د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۱

رحمت‌الله نبیل:‌ په شمالي ولایتونو کې وسلې ویشل کېږي


رحمت‌الله نبیل
رحمت‌الله نبیل

د ملي امنیت پخوانی ريیس رحمت الله نبیل وايي، د افغانستان په شمالي ولایتونو کې یو شمېر کسانو ته وسلې وېشل کېږي.

ښاغلي نبیل د دوشنبې په ورځ کابل کې یوې خبرې غونډه کې د سولې پروسې ته اشاره وکړه او ویې ویل، که د سولې پروسه ناکامه شي، په افغانستان کې به نورې ډلې فعالیت پیل کړي او نیابتي جګړې به دوام وکړي.

د ملي امنیت پخوانی ريیس رحمت الله نبیل په کابل کې د یوې غونډې پر مهال په هېواد کې د روان سیاسي کړکېچ د دوام له کبله اندېښنه وښوده.

ښاغلی نبیل وايي، د سولې د خبرو لپاره یو مثلث جوړ شوی چې هره ډله یې غواړي د سولې پروسه په لاس واخلي.

دی زیاتوي، د سولې پروسې ښکېلې خواوې رښتینې نه دي او حکومت هم هغه ډول مشروعیت نه‌ لري، څو د سولې پروسه کې د خلکو استازیتوب وکړي.

خو نبیل خبرداری ورکوي چې په دې ډول وضعیت کې له یوه اړخ سره د طالبانو هوکړه به د سولې پروسه ناکامه کړي.

د ملي امنیت دا پخوانی لوړی پوړی چارواکی د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د وسلو د وېش خبره هم کوي.

هغه وویل: "په شمال کې وسلې یو تعداد په دې خاطر ویشي چې په دوی حق کې بی عدالتي شوي او که چیرې دوی څه اقدامات کوي د یوه تیم پالسي نه ده، اما دا څلویښت کاله دا تاوتریخوالی او وسله هر چا کور کې، بعضې محلي قوماندان او بعضې بهرنۍ کړۍ، او دا وایم چې په شمال ولایتونو کې وسلې ویشل کیږي."

د نبیل په خبره، که د سولې په خبرو کې ټولې خواوې یو لاس نه شي، د سولې بهیر به نه یوازې دا چې بریالی نه شي، بلکې د کورني اختلاف سبب به وګرځي چې له مخې به یې په افغانستان کې د ګاونډیانو نیابتي جګړه دوام وکړي.

خو د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډله چې ځان په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی ګڼي او مشر یې د لوړې مراسم هم کړي وايي، د دوی په کارونو کې د وسلو د وېش پروګرام نه‌شته.

د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا غړی نوررحمان اخلاقي چې د عبدالله عبدالله ملاتړی ازادي راډیو ته وویل، هیله مند دی چې خبره د وسلو تر وېش و نه رسېږي.

د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا غړی نوررحمان اخلاقي
د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا غړی نوررحمان اخلاقي

هغه زیاته کړه: "موږ په دې اړه معلومات نه‌لرو او هیله مند یوو چې د مقابل ټیم دریځ موږ دې کار ته اړ نه کړي."

خو د افغانستان حکومت بیا د ښاغلي نبیل د څرګندونو په اړه ځواب نه ورکوي.

راپور: ګیتي صدیقي

XS
SM
MD
LG