د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

اروپايي ټولنې له عبدالله غوښتي چې سیاسي کړکېچ پای ته ورسوي


عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

اروپايي ټولنې له عبدالله عبدالله غوښتي چې ژر دې سیاسي کړکېچ پای ته ورسوي.

دغې ټولنې پر عبدالله عبدالله غږ کړی چې که داسې ونه‌شي د افغانستان له امنیت او پرمختیايي چارو سره پر مالي ملاتړ ناوړه اغېز کېدای شي.

خو د عبدالله عبدالله په مشرۍ د 'ثبات او هم‌پالنې' انتخاباتي ډله وایي چې ډېر ژر به دوی د ګډ حکومت لپاره خپله طرحه وروستۍ او جوړجاړی وکړي.

د 'افغاستان د حراست او ثبات شورا' ویاند مسعود ترشتوال ازادي راډيو ته د پنجشبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۱۱» وویل چې لا هم هڅې روانې دي چې د بېلابېلو لورو په منځګړیتوب د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ جوړجاړی وشي.

ښاغلی ترشتوال وایي په نږدې راتلونکي کې به ښاغلی عبدالله خپل طرحه له ولسمشر غني سره شریکه او سیاسي کړکېچ به پای ته ورسېږي.

د 'افغاستان د حراست او ثبات شورا' ویاند مسعود ترشتوال
د 'افغاستان د حراست او ثبات شورا' ویاند مسعود ترشتوال

هغه زیاته کړه: "له نېکه‌مرغه چې د تېر په پرتله اوس هیله‌مندۍ زیاتې شوي، په کړکېچ کې دواړه ښکېل لورو انعطاف ښودلی او د بن‌بست د ختم لپاره ژمن دي، په نږدې راتلونکي کې به هغه مشخصه طرحه چې د روان سیاسي حالت د بدلون سبب کېدای شي ولسمشرۍ مانۍ ته ارائه شي."

له ښاغلي عبدالله سره د اروپايي ټولنې د سفیرانو د پلاوي د مشر او د ناروې د سفیر له ټیلیفوني خبرو وروسته اروپايي ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي، که په افغانستان کې سیاسي مخالفتونه روان وي، دا کار به د افغان ولس راتلونکی او روغتیا له ګواښ سره مخامخ کړي.

اروپایي ټولنې دا اعلامیه له ښاغلي عبدالله سره د دغې ټولنې د سفیرانو د پلاوي د مشر له خبرو وروسته خپره کړې ده.

د اروپايي ټولنې دغه ګواښوونکې څرګندونې پر داسې مهال مطرح کېږي چې له نږدې دوه میاشتو راهیسې د دغې ټولنې او نور نړیوال استازي د عبدالله عبدالله او ولسمشر غني سره د روان سیاسي کړکېچ د اواري لپاره پر خبرو اترو بوخت دي.

یادې ټولڼې ټینګار کړی چې د افغان وګړو ګټو ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

خو ښاغلي عبدالله بیا د اروپایي ټولنې د دغو څرګندونو په اړه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې کرونا ویروس پر وړاندې د مخنیوي په هدف مبارزې ته د پام ورټولولو لپاره د سیاسي بن‌بست اواري ته لېوال دی.

هغه همداراز ویلي چې د سولې لپاره‌یې پر اوربند هم ټینګار کړی دی.

له بلې‌خوا د عبدالله عبدالله ملاتړي سیاسي ګوند جمعیت اسلامي په یوه اعلامیه کې د اروپايي ټولنې څرګندونې یو اړخیزې بللي او تور یې پورې کړی چې د دې ټولنې دا خبرې، د جمعیت په خبره په افغانستان کې د ټاکنیزې کودتا په تړاو د اروپايي ټولنې د چوپتیا دوام ښيي.

په ورته وخت کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي سلاکار او د منځګړیتوب له موضوع خبر شهزاده مسعود ازادي راډيو ته وویل چې لا هم د عبدالله عبدالله په ډله کې خپلمنځي اختلافات شته چې له امله‌یې دا طرحه نه‌ده برابره شوې.

شهزاده مسعود
شهزاده مسعود

ښاغلی مسعود زیاتوي: "د عبدالله عبدالله ډلې ویلي و چې تېره اوونۍ خپله طرحه تسلیموي، خو لایې هم نه‌ده تسلیم کړې، له دې ښکاري چې د دوی ترمنځ پراخ خپلمني اختلافات شته، خو په دې سره‌یې هېواد د بد وضعیت په لور بیولی او نور یې هم بیایي، دا طرحه باید ژر تر ژره نهایي کړي، داسې یوه طرحه چې د ټولو خواوو قناعت په‌کې حاصل شي، که دا خبره څومره ځنډېږي او افغانستان نور هم د کړکېچ عمق ته ځي مسؤلیت به‌یې د همدې یو شمېر سیاستوالو په غاړه وي."

که څه هم هڅه مو وکړه په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم ولرو، خو دوی له موږ سره تر دې دمه معلومات نه‌دي شریک کړي.

خو وړاندې تر دې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې د سیاسي کړکېچ د اواري لپاره خبرو ته چمتو دي او د داسې یوه حکومت د جوړولو ژمنه‌یې کړې چې په خبره‌یې د افغانستان د ټولو خلکو استازيتوب وکړای شي.

XS
SM
MD
LG