د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

د امرالله صالح دفتر: د ملي یووالي حکومت تجربه نه تکرارېږي


ولسمشر غني او پخوانی اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
ولسمشر غني او پخوانی اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال د رسنیو دفتر وايي، د ملي یووالي حکومت تجربه به تکرار نشي.

د امرالله صالح د رسنیز دفتر مسوول ارګ سره د عبدالله عبدالله د ټیم د خبرو په اړه دغه شان وايي، په هېڅ صورت سره به واک پنځوس پنځوس ونه ویشل وشي.

په داسې حال کې چې ارګ او د عبدالله عبدالله ټیم دواړه د رامنځته شوي سیاسي کړکېچ د هواري لپاره د هڅو خبره کوي د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح د رسنیو دفتر ټینګار کوي، چې واک به پنځوس پنځوس ونه ویشل شي.

د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د دفتر رسنیز مسوول رضوان مراد د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د ملي یووالي حکومت تجربه به تکرار نشي او نه به هم د اساسی قانون خلاف کومه معامله وشي.

هغه زیاته کړه: "په هېڅ ډول به حکومت دوه سری نشي، د ملي یووالي حکومت تجربه نه تکرارېږي او نه به هم واک پنځوس پنځوس وویشل شي."

رضوان مراد
رضوان مراد

خو نوموړی وايي، د سیاسي کړکېچ د هواري لپاره د خبرو ورونه پرانیستې دي.

په ورته وخت کې د عبدالله عبدالله ویاند فریدون خوځون وايي، د روان سیاسي کړکېچ د حل لپاره د دوی درېیمه طرحه هم جوړه شوې ده.

ښاغلي خوځون د دغې طرحې په اړه جزئیات ورنه کړل خو ویې ویل، تمه ده چې دا طرحه د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا ومنل شي.

هغه زیاته کړه: "په اصولو کې دواړه خواووې یوې هوکړې ته سره رسېدلي دي، زمونږ طرحه ورستۍ شوې، وروسته له دې چې دا طرحه مو شریکه کړه جزئیات به یې هم شریک شي، هیله مو دا ده چې دا طرحه سیاسي کړکېچ ته یوه حل لاره وي."

په ورته وخت کې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې د عبدالله عبدالله له ټیم سره د مهمو سیاسي مسایلو په اړه خبرې روانې دي او په دې برخه کې پرمختګ شوی دی.

د افغان ولسمشر وباند صدیق صدیقي تېره شپه ناوخته په خپل ټویټر ولیکل: "کله چې مذاکرات ختم شول حکومت به خپل دریځ او د مذاکراتو جزئیات له خلکو سره شریک کړي."

تر دې یوه ورځ مخکې د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وویل، چې عبدالله عبدالله به ډېر ژر د مصالحې شورا مشري په غاړه واخلي او سیاسي ناندرې به پای ته ورسېږي.

د ارګ او سپیدار تر منځ سیاسي ستونزې هغه مهال جدي شوې چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون په تېرې فبرورۍ میاشت کې محمد اشرف غني د میزان د شپږمې نېټې د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ خو ټاکنیز سیال یې، عبدالله عبدالله پایلې ونه منلې.

ښاغلي غني او عبدالله عبدالله د مارچ د میاشتې په نهمه نېټه په جلا جلا توګه د ولسمشرۍ لپاره د لوړې مراسم پر ځای کړل.

XS
SM
MD
LG