د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

ارګ د کابینې د غړو ګمارنه د ۵ ورځو لپاره وځندوله


ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ
ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کابینې د غړو ګمارنه د اوس لپاره درولې ده.

ارګ وايي ولسمشر د هېواد د سیاسي مشرانو په غوښتنه امر کړی چې د کابینې د نویو غړو ګمارنه تر پنځو ورځو ودرېږي څو د سیاسي خبرو لپاره لا ډېر فرصت رامنځته شي.

د افغانستان جمهوري ریاست، ارګ ماڼۍ پرون یکشنبه «۱۳۹۹ کال د وري ۱۷» اعلان وکړ چې، "د هېواد د سیاسي مشرانو په غوښتنه، د افغانستان جمهور رئیس هدایت ورکړ چې د کابینې د نویو غړو ګمارنه تر پنځو ورځو ودرېږي، څو د سیاسي خبرو اترو لپاره لا ډېر فرصت رامنځته شي."

دا خبره د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال هم بېګا په یوه لنډ پیغام کې ازادي راډیو ته وکړه.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال
د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال

هغه زیاته کړه: "د افغانستان جمهور رئیس هدایت ورکړ چې د کابینې د نویو غړو ګمارنه باید تر پنځو ورځو پورې ودرېږي. تر څو د سیاسي خبرو اترو لپاره لا ډېر فُرصت رامنځته شي."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په وروستیو څو ورځو کې محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو، عبدالهادي ارغندېوال د مالیې او طاهر زهیر د اطلاعاتو او فرهنګ د سرپرستانو او نوماند وزیرانو په توګه معرفي کړل.

دغه‌شان د ولسمشر له‌خوا ایوب سالنګي د سیمه‌ېیزو ارګانونو مالي او اداري مرستیال، داوود سلطان‌زوی د کابل ښاروال او عبدالوحید قتالي د هرات د والي په توګه معرفي شوي دي.

د افغانستان جمهور رئیس یکشنبه څو ساعته وروسته له هغه د یوې لنډې پنځه ورځنۍ مودې لپاره د خپلې نوې کابینې د معرفۍ د ځنډولو امر وکړ چې یو شمېر مطرحو سیاسي څېرو له هغه دا غوښتنه وکړه.

د افغانستان څلورو مطرحو سیاستوالو پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي رهبر عبدرب الرسول سیاف، محمد یونس قانوني او د سولې عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي ویلي چې هڅه کوي محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله سیاسي جوړجاړي ته ورسېږي.

حامد کرزي او عبدرب الرسول سیاف د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د لانجو د هواري لپاره له اول سره هڅه کوله او تازه ښاغلی قانوني او ښاغلی خلیلي هم ورسره یوځای شول.

دوی یکشنبه په یوه ګډه اعلامیه کې له افغان ولسمشر د مقرریانو د ځنډ غوښتنه کړې وه او هم‌یې له ښاغلي عبدالله غوښتي و چې تفاهم ته د رسېدو لپاره باید ټاکلې موده وغځوي.

عبدالله عبدالله د ارګ تر اعلان وختي په خپله فېس‌بوک پاڼه لیکلي و چې د یادو رهبرانو له وروستۍ اعلامیې هرکلی کوي او د خبرو لپاره د مودې په غځولو له دوی سره د سیاسي کړکېچ د حل لپاره همکارۍ ته چمتو دی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د مارچ په ۹مه د دوهمې دورې لپاره د ولسمشر په توګه لوړه وکړه او هاخوا عبدالله عبدالله په سپېدار ماڼۍ کې ځان د ټول‌شموله حکومت جمهور رئیس اعلان کړ او لوړه‌یې وکړه. عبدالله د انتخاباتو نتیجه نه‌وه منلې او تور یې لګولی و چې له درغلیو ډکه ده.

له دې سره سره چې افغان سیاستوال د سیاسي لانجو د حل لپاره د هڅو خبره کوي له روانې وضعې نړیوال په تېره بیا امریکا په وار وار ناخوښي ښودلې.

د جَنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیالې الېس ولز یکشنبه سهار وختي په خپل ټویټرپاڼه لیکلي و چې په افغانستان کې روان سیاسي وضعیت د دې هېواد نړیوالو تمویلوونکو ته د منلو وړ نه‌دی.

هغې ټینګار کړی چې نړیوالې مرستې له یوه ټول‌شموله حکومت سره ګډون ته اړتیا لري او موږ ټول باید افغان رهبران د حکومتوالۍ یوه چوکاټ ته، حساب ورکوونکي وګرځوو.​

ولز: که افغان مشران روان بحران حل نه‌کړي، اړيکې به دوام ونه‌کړي

اغلې ولز یکشنبه د ورځې په پای کې بیا یو بل ټویټ هم کړی و او لیکلي يې و چې "د بین‌الافغاني خبرو د پيل لپاره د افغان حکومت له لوري د یوه ټول‌شموله پلاوي له اعلانه د نړیوالې ټولنې د پراخ ملاتړ هرکلی کوم. ناټو، اروپايي ټولنه، د اسلامي همکاریو سازمان، جرمني، هند، ازبکستان، پاکستان او نورو ټولو له دې مهم اقدامه د ملاتړ غږ پورته کړی."

د انتخاباتو د نتیجې تر اعلان وروسته د بین‌الافغاني خبرو لپاره د یوه ټول‌شموله ټیم اعلان چې عبدالله عبدالله هم منلی ظاهراً د ولسمشر اشرف غني او د پخواني اجرائیه رئیس د سلا یوازنۍ بېلګه ده.

XS
SM
MD
LG