د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

په بېلابېلو ولایتونو کې د ناامنۍ په اړه د ولسي جرکې د دفاعي کمېسیون اندېښنه!


د افغانستان د ولسي جرګې دفاعي کمېسیون یو شمېر غړي په بېلابېلو ولایتونو کې د ناامنۍ په زیاتېدو اندېښنه څرګندوي.

د دغې جرګې د دفاعي کمېسیون غړي وايي، په دې وروستیو کې د شمالي ولایتونو تر څنګ د کابل په کاونډيو ولایتونو کې هم د ناامنیو پېښو او د وسله‌والو مخالفینو حملو زرو اخیستی چې د سیمې خلک‌يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د دفاعي کمېسیون یوه غړي خالد پشتون د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۲۰» ازادي راډيو ته وویل چې وسله‌وال طالبان غواړي چې د انتخاباتو په رانږدې کېدلو سره حکومت او نړیوالې ټولنې ته خپل زور وښيي او دغه پروسه له ستونزو سره مخ کړي.

خالد پشتون
خالد پشتون

دی وایي:

"شمالي ولایتونه، په ځانګړي ډول سرپل او شااوخوا ولسوالۍ يې تر سخت ګواښ لاندې دي، له څو ورځو راهیسې سختې حملې پرې روانې دي، په هملند کې او میدان وردګ کې هم اندېښنې شته او داسې ښکاري چې که حکومت پاملرنه ونه‌کړي، نو د هرې ورځې په تېرېدو سره شاید وضعیت نور هم خراب شي، دا هغه څه دي چې خلک‌يې په اندېښنه کې اچولي دي."

ښاغلي پشتون له حکومت او نړیوالې ټولنې غواړي چې دغه حالت ته جدي پاملرنه وکړي، ترڅو د خلکو ژوند خوندي او راتلونکي انتخابات په شفاف ډول ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د شمالي ولایت سرپل سیمه‌ییزو چارواکو خبر ورکړ چې د دغه ولایت پر مرکز وسله‌والو طالبانو حمله کړې او د دواړو لورو ترمنځ نښتې روانې دي.

د دې تر څنګ بیا په همدغه ورځ د میدان وردګ ولایت د دايمیرداد پر ولسوالۍ هم وسله‌والو طالبانو ډله‌ییز برید وکړ چې له امله‌يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله واوښته.

په وروستیو څو ورځو کې د مرکز کابل په ګډون په بغلان، کندز، سرپل، هرات، سمنګان، فراه او میدان وردګ ولایتونو کې د وسله‌والو د حملو راپورونه ورکړل شوي دي.

په ورته وخت کې د یو شمېر ولایتونو د ولایتي شورا غړي وايي، که افغان حکومت د امنیت د ټینګښت په برخه کې هلې ځلې جدي نه‌کړي، د وسله‌والو د واک ساحه به نوره هم پراخه شي.

د میدان وردګ د ولایتي شورا غړي شریف‌الله هوتک ازادي راډيو ته وویل چې په وروستیو کې د دغه ولایت د مرکز د سقوط په اړه اندېښنې ډېرې شوي او افغان حکومت باید د میدان وردګ ولایت امنیت ته جدي پام واړوي.

دی زیاتوي:

"په شته امکاناتو په میدان وردګ ولایت کې امنیت ته رسېدنه ډېره سخته ده، تر کومه چې مرکزي حکومت د دې ولایت د امنیت لپاره سمه ستراتېژي ونه‌لري، په اوسنیو حالاتو کې د میدان وردګ د خلکو اندېښنې مخ په زیاتېدو دي."

د دې تر څنګ د لوګر د ولایتي شورا رئیس حسیب ستانکزي هم ازادي راډيو سره په خبرو کې د لوګر ولایت د امنیت په اړه اندېښنه ښکاره کړه، خو نوموړي وویل چې سیمه‌ییز خلک به اجازه ورنه‌کړي چې وسله‌وال مخالفین د یاد ولایت کومې سیمې ته سقوط ورکړي.

د افغانستان دفاع وزارت بیا په یو شمېر ولایتونو کې امنیتي ستونزې مني، خو وايي چې په بېلابېلو ولایتونو کې د وسله‌والو پر ضد ۱۲ پوځي عملیات روان دي چې ښه نتیجه‌یې ورکړې ده.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

د دې وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادي راډيو ته وویل:

"ستونزې شته، خو په وړاندې یې زموږ ملي اردو د پولیسو او د ملي امنیت په ملاتړ ټولو سیمو ته ځواکونه استولي او هغه سیمې چې ګواښونه په‌کې لوړ دي، هلته کمانډو ځواکونه استول شوي او په مېړانه د دښمن په وړاندې جنګېږي چې لاسته راوړنې هم لرو."

د افغانستان د مشرانو جرګې غړو هم د سې شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د بېلابېلو ولایتونو ناامنیو ته په اشارې سره ویلي چې حکومت باید د دغې ستونزې د دایمې حل لپاره ستراتېژي جوړه او د عملي کېدو لپاره‌يې بېلابېلو امکاناتو ګټه واخلي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG