د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۸

عبدالله عبدالله د ولسمشر غني له لوري د سولې مديريت سپارلو وړانديز رد کړ


ارشيف
ارشيف

پخواني اجراییه رییس عبدالله عبدالله ټیم د ولسمشر محمد غني له لوري عبدالله ته د سولې د مدیریت او زعامت سپارلو وړاندیز رد کړ.

د پخواني اجراییه رییس عبدالله عبدالله ټیم وايي، چې د ولسمشر غني له لوري عبدالله ته د سولې د عالي شورا د زعامت او مدیریت شوی وړاندیز دوی ته په هېڅ صورت د منلو نه دی.

د دغه ټیم ارشد غړي نور رحمان اخلاقي ازادي راډیو ته وویل محمد اشرف په داسې موقف کې نه ده چې دا ډول وړاندیزونه دې مطرح کړي.

نور رحمان اخلاقي
نور رحمان اخلاقي

هغه زیاته کړه: "دا چې ښاغلي غني مشروعیت نه لري، په داسې مقام کې نه دی، چې چا ته دې وړاندیز وکړي، کله چې منځګړي راغلل، څو دغه قضیه هواره کړي، دا زمینه چمتو شوه، څو له یوې سوله ییزه لارې چې په هغه کې عدالت تامین شوی وي، ستونزه حل شي، خو ښاغلي غني له دې فرصت ناوړه استفاده وکړه."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، تېره ورځ په ارګ کې د ولسي جرګې د اداري پلاوي او د دغې جرګې د کمېسیونونو د رئیسانو سره د خبرو پرمهال چې نن جمعه خپرې شوې وویل چمتو دی چې د سولې پروسې مدیریت او زعامت عبدالله ته وسپاري.

ولسمشر غني
ولسمشر غني

هغه زیاته کړه: "د سولې عالي شورا دې ایجاد شي، عبدالله عبدالله دې د دغې شورا زعامت، مدیریت او ریاست په غاړه واخلي، پروتوکول به يې د ولسمشر د یو مرستیال د پروتوکول په څېر وي امنیتي امکانات، بودجه یې د تصمیم نیونې شېوه یې د بحث وړ دي، بشپړ انعطاف لرم."

دا وړاندیز داسې مهال کیږي چې په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد له افغان سیاستوالو غوښتي، چې یو ټول شموله حکومت دې جوړ کړي.


د امریکا په ګډون د نړۍ د هېوادونو له هڅو سره په خوا کې افغان سیاستوالو هم هلې ځلې پیل کړې، څو د عبدالله عبدالله او ولسمشر غني ترمنځ جوړه وکړي.

له دې وړاندې ولسشمر محمد اشرف غني د لوړې له مراسمو سره یو ځای عبدالله عبدالله د ټاکنو پایلې ونه منلې او نوموړي هم د ټول شموله حکومت په نامه د سوګند یاد کړ.

د رامنځ ته شوې ستونزې د حل په هدف د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو کابل ته راغی، خو د ستونزې په هواري کې بریالی نه شو.

د مایک پمپیو له دې ناکامې هڅې سره امریکا اعلان وکړ، چې له افغانستان سره کېدونکې یو میلیارد ډالره مرستې ځنډوي.

د افغانستان د حراست او ثبات د شورا ویاند مسعود ترشتوال له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، تر دې دمه دغو هڅو نتیجه نه ده ورکړې، خو ولسمشر غني او عبدالله له ستونزو څخه د راتلو لپاره انعطاف ښکاره کړی.

XS
SM
MD
LG