د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

دفاع وزارت: د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې لامل له دفاعي حالته تعرضي ته بدلون دی


آرشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو په حال کې
آرشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو په حال کې

د نوي کال له پیل سره سم افغان امنیتي ځواکونه د وسله‌والو مخالفینو پر وړاندې د جګړې نوی فصل ازمايي.

دغه کال په لومړیو ورځو کې له مرګ ژوبلې هم خالي نه‌و.

هلمند، فاریاب، غزني او بادغیس هغه ولایتونه دي چې په تېره اوونۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو مخالفینو ترمنځ د سختو نښتو شاهدان وو چې په‌کې افغان ځواکونو ته د تلفاتو د اوښتو راپورونه ورکول شوي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد زبیر عارف دغه وسله‌والې نښتې تأييدوي، افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم بولي او وايي چې په وروستیو درېیو ورځو کې د جنګ جګړو له امله وسله‌والو مخالفینو ته بې‌دریغه مرګ ژوبله اوښتې ده.

ښاغلي عارف د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۰۵» ازادي راډیو ته وایي:

"زموږ د تلفاتو کچه په هغه اندازه نه‌ده، په کومه اندازه چې په ټولنیزو رسنیو کې یادېږي، په یو شمېر ولایتونو کې اوس هم جګړه دوام لري، په سنګین کې موږ ۱۰ وژل شوي او ۱۳ ټپيان لرو، زموږ ځواکونه له دفاعي حالته اوس تعرضي حالت ته تللي دي او دا پوځي اصول دي چې په دغسې حالاتو کې به امنیتي ځواکونه تلفات لري، خو د مقابل طرف تلفات له موږ څلور چنده زیات دي."

په وروستیو درېیو ورځو کې د هېواد په یو شمېر سیمو کې د جنګ جګړو له امله د امنیتي ځواکونو د تلفاتو د زیاتېدو په اړه راپورونه ورکړل شول چې اندېښنې يې پيدا کړي.

که څه هم دفاع وزارت وايي چې په هلمند کې د وروستیو نښتو له امله ۱۰ تنه دفاعي سرتېري وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي، خو په ملي شورا کې د هلمند ځیني استازي او د دغه ولایت د ولایتي شورا یو شمېر غړو ویلي دي چې په نادعلي او سنګین ولسوالیو کې نږدې ۶۵ امنیتي او دفاعي سرتېري وژل شوي دي.

د هلمند د والي ویاند محمد عمر ځواک
د هلمند د والي ویاند محمد عمر ځواک

د هلمند د والي ویاند محمد عمر ځواک هم دا مني او وايي چې په سنګین ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښته کې د دوی ځواکونو ته تلفات اوښتي، خو د شمېر په اړه‌یې څه نه‌وايي.

طالبانو ویلي چې په سنګین ولسوالۍ کې یې د امنیتي ځواکونو پر یوې اډې د حملې په نتیجه کې ۵۲ سرتېري وژلي او ۳۱ ټپیان شوي دي، خو دفاع وزارت دغه ادعا بې‌بنسټه ګڼي.

تېره اوونۍ د بادغیس د ولایتي شورا مرستیال افضلي ویلي چې د بادغیس ولایت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په جګړه کې ۵۰ سرتېري وژل شوي او ۸۰ کسان طالبانو اسیر کړي دي.

د افغانستان له یوې بلې شمالي سیمې کاپیسا ولایت نه هم د جګړو خبرونه خپرېږي او ویل کېږي چې طالبانو د دغې ولسوالۍ ځینې سیمې نیولي چې امنیتي ځواکونو ته په‌کې تلفات اوښتي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر اوسه د دوی د پسرلنيو عملیاتو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو لیدل کېږي چې د هېواد په یو شمېر سیمو کې د دوی حملې ډېرې شوې دي.

ارشیف، د پکتیا په یوه ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو ځيني غړي
ارشیف، د پکتیا په یوه ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو ځيني غړي

د پوځي چارو ځیني پوهان وايي، هر کله چې طالبان د خپلو پسرلنیو عملیاتو لپاره تیاری کوي، حکومت د دې پر ځای چې تدابیر ورته ونیسي، ډېر پام د سولې پروسې ته اړوي.

د دغو کارپوهانو له ډلې محمداګل مجاهد ټینګار کوي چې د دفاع وزارت له‌خوا دې د عملیاتو مدیرت ته تجربه شوي کسان وګماري او دغه وزارت دې له سیمه‌ییزو مسؤلینو سره په همغږۍ مخ ته ولاړ شي.

ده وویل:

"خونړی کال مو تېر کړ، خو دغه وضعیت ته په کتو که حکومت دفاعي او امنیتي ځواکونو ته پام ونه‌کړي، بل کال به مو له دې هم خونړی وي، ځکه له یوې خوا طالبان له پاکستان، چین او ځینو نورو هېوادونو پوځي مرستې ترلاسه کوي او له بلې‌خوا له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې مخ په کمېدو دي."

ښاغلی مجاهد وړاندیز کوي چې امنیتي ځواکونه باید له دفاعي حالته تعرضي حالت ته واوړي او دفاع وزارت دې د تجهیزاتو برابرولو ته اقدام وکړي.

تازه ولسمشر غني که څه هم نوم نه‌دی اخیستی، خو وايي چې د وروستیو حملو د زیاتوالي هدف امتیاز اخیستنه ده.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG