د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

دانش: عبدالله به ډېر ژر د مصالحې د عالي شورا مشرتابه پر غاړه واخلي


د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش
د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش

د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي، عبدالله عبدالله به ډېر ژر د مصالحې د عالي شورا مشرتابه پر غاړه واخلي او په افغانستان کې اوسنۍ سیاسي ترینګلیتا به پای ته ورسېږي.

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال وايي، د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله ترمنځ سیاسي ترینګلتیا ممکن زر پای ته ورسېږي.

سرور دانش ویلي چې ښاغلی عبدالله به د مصالحې د عالي شورا مشرتابه پر غاړه واخلي.

نوموړې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره په خبرو کې ویلي چې د ملي مشارکت د حکومت په چوکاټ کې د یووالي او همغږۍ د ټینګښت لپاره هڅې روانې دي او په څو راتلونکو ورځو کې به دواړه لوري یوې وروستۍ هوکړې ته ورسېږي.

دوی دواړو د پنجشنبې په ماسپښین د ویډیو کنفرانس له لارې خپلو کې خبرې کړي دي.

د دې خبرو اترو جزییات د سرور دانش مطبوعاتي دفتر په یوې اعلامیې کې خپاره کړي دي.

له بلې خوا د افغانستان د پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله یو ویاند امید میثم ازادي راډیو ته وویل چې د دوی له خوا د حکومت طرحه وروستۍ شوې ده.

د عبدالله عبدالله یو ویاند امید میثم
د عبدالله عبدالله یو ویاند امید میثم

هغه زیاته کړه: "د دې طرحې پر بنسټ په راتلونکې حکومت کې د سیاسي مخکښانو ته د عادلانه او موثر شراکت زمینه برابرېږي، موږ هیله مند یوو چې راتلونکې اوونۍ د اوسني بحران د پای ته رسېدو لپاره د عملي ګامونو د اخیستو شاهدان و اوسو."

د چارشنبې په ورځ په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ماموریت مشر د دې ټولنې د غړیو هېوادونو سفیرانو او په افغانستان کې د ناروې سفیر له عبدالله عبدالله سره په خبرو کې پر نوموړې ټینګار وکړ چې په دې هېواد کې دې سیاسي ترینګلتیا پای ته ورسول شي.

دا سیاسي ترینګلتیا وروسته له هغې راپورته شوه چې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون د فبروري په میاشت کې محمد اشرف غني د ولسمشرۍ د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ خو سیال یې عبدالله عبدالله دا نتایج ونه منل.

د مارچ د میاشتې په نهمه نېټه دواړو غني او عبدالله جلا جلا د ولسمشرۍ د لوړې مراسم پر ځای کړل.

د دواړو لورو ترمنځ له اوږدې مودې راهېسې د کورنیو او بهرنیو منځکړو له خوا د جوړجاړي هڅې روانې دي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG