د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

'د ثبات او هم‌پالنې ډلې طرحه ارګ ته د استولو لپاره په وروستي کېدو ده'


افغان ولسمشر محمد اشرف غني او سیاسي سیال‌یې عبدالله عبدالله.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او سیاسي سیال‌یې عبدالله عبدالله.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ 'ثبات او هم‌پالنې' ټاکنیزه ‌‌‌‌‌‌ډله وايي په هېواد کې د سیاسي کړکېچ د حل لپاره‌یې طرحه جوړه کړې چې ترڅو راتلونکو ورځو به خپره شي.

‎د دغې ډلې ویاند فریدون خوځون د شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۳۰» ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل په دې طرحې په جدیت کار پیل شوی او تمه ده چې په دغې طرحې به سیاسي لانجې پای ته ورسېږي.

‎ښاغلی خوځون زیاتوي: "تر دې دمه هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول تفاهم نه‌دی شوی، مشورې په ټیم کې د نهایي کېدو په حال کې دي، هر کله چې مشورې پای ته ورسېدې موږ به خپله طرحه نهایي کړو او د منځګړیتوب لپاره به‌یې مقابل لوري ته وسپارو، زموږ هیله‌مندي دا ده چې دا طرحه د سیاسي کړکېچ د حل یوه معقوله لاره واوسي."

فریدون خوځون
فریدون خوځون

که څه هم دغه ‌‌‌‌‌‌ډله د یادې طرحې د جزئیاتو په اړه ‌‌‌‌‌‌ډېر څه نه‌وایي، خو له موضوع یوې باخبره او عبدالله عبدالله ته نږدې یوې سرچېنې چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې په دې طرحه کې د صدارتي نظام یا هم اجرائیه ریاست پاتې کېدل له مهمو مسایلو دي.

خو د سرچینې په خبره ښاغلی عبدالله غواړي د مصالحې عالي شورا مشرتابه لپاره وړاندیز ته چې ځانګړي صلاحیتونه ورته په پام کې نیول شوي مثبت ځواب ووایي.

‎سرچینه وایي د 'ثبات او هم‌پالنې' ‌‌‌‌‌‌ډلې خپلمنځي اختلافات د دې لامل ګرځېدلي چې دا موضوع وځنډېږي.

‎د دغې سرچینې په حواله، د 'ثبات او هم‌پالنې' ‌‌‌‌‌‌ډله کې یو شمېر کسان نه‌غواړي چې عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ ماڼۍ دغه وړاندیز ته مثبت ځواب ووایي.

‎تر دې وړاندې د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي طلوع‌نیوز شبکې سره په خبرو کې ویلي و چې عبدالله عبدالله به ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر د مصالحې شورا مشري ومني.

‎له موضوع باخبره سرچینه وایي عبدالله د دغه سیاسي کړکېچ د حل غوښتونکی دی او له طالبانو سره د سولې د هوکړې او په هېواد کې د راتلونکي حکومتي نظام په اړه تمرکز کوي.

‎یو شمېر هغو کسانو چې تر دې واندې یې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د لانجو پر سر منځګړیتوب کړی اوس د دغو اختلافاتو حل ته خوشبینه دي.

شهزاده مسعود
شهزاده مسعود

مخکېني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې کس شهزاده مسعود په همدې اړه د شنبې په ورځ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "یوه داسې طرحه چې افغانستان شموله وي او سیاسونو ترمنځ یووالی راوستلی شي او د هېواد د سولې او ثبات لپاره ښه اقدام وي، زما په نظر دا غوښتنه د ټولو غوښتنه ده."

‎که څه ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه تازه څه ونه‌ویل، خو وړاندې یې ویلي و چې ولسمشر محمد اشرف غني د یو پراخ‌بنسټه او داسې حکومت د جوړېدو غوښتونکی دی چې د ټولو خلکو استازي په‌کې وي، خو د قانون په اساس.

‎راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG