د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۵

دوستم: په راتلونکو ۶ میاشتو کې به له بادغیسه تر بدخشانه ترورېستان نابود کړم


د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم
د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په ټول هېواد او په تېره بیا په شمالي ولایتونو کې حاکم امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

ښاغلي دوستم په مزارشریف کې خپلو پلویانو ته په یوه غونډه کې وویل چې د پسرلي موسم په ګرمېدو سره به د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې د طالب وسله والو جګړه هم زور واخلي او حکومت باید د یادې ترورېستي ډلې په وړاندې عملیات تطبیق کړي.

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال وویل چې د طالب وسله والو د فعالیتونو د محوې لپاره یې یوه شپږ میاشتنۍ طرحه جوړه کړې چې د ولسمشر او امنیت شورا د وروستیو فیصلو وروسته به خپله د جګړې میدان ته ور وډانګي.

ښاغلي دوستم وویل:

"په هېواد کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی، خو تشویش مه کوئ، زه راغلی یم، که ولسمشر او د امنیت شورا فیصله وکړي، په راتلونکو شپږو میاشتو کې به له بادغیسه تر بدخشانه ترورېستان نابود کړم."

عبدالرشید دوستم خپلو پلویانو ته په خبرو کې دا هم وویل چې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې له خبرو حاشیې ته کړل شوی، خو دا کار به سبب نشي چې پاکستان او یا هم طالبان د افغانانو د سرنوشت په اړه تصمیم ونیسي.

ښاغلي دوستم له طالبانو سره د سولې خبرو او په افغانستان کې د موقت حکومت د رامنځته کېدو په اړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان وروستیو څرګندونو په اړه هم تند غبرګون وښود.

جنرال دوستم زیاته کړه:

" هېڅ تشویش مه کوئ، هېڅ اندېښنه باید نه وي، عمران خان د افغانستان لپاره تصمیم نشي نیولی، مونږ دولت یوو، مونږ خو حکومت یوو، که بیخي هم له خبرو او مذاکراتو څخه ایستل شوي یوو، دا خبرې به آسانه کړو، په شپږو میاشتو کې له ۱۵ تر ۱۶ ولایتونه کهله طالبانو آزاد نه کړو، ماته دا ۶۶ کاله عمر بس دی. "

ښاغلي دوستم له خپلو پلویانو وغوښتل چې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره چمتووالی ونیسي او په پراخه پيمانه ګډون وکړي، هغه وویل چې باید تر اتلسو کلونو زیات عمر لورونکي تذکره او د رأیې ورکونې کارتونه ترلاسه کړي.

په داسې حال کې جنرال دوستم په هېواد کې د جګړې د شدت او د نا امنۍ له زیاتوالي خبرې کوي چې همدا اوس مهال د هېواد په ګوټ ګوټ کې افغان ځواکونه له طالب وسله والو سره په جګړه بوخت دي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG