د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

ترکمنستان، سیمه‌يیز اوسېدونکي د امو سیند له اوبو منع کړل


ارشیف، امو سیند
ارشیف، امو سیند

د ترکمنستان چارواکو د دې هېواد په جنوب ختیځې سیمې لباپ کې سیمه‌ييز اوسېدونکي د امو رود د اوبو له کارولو منع کړي دي.

چارواکي وایي دا اقدام‌یې دغه هېواد ته د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره کړی دی.

ترکمنستان د منځنۍ اسیا هغه هېواد دی چې د کرونا ویروس هېڅ پېښه په‌کې نه‌ده ثبت شوې.

په دې بندیز کې د همدې اوبو د کبانو نیول او د هغو مرغانو نیول دي چې د رود په څنډو کې د خوړو لپاره راکوزېږي. په سیمه کې د ازادي راډیو خبریالانو راپور ورکړی چې سیمه‌يیزو چارواکو دغه‌راز خلک په دې رود او دې ته نږدې اوبو کې د لاسونو پریمنځلو څخه منع کړي.

د راپور له مخې هغه کسان چې له امو رود څخه د کبانو د نیولو پر وخت ولیدل شي، نیول کېږي او قرنطین کېږي.

چارواکي د دې اقدام نور جزئیات نه‌ورکوي او وایي دا ګام‌یې یوازې د کرونا ویروس د خورېدو د مخنیوي لپاره اخيستی دی.

لا هم په نړۍ کې داسې پېښه نه‌ده لیدل شوې چې یوه کس د رود یا نورو اوبو څخه کرونا ویروس اخيستی وي.

XS
SM
MD
LG