د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

'د غني او عبدالله ترمنځ د رامنځته شوې لانجې د حل په خبرو کې پرمختګ شوی'


ارشیف
ارشیف

د عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني ترمنځ د سیاسي کړکېچ د هوارولو لپاره یو شمېر سیاسي څېرې وايي، د یکشنبې په شپه په جلا جلا ډول له دواړو سره د لیدو پر مهال په خبرو کې پرمختګ رامنځته شوی دی.

د سولې د مذاکراتو د نه روښانېدو په تړاو له اندېښنو سره سره سیاسي کړکېچ بل هغه ګواښ دی چې، افغانستان ورسره لاس او ګریوان دی.

جهادي مشرعبدالرب الرسول سیاف، د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی، محمد یونس قانوني او محمد کریم خلیلي هغه سیاسي څیرې دي چې هڅې کوي د عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني تر منځ کړکېچ پای ته ورسوي.

محمد کریم خرم ازادي راډیو ته وویل، له حامد کرزي سره د عبدالله عبدالله او محمد اشرف ناسته، له تېرو ناستو په پرتله ښه وه او هغه څه چې په دغه ناسته کې مطرح شول، هیله بخښونکي دي خو ده په دې اړه ډیر جزئیات ورنه کړل.

د ښاغلي خرم په خبره په دغه ناسته کې د عبدالله عبدالله یوه غوښتنه سیاسي هوکړه او د مصالحې د عالي شورا جوړېدل وو.

هغه زیاته کړه: "د پرونۍ شپې د ناستې نتیجه ښه وه، څه چې پرون شپه وویل شول، هیله بخښونکي و، نسبتاً پرمختګ شوی دی، د عبدالله عبدالله غوښتنه لکه څنګه چې پخپله یې هم وویل دانه ده چې، ډېر ژر دې اساسي قانون بدل شي، د ده غوښتنه د تفاهم رامنځته کېدل او سیاسي هوکړه ده، که دواړه لوري هوکړې ته ونه رسېږي، پایلې به یې د هېواد لپاره ناوړې وي."

د سولې د خبرو د برخه لیک د نه څرګندېدو او د کرونا ویروس د خپرېدو ترڅنګ، د حکومت د جوړولو د ځانګړتیا پر سر د دوو سیاسي رقیبانو ترمنځ کړکېچ یوه بله اندېښنه ده.

د عبدالله عبدالله د ویاند مرستیال امید میثم ازادي راډیو ته وویل: "فرصت مو برابر کړ چې خبرې اترې دوام وکړي او سیاسي بحران ته د حل لارې پیدا شي، مشرانو هڅې تیزې کړي هیله مند یو چې د ملي ګټو په اډانه کې د یو میکانېزم او لوی سیاسي مصلحت لپاره وي او د خلکو رڼې او رښتینې رایې په کې رعایت شي او نتیجې ته ورسیږو او کومې اندېښنې چې د سیاسي کړکېچ او بحران نه رامنځته شوي حل شي."

امید میثم
امید میثم

له دې سره سره ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، منځګړو څېرو لکه عبدالرب الرسول سیاف او حامد کرزي له ولسمشر محمد اشرف غني سره لیده کاته نه دي کړي.

د ولسمشر سلاکار وحید عمر په دې اړه چې د دغو لیدو کتو نتیجه څه وه وویل، په دې هکله خبرې روانې دي خو اوس د حکومت لومړیتوب، د کروناویروس د خپرېدو مخنیوی دی.

وحید عمر
وحید عمر

عمر زياته کړه: "زه ډیر کشمکش نه وینم، ځینې کسان یوځای او ځینې بل ځای يو له بله سره ویني، رئیس صاحب هم له ځینو کسانو سره ویني او خبرې ورسره کوي، کوم کشمکش چې موږ ورته بحران ووایو داسې څه نه وینو خو له هرې خوا هڅې روانې دي چې ټول سیاسیون خپلو مسوولیتونو ته متوجه شي. او کوم محترمین چې تاسي وویل، له رئیس صاحب سره يې نه دي لیدلي."

وروسته له هغې چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون محمد اشرف غني د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ خو عبدالله عبدالله دغه نتایج ونه منل او ده هم ځان د ټاکنو وړونکى اعلان کړ.

د دغو کړکیچونو په لړ کې، له یادو سیاسي رقیبانو سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر لیدو کتو هم نتیجه ورنه کړه او له افغانستان سره یې د یو میلیارد ډالرو د مرستو د کمولو خبر ورکړ.

په داسې حال کې چې عبدالله عبدالله د دغو مرستو د کمېدو د ناوړ پایلو په اړه خبرداری ورکړ او د ښاغلي غني لخوا یې د سیاسي تفاهم د ردېدو په هکله خبرې وکړې، ولسمشر غني بیا وویل چې دا به په کلیدي برخو منفي اغېز ونه کړي او دا یې هم وویل چې، عبدالله عبدالله په یوه شپه کې داساسي قانون د بدلون غوښتونکی دی او دا هغه څه دي چې د ده په خبره د منلو وړ نه دي.

XS
SM
MD
LG