د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

'د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي جوړجاړي د حل لپاره روانې خبرې'


ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله
ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله

د افغان حکومت او 'ثبات او هم‌پالنې' ټاکنیزې ډلې ترمنځ لا هم د سیاسي جوړجاړي لپاره خبرې روانې دي.

د 'ثبات او هم‌پالنې' ټاکنیزه ډله وایي چې دوی د راتلونکي ټول‌شموله حکومت جوړېدو لپاره خپله طرحه مرکچې پلاوي ته سپارلې چې د اساسي قانون تعدیل پر بنسټ د صدارتي حکومت جوړېدل او ۵۰ سلنه واک‌یې اساسي ټکي دي.

د دې ټاکنیزې ډلې د رهبري شورا غړي عاصم عاصم د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۲۵» ازادي راډیو ته وویل د مرکچې پلاوي په منځګړیتوب د دواړو لورو ترمنځ خبرې روانې دي، د ده په وینا د ټول‌شموله حکومت جوړېدو لپاره به ډېر ژر سیاسي هوکړې ته ورسېږي.

ښاغلي عاصم وویل: "هغه چوکاټ چې د ثبات او هم‌پالنې ډلې د ټول‌شموله حکومت د اساساتو په توګه جوړ کړی هغه دا دی چې ټول‌شموله حکومت باید داسې جوړ شي چې اجرایي صدارت ولري. د اساسي قانون د تعدیل په اساس یو لوری باید د صدارت مشري ولري او د دې ترڅنګ باید کابینې او د دولت او حکومت مهمو برخو کې ۵۰ سلنه ونډه ولري."

د 'ثبات او هم‌پالنې' ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله
د 'ثبات او هم‌پالنې' ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله

افغانستان کې د دوو سیاسي مشرانو ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرائیه مشر عبدالله عبدالله ترمنځ ناندرۍ هغه وخت پیل شوې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له‌خوا محمد اشرف غني د ولسمشر په توګه اعلان شو.

له دې سره د 'ثبات او هم‌پالنې' ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله د ټاکنو خپلواک کمېسیون دا پرېکړه د ولسواکۍ کودتا یاده کړه او ځان‌یې د ټول‌شموله حکومت ولسمشر اعلان کړ.

اوس یو شمېر سیاسي مشرانو د پخواني ولسمشر حامد کرزي او جهادی مشر عبدرب الرسول سیاف په ګډون دې هڅه کې دي چې دا سیاسي بحران حل او دواړه مشران یوې هوکړې ته ورسوي.

افغان حکومت بیا د 'ثبات او هم‌پالنې' ټاکنیزې ډلې له‌خوا د ټول‌شموله حکومت طرحې د جزئیاتو په تړاو وایي چې دوی به ټول‌شموله حکومت لپاره د واک وېش د هېواد شته قوانینو او اصولو پر بنسټ کوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند لطیف محمود
د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند لطیف محمود

په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند لطیف محمود د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "موږ د یو ټول‌منلي او په هېواد کې د پیاوړي سیاسي حکومت غوښتونکي یو، هغه حکومت چې د ټول افغان ملت په خوښه او د دوی د ارادې پر بنسټ رامنځته شوی وي. د قدرت په جوړښت کې به مشارکت د هېواد شته قوانینو او اصولو پر بنسټ موږ ته د منلو وي، د یو دولت د جوړښت فلسفه خپلو خلکو ته د خدماتو وړاندې کول دي او موږ یو ټول‌شموله او ټول‌منلي حکومت باندې باور لرو."

له دې وړاندې د ولسمشر غني له‌خوا د لوړې مراسمو ترسره کېدو وروسته ښاغلي غني د راتلونکې کابینې لپاره یو شمېر کسان وګمارل، خو د سیاسي جوړجاړي لپاره جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د پخواني ولسمشر مرستیال یونس قانوني او د سولې عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي له ولسمشر غني څخه د کابینې د غړو ګمارلو لړۍ درولو غوښتنه وکړه او له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله‌یې وغوښتل چې سیاسي جوړجاړی وکړي.

ولسمشر غني له عبدرب الرسول سیاف او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د لیدلو پر مهال
ولسمشر غني له عبدرب الرسول سیاف او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د لیدلو پر مهال

د سیاسي جوړجاړي موده تر نامعلومې نېټې غځېدلې، خو د دواړو لورو په وینا تر اوسه هېڅ کومې هوکړې ته نه‌دي رسېدلي.

XS
SM
MD
LG