د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

د مصالحې عالي شورا ۶۲ کسیز نوم‌لړ؛ 'عبدالله ته د مشرۍ وړاندیز شوی'


د مصالحې عالي شورا د غړو نوم‌لړ چې ازادي راډیو ته رسېدلی دی.
د مصالحې عالي شورا د غړو نوم‌لړ چې ازادي راډیو ته رسېدلی دی.

د مصالحې عالي شورا ۶۲ غړو نوم‎لړ ازادي راډيو ته رسېدلی.

ازاډي راډیو داسې یو نوم‎لړ ترلاسه کړی چې د ولسمشر غني په ګډون د مصالحې عالي شورا د ۶۲ غړو نومونه په‎کې شامل دي.

ازادي راډيو داسې معلومات هم وموندل چې د دغې شورا د مشرۍ لپاره عبدالله عبدالله ته وړاندیز شوی دی. که عبدالله عبدالله دا وړاندیز ونه‎مني، نو ولسمشر محمد اشرف غني به د یادې شورا مشري کوي.

د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې مشر ګلبدین حکمتیار نوم هم په دغه نوم‎لړ کې شامل دی.

د سولې او اسلامي عدالت ډلې او حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار.
د سولې او اسلامي عدالت ډلې او حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار.

د دغې ډلې ویاند فضل غني حقمل د چهارشنبې به ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۱۳» ازادي راډيو ته وویل چې په دې اړه ښاغلي حکمتیار هم طرحه وړاندې کړې وه.

ښاغلی حقمل زیاتوي: "د مصالحې عالي شورا تأسیس د حزب اسلامي د امیر ګلبدین حکمتیار له غوښتنو څخه وه، زموږ له نظره د دغې شورا د جوړولو لپاره تر ټولو ښه معقول‌ترینه او عملي کوونکي طرح دا وه چې څلور مجموعې (د دولت جوړونکي ټيم، د سولې او اسلامي عدالت ټيم، ثبات او هم‌پالنه او د حنیف اتمر او مخکېني ولسمشر حامد کرزي مجموعه) د مصالحې عالي شورا اصلي اړخونه وګڼل شي، یعنې د مصالحې شورا د دغو څلورو ټيمونو د رهبرانو نه جوړه شوې وي."

ښاغلی حقمل وايي، دا شورا دې د سولې اړوند ټولو پرېکړو لپاره عالي مرجع وي.

ازادي راډيو ته د مصالحې عالي شورا رسېدلي نوم‎لړ کې د عبدرب رسول سیاف، حامد کرزي، عبدالله عبدالله، سرور دانش، عبدالرشید دوستم، ګبلدین حکمتیار، محمد یونس قانوني، محمد حنیف اتمر، محمد کریم خلیلي، محمد محقق، فضل‎الهادي مسلمیار، عطا محمد نور او ګڼ شمېر نورو سیاستوالو نومونه شامل دي.

د مصالحې عالي شورا نوم‌لړ
د مصالحې عالي شورا نوم‌لړ

د معلوماتو له مخې، د مصالحې عالي شورا د سولې اړوند پرېکړو، واحد دریځ، طرحو وړاندې کولو، له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د مرکچي پلاوي د ټاکلو لپاره جوړه شوې ده.

په دغه نوم‎لړ کې شامل یو شمېر کسان وايي چې په دې اړه هېڅ معلومات نه‎لري، خو ځيني نور بیا وایي چې دا شورا دې د سولې په اړه د پرېکړو ښه مرجع وګرځي.

په دې نوم‎لړ کې له شاملو کسانو محمد محقق، فوزیه کوفي، عبدالحکیم منیب او کبیر رنجبر سره مو اړیکې ونیولې، دغو کسانو یې په اړه بې‎خبري وښوده.

او د دغه لېست ډېریو نورو غړو بیا زموږ اړیکو ته ځواب ونه‎وایه.

دغه‎شان هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم ولرو، خو ارګ په دې اړه خبرې کول د سولې په چارو کې د دولت وزارت مسؤلیت وګاڼه او د نوموړي وزارت مسؤلینو هم په دې اړه د ازادي راډیو اړیکه ځواب نه‎کړه.

خو په افغانستان کې د مطالعاتو د امریکايي انسټټیوټ رئیس عمر شریفي وايي چې په دغه نوم‎لړ کې شامل کسان د افغانستان د ټولو قشرونو په ځانګړي ډول د مدني ټولنې د استازو او بشري حقونو د ملاړو استازیتوب نه‎شي کولای.

ښاغلی شریفي زیاتوي: "یوه لویه کټه‌ګوري خلک چې د ۲۰۰۱ کال وروسته په افغانستان کې سر راپورته کړی او چې د ارزښونو، د اعتماد او اعتقاد موضوع رانغاړي چې مدني حقونه، د بشر حقونه او د ښځو حقونه په‌کې شامل دي، زه په دې اړه فکر کوم چې دا به په دې لېست کې څنګه انعکاس پیدا کوي."

وحید عمر
وحید عمر

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ولسمشر د ستراتېژیکو او عامه اړیکو سلاکار وحید عمر ویلي و چې د مصالحې عالي شورا د جوړېدو په برخه کې پرمختګ شوی او دغه شورا به له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو لپاره کرښې ټاکي.

افغان حکومت ویلي و چې د دې شورا صلاحیتونه به هم حکومت ټاکي.

XS
SM
MD
LG