تخمیني ډول‌یې د حاصل اندازه نږدې ۱۲۰ زره ټنه وه.

هغه وویل، دوی هڅه کوي چې له نورو لارو په ګټه اخیستو هم د مڼو د خرابېدو مخه ونیسي او ورته بازار پیدا کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په ځلونو د دغه ولایت کروندګرو او بڼ‌والو شکایت کړی چې مڼو او نورو تازه مېوو ته‌یې حکومت بازار نه‌شي پیدا کولای.

لوګر کې پولیسو د طالبانو یو مهم قوماندان او شپږ وسله‌وال وژلي

د لوګر چارواکي وایي، تېره ورځ د پولیسو ځانګړو ځواکونو د محمداغې ولسوالۍ په اب بازک کلي کې په عملیاتو کې د رحمت‌الله په نوم د طالبانو یو مهم سرګروپ وواژه.

په لوګر کې امنیتي چارواکي وایي، پولیسو په دوو ولسوالیو کې په عملیاتو کې د طالبانو یو مهم سرګروپ او شپږ وسله‌وال وژلي او څلور نور یې له طالبانو سره د اړیکو په تور نیولي دي.

د لوګر د پولیسو ویاند شاه‌پور احمدزي ازادي راډیو ته وویل، تېره ورځ د پولیسو ځانګړو ځواکونو د محمداغې ولسوالۍ په اب بازک کلي کې په عملیاتو کې د رحمت‌الله په نوم د طالبانو یو مهم سرګروپ وواژه.

د هغه په خبره امنیتي ځواکونو په همدې ولسوالۍ کې څلور کسان له مخالفینو سره د اړیکو په تور نیولي هم دي.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه چې په خروار ولسوالۍ کې بیا په پوځي عملیاتو کې شپږ وسله‌وال وژل شوي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر ټویټر لیکلي چې د خروار په عملیاتو کې وژل شوي کسان طالبان نه، بلکې ولسي وګړي دي، خو د نورو عملیاتو په اړه‌یې څه نه‌دي ویلي.

اندرابي: طالبان د مقاومت توان نه‌لري او ماته‌یې خوړلې

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وايي، طالبان نور له افغان ځواکونو سره د مقاومت توان نه‌لري او ماته‌یې خوړلې ده.

ښاغلي اندرابي چې نن د دوشنبې په ورځ د جنرال عبدالرازق په نوم د پولیسو د ملي اکاډمۍ د نومولو په مراسمو کې خبرې کولې، وویل چې د طالبانو مشران د افغان ځواکونو له وېرې پټ شوي او یوازې هغه وسله‌وال‌یې جګړه کوي چې تېروتي دي.

دی وایي: "له طالب وسله‌والو زموږ غوښتنه دا ده چې خپله وسله په ځمکه کېږدي او د افغان ځواکونو د حق نارې ته لبیک ووايي، که داسې ونه‌کړي، زموږ د ځواکونو له سخت غبرګون سره به مخ شي."

د کورنیو چارو سرپرست وزیر همدا ډول جنرال عبدالرازق یو اتل او زړور شخصیت یاد کړ چې په خبره‌یې، د هېواد د ګټو او دفاع په خاطر یې ځان قربان کړ.

د کندهار پخوانی امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د تېر کال د میزان د میاشتې په ۲۶مه نېټه د کندهار ولایت مقام کې د پخواني والي توریالي ویسا د یوه ساتونکي له‌خوا چې وروسته د طالبانو نفوذي کس یاد شو، ووژل شو.

طالبانو د جنرال عبدالرازق د وژنې مسؤلیت ومانه.

چارواکي: په زابل کې د وسله‌والو په راکټي بريد کې ۳ ملکیان وژل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې زابل ولایت

په زابل کې د وسله‌والو په راکټي بريدونو کې ۳ تنه ملکیان وژل شوي او ۱۰ ټپیان دي.

دغه پېښه پرون له غرمې وروسته د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال ازادي راډيو ته وويل چې وسله‌والو طالبانو له کندهاره د امنیتي ځواکونو د اکمالاتي توکو د کاروان په نښه کولو په موخه پر ياد کاروان د شاجوی ولسوالۍ د بازارګان په سيمه کې راکټي بريدونه وکړل چې د راکټ دوه مرمۍ په سیمه کې د کوچيانو پر کېږديو ولګېدې چې له امله‌يې د يوې مېرمنې په ګډون درې تنه ووژل شول او ۱۰ نور ټپيان دي.

سيال وایي، په ټپيانو کې هم ښځې، ماشومان او لويان شامل دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

چارواکي: په کندهار او ارزګان کې ۸ وسله‌وال وژل شوي

یو شمېر افغان ځواکونه

په کندهار او ارزګان کې ۱۳ وسله‌والو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دغه وسله‌وال د کندهار په ميوند او د ارزګان په ګېزاب ولسواليو کي مړه او ټپيان شوي دي.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه یحيی علوي ازادي راډيو ته وويل چې د ميوند ولسوالۍ د سره بغل په سیمه کې د افغان ځواکونو سره نښته کې ۶ وسله‌وال وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.

علوي زياتوي چې د ارزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې هم د ملي اردو له ځواکونو سره په جګړه کې د مولوي نصرالله د ډلې اړوند ۲ وسله‌وال وژل شوي او ۳ نور ژوبل شوي دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو د ویاند په خبره، په دغو پېښو کې افغان ځواکونو ته د وسله‌والو يو شمېر وسلې او مهمات هم په لاس ورغلي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

"د افغانستان د ټاکنو د نتایجو په جمع‌بندۍ کې له سرعته دقت مهم دی"

امریکايي چارواکو ویلي چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د رأیو د جمع‌بندۍ لپاره د لازیات وخت د اخیستلو په خاطر د ټاکنو خپلواک کمېسیون له پرېکړې ملاتړ کوي.

د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت معینیت پرون ویلي چې د افغانستان د ټاکنو د نتایجو په جمع‌بندۍ کې دقت د سرعت په نسبت مهم دی.

د ټاکنو کمېسیون باید د شنبې په ورځ (د میزان په ۲۷مه) د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو لومړني نتایج اعلان کړي وی، خو تخنیکي ستونزې او د لازیات شفافیت د تأمین لپاره‌یې د پایلو اعلان وځنډاوه.

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د میزان په شپږمه وشول او د ټاکنو کمېسیون ټینګار کړی چې په پوره دقت سره به بایومټریک رأیې له غیر بایومټریکه جلا کوي.

د میدان وردګ والي له یوه بریده روغ وتلی خو ۳ ټرافیک پولیس وژل شوي

د میدان وردګ چارواکي وايي، د دغه ولایت والي جنرال ظفرالدین یمین له یوه ځانمرګي بریده روغ وتلی، خو څلورو تنو ټرافیکو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ولایت ویاند محب الله شریفزي د یکشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، برید نن تر غرمې وروسته درې بجې په میدان ښار کې د موټربم په واسطه شوی چې په خپله والي او ساتونکو ته یې زیان نه دی رسېدلي.

شریفزی زیاتوي، په برید کې درې تنه ټرافیک پولیس وژل شوي او یو تن بل ټپي دی.

تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

امنیه قوماندان: په هلمند کې په تېره یوه میاشت کې ۹۱ وسله وال وژل شوي

د هلمند امنیتي چارواکي وايي، په تېره یوه میاشت کې ۱۱۵ وسله والو مخالفینو ته د افغان ځواکونو په عملیاتو کې مرګ ژوبله اوښتې.

د هلمند امنیه قوماندان سمونمل حسام الدین هلمندي نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې په نادعلي، ناوې، نهرسراج او ګرمسير ولسواليو کې د افغان ځواکونو په تصفیوي عملياتو کې ۹۱ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي.

ښاغلی هلمندي زياتوي چې په دې عملياتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دی اوښتی.

چارواکي: په بغلان کې په عملیاتو کې نهه طالبان وژل شوي

د بغلان یو انځور

افغان چارواکي وايي، د بغلان ولایت لپاره د طالبانو مرستیال والي په هغو ۳۳ کسانو کې شامل دی چې د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې مړه او ټپیان شوي دي.

۲۱۷ پامیر قول اردو په یوه بیان کې چې نن خپور شو وايي چې دا کسان په کېله ګي، ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین سیمو کې په تصفیوي عملیاتو کې په نښه شوي دي.

په بیان کې راغلي چې په دې عملیاتو کې نهه طالبان وژل شوي او د بغلان لپاره د طالبانو له خوا د نومول شوي مرستیال والي قاري بختیار په ګډون لس تنه نور وسله وال ټپیان شوي دي.

په بیان کې د کندز ولایت په دشت ارچي او د تخار ولایت په بهارک ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۷ طالبانو د وژل کېدو او د ۶ نورو د ټپي کېدو یادونه هم شوې ده.

"پاکستان د افغانستان د انارو بیې ۳برابره لوړې کړي"

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، پاکستان د انارو بیي درې برابره لوړې کړي.

د دې خونې مرستیال محمد یونس مومند نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې له حکومته وغوښتل چې دا ستونزه هواره کړي.

ده وویل: "حکومت باید دا ستونزه هواره کړي، که نه مونږ به مجبور شو چې د ګاونډيو هېوادونو په تازه مېوو د محصول د زیاتېدو غوښتنه وکړو."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې پاکستان ژمنه کړې وه چې پر افغان سوداګرو به مالیاتي محصول راټيټوي.

خو سوداګر وايي چې دغه ستونزه هم لا پرځای ده.

د غزني د زرکشان د مسو او طلا کانونه داوطلبۍ ته سپارل کېږي

غزني

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د غزني د زرکشان د مسو او طلا کانونه داوطلبۍ ته سپاري.

د دغه وزارت ویاند سیحون کامګار نن ازادي راډيو ته وویل، لومړیتوب به هغه شرکت ته ورکړل شي چې لومړی اقدام وکړي.

دی وایي: "پروسه داسې ده چې شرکتونه په داوطلبۍ کې ګډون کوي او تر ټولو غوره داوطلب سره مذاکرت او ورپسې قرارداد کېږي."

د افغانستان د کانونو وزارت وايي، د غزني په زرکشان کان کې د ۳۰ ميلیاردو ډالرو په ارزښت د طلا او مسو زېرمې موجودې دي.

د دوی په وینا، دا خصوصي سکټور ته هم یو ښه فرصت دی، څو پانګونه وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG