د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

امریکا: موازي حکومتونه به د افغانستان خلک زیانمن کړي


د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د عبدالله عبدالله چې ځان‌‎یې ولسمشر اعلان کړی د لوړې مراسم.
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د عبدالله عبدالله چې ځان‌‎یې ولسمشر اعلان کړی د لوړې مراسم.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي موازي حکومتونه به د افغانستان خلک زیانمن کړي.

امریکا یو ځل بیا ټينګار کوي چې افغان رهبران (ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله چې ځان‌یې ولسمشر اعلان کړی) دې سره تفاهم ته ورسېږي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا برخې لپاره سرپرست مرستیالې الېس پر خپله ټویټرپانه لیکلي، موازي حکومتونه د افغانستان خلکو ته زیان رسوي، افغان رهبران باید ملي یووالی وساتي او د حاکمیت پر سر رامنځته شوی خنډ باید پای ته ورسېږي.

له دې سره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هم په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، اوس‌یې وخت دی چې افغانان باید سره جوړجاړی وکړي، خپل‌منځي اختلافات حل او هغه سیاسي کړکېچ چې د انتخاباتو د دوو تحلیف‌غونډو له امله رامنځته شوی لیرې کړای شي.

زلمي خلیل‌زاد لیلکي دغه سیاسي کړکېچ به د افغانانو امنیت ته زیان ورسوي او افغان سیاستوال دې د کرونا ویروس جدي ونیسي او د خلکو ژوند ته دې لومړیتوب ورکړي.

ښاغلي خلیل‌زاد اوس هم د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي تفاهم په هدف منځګړیتوب کوي.

له دې سره د عبدالله عبدالله د ټیم یو غړي دین محمد د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۲۹» ازادي راډيو ته وویل د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد یو ځل بیا کابل ته راغلی او تېره ورځ‌یې له عبدالله عبدالله سره د سیاسي تفاهم په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلی دین محمد زیاتوي: "تر دې مخکې چې خبرې شوې وې دا وې چې د انتخاباتو له لارې نه، بلکې د سولې تر راتګه محمد اشرف غني دې په خپل ځای (ولسمشر) او عبدالله عبدالله دې هم په خپل موقف (اجرائیه رئیس) وي، د دې لپاره عبدالله عبدالله د خپل موقف د ضمانت لپاره له نړیوالو همکاري غوښتې چې امتیازات ترې وانه‌خیستل شي، په ټوله کې موږ په دې باور یو چې یو سیاسي تفاهم به وشي."

د عبدالله عبدالله ټیم غړی دین محمد
د عبدالله عبدالله ټیم غړی دین محمد

هڅه مو وکړه په دې اړه د افغانستان د جمهوري ریاست نظر هم ولرو، خو دوی تر دې دمه په دې اړه ازادي راډیو ته څه نه‌دي ویلي.

تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د یو شمېر امریکایي استازو او چارواکو او مخکېني ولسمشر حامد کرزي او جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف له‌خوا د محمد اشرف غني او عبدالله عبالله ترمنځ د جوړجاړي ټینګار شوی دی.

د سیاسي چارو پوه داوود مایار بیا په دې باور دی چې که د دواړو لورو ترمنځ تفاهم وشي بریالی حکومت به وي.

داوود مایار
داوود مایار

ښاغلی مایار وايي: "هغه وخت به یو پیاوړی حکومت رامنځته شي چې د ټولنې ټولو نورو اقشارو ترڅنګ موافق او مخالف لوري په حکومت کې ونډه ولري که دا د حکومت په چوکاټ کې وي او که د اپوزېسیون، ظاهراً ولسمشر غني په دې قانع دی چې حاکمیت تأمین وي او ټول اړخونه په حکومت کې خپله ونډه ولري."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له‌خوا د نتایجو د پایلو په اعلان سره د ولسمشرۍ د انتخاباتو ګټونکی اعلان شوی، خو انتخاباتي سیال‌یې عبدالله عبدالله دا پایلې نه‌مني او وايي د پاکو رایو له مخې يې ټاکنې ګټلي او ځان‌یې د ټول‌شموله حکومت ولسمشر اعلان کړی چې د لوړې مراسم‌یې هم له ښاعلي غني سره په یو ورځ ارګ سره جوخت په سپېدار مانۍ کې ترسره کړل.

XS
SM
MD
LG