د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

پاک افغان پوله ساتو ځواکونو د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې جنګ کړی


د پاکستاني حکومت له لوري د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د اغزن سیم غځولو پلان بیا تازه لانجه رامنځته کړې.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د یکشنبې په ماسپښين د افغان او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو تر منځ د کندهار د سپين بولدک او شورابک تر منځ په سره څاهانو کې جنګ پیل شو.

د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوید ازادي راډیو ته وویل، افغان پوځیانو د اغزن سیم د غځولو ممانعت وکړ چې بلاخره خبره څو ساعته جګړې ته ورسېده.

د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید
د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید

نوموړی وايي:

"د پاکستاني ځواکونو له‎خوا په هغه سیمه کې اغزن سیم لګېده او افغان سرحدي ځواکونه د دې مانع ګرځیدلي دي. په پایله کې د دواړو تر منځ نښته شوې ده او اوس هم خال خال ډزې روانې شوي. زموږ خوا ته تلفات نشته."

د یکشنبې په ورځ د کندهار د سرحدي ځواکونو د درېیمې لوا سرتېري د سپین‎بولدک او شورابک تر منځ د سرو څاهانو په سیمه کې د پاکستاني ځواکونو په وړاندې دریدلي.

د دې لوا درستیزوال ډګروال امین‎الله ازادي راډیو ته وویل چې څه باندې ۲۰۰ پوځیان په سیمه کې ځای پر ځای دي او نور مرستندویه ځواکونه یې هم غوښتي.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید وايي، د دې قضیې د حل لپاره هڅې روانې دي، خو په ټوله کې افغان حکومت چاته په خپله خاوره د برید اجازه نه ورکوي.

نوموړی زیاتوي:

"افغان حکومت هېڅ چاته اجازه نه ورکوي چې یوه لویشت خاوره یې څوک لاندې کړي او یا په دې برخه کې نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي. ټول هغه لارې چې که هغه ډیپلوماټیکي دي او یا نورې له هغې به کار اخېستل کېږي څو دا ستونزه حل شي."

افغانستان او پاکستان د سولې او ثبات لپاره د عمل پلان هم لاسلیک کړی چې په‎کې د یو بل د خاورې درناوی یو اساسي رکن جوړوي.

په وروستیو څو میاشتو کې د پکتیا په ځاځیو، د خوست په تڼیو او د پکتیکا په برمل کې څو واره د اغزن سیم د غځولو په نوم د پاکستاني ځواکونو د وړاندې راتګ رپوټونه ورکړل شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي چې اغزن سیم د سرحدي سیمو د امنیت او د تروریستانو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره لګوي.

پاکستانی پوځ داسې وخت د اغزن سیم د ۵۰۰ میلیونه ډالره‎ییزې پُر مصرفه پروژې په لګولو ټینګار کوي چې د هېواد اقتصاد یې په وروستیو کې سخت زیانمن شوی او له نړیوال مالي صندوقه یې د شاوخوا دولسو میلیاردو ډالرو پور غوښتی.

صفي‎الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG