د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۷

لاریونوال: پاکستان دې سرحدي سیمو کې د اغزن تار او دروازو لګول ودروي


ننګرهار کې د پاکستان ضد لاریون یو انځور
ننګرهار کې د پاکستان ضد لاریون یو انځور

که له یوې خوا تېره ورځ په پاکستان کې د اګست ۱۴مه د دغه هېواد د خپلواکۍ د ورځې په نوم په جشنونو ونمانځله، خو له بلې خوا د افغانستان په ځينو ولایتونو او ښارونو کې د دغه هېواد پرضد لاریونونه ترسره شول.

د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې لسګونو مدني فعالانو او د دغه ښار اوسېدونکو پرون مازیګر د پاکستان په خلاف لاریون وکړ او په وروستیو کې یې د دغه هېواد له خوا پر افغان خاوره د اغزنو سیمونو او دروازو لګولو پرضد یې غږ پورته کړ.

دغو لاریونوالو چې د پاکستان په خلاف یې شعارونه ورکول، خبرداری ورکړ چې که پاکستان پر افغان خاوره د اغزنو سیمونو او دروازو لګولو څخه لاس وانخلي او نصب شوې دروازې او سیمونه بېرته ټول نه کړي، نو د سیمې خلک به یې ونړوي.

د دوی له ډلې نعیم کشاف او ضیاالدین همت مل وایي، افغانانو ته ډېورنډ کرښه د منلو وړ نه ده او د پاکستاني لوري له خوا پر افغان خاورې د هر ډول تېري پر وړاندې به د سر په قربانۍ ودرېږي او مخه به یې ونیسي.

نعیم کشاف وویل: "دا ورځ( د اګست ۱۴مه د پاکستان د خپلواکۍ ورځ) به د پاکستان لپاره د خوښۍ ورځ وي، خو د افغان ملت لپاره یوه توره ورځ ده، مونږ دا ورځ غندو، او د ډېورنډ دغه کرښه چې د پښتنو په خیټو یې کش کړې ده، مونږ ته د منلو نه ده، زمونږ د لرې او برې پښتونخوا خلک دا کرښه هېڅ نه منو."

ضیاالدین همت مل وايي: "پاکستان دې دا په خلاصو غوږونو واوري، مونږ به نن مجبور او بې وسه یوو، که کلونه او پېړۍ هم تېرې شي، که اغزن تارونه دي او که دروازې او که فولادي دېوالونه هم وکړي، افغانان به یې نړوي او خپله خاوره به خپلوي، دی دې په دې فکر کې نه وي، ځوانانو به مو خپله راپاڅي او په قربانۍ ورکولو به خپله خاوره ګټي او دې کار ته حاظر هم دي."

لاریون کوونکي پاکستان د سیمې سرطان بولي.
لاریون کوونکي پاکستان د سیمې سرطان بولي.

دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا یوه میاشت وړاندې داسې راپورونه، عکسونه او ویډیوګانې خپرې شوې چې په کې ویل کېدل چې ګوندې پاکستان د ننګرهار د دوربابا ولسوالۍ په څڅوبي کنډو سیمه کې دروازه نصب کړې او له شااوخواسیمو یې اغزن سیمونه تاو شوي دي.

همداشان نن د دغه ولایت د لعلپورې ولسوالۍ اوسېدونکو ښکاره کړه چې د دغې ولسوالۍ په پلوسۍ سیمه کې هم پاکستان دروازه نصب کړې او اغزن سیمونه یې تېر کړي او په خبره یې چې ځایي اداره یې پرې خبره کړې ده.

که څه هم د لعلپورې ولسوالۍ د پلوسۍ سیمې په اړه مرکزي یا ولایتي ادارې لا څه نه دي ویلي خو د څڅوبي دروازې په اړه په ختیځ کې د سرحدي لوا قوماندان محمد ایوب حسین خېل ازادي راډيو ته ویلي وو چې که مرکزي حکومت ورته اجازه وکړي نو په څو ساعتونو کې به دغه تاسیسات له منځه یوسي.

خو په ننګرهار کې د ننني لاریون ګډونوالو پر افغان حکومت شک درلود چې ګوندې د پردې ترشا یې له پاکستان سره معامله کړې او د اغزنو سیمونو او دروازو په نصبولو کې ورسره لاس یو کړی دی.

د دغو لاریونوالو په باور، که افغان حکومت په دغه کړنه کې لاس ونه لري نو ولې غلی او د مخنیوي لپاره یې لازم اقدامات نه کوي.

د دوی له ډلې عبدالرحمان معاون وویل: "که زمونږ ولایتي اداره همداسې ویده وي، د سرحدي پولیسو مسؤلین ویده وي، دفاع او کورنیو چارو وزارتونه او امنیت شورا ویده وي، نو لرې نه ده چې په درونټه او سروبي د پاکستان دروازه ولګول شي، اخري حدونه بې همدا وي، که مونږ همداسې له خپلې خاورې دفاع او پوښته نشو کولی."

په ورته مهال افغان حکومت هم د پر ډېورند کرښه د پاکستان له لوري د دروازو پر جوړېدو غبرګون ښودلی دی.

هغه مهال چې د څڅوبي کنډو دروازه رسنیزه شوه او خلکو د افغان حکومت په چوپتیا شک وکړ، د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په یو خبري ناسته کې د پاکستان له خوا پر دغې دروازې خبرې وکړې او ویې ویل چې پر ډېورنډ کرښه ورته د پاکستان هېڅ ډول سرغړاوي د منلو نه دي.

صدیق صدیقي
صدیق صدیقي

هغه زیاته کړه: "حکومت هېڅ وخت غلی نه دی پاتې شوی، د ډیورند کرښې دواړو لوریو قومونو ته د پاکستاني ځواکونو له لوري د تاسیساتو جوړېدل هېڅ د منلو وړ نه دي."

که څه هم پاکستان تازه د دغو دروازو او اغزنو سیمونو د غبرګونونو په اړه څه نه دي ویلي، خو دغو دروازو او اغزنو سیمونو له نصبول یې هدف دغه هېواد ته له افغان خاورې د وسله والو د ورتګ مخنیوی ښودلی و.

پاکستان وخت ناوخت ادعا کوي چې له افغان خاورې وسله والې ډلې ور اوړي او هغلته ورانکاري فعالیتونه کوي، هغه ادعا چې تل یې افغان حکومت د پاکستان پروړاندې کوي.

د یادونې وړ ده چې د اګست په ۱۴مه پر ننګرهار سربېره په لغمان او کونړ کې هم د ورته لاریونونو د ترسره کېدو راپورونه ورکړل شوي وو.

XS
SM
MD
LG