د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۹

د ناټو ملکي استازی: غني او عبدالله دې جوړجاړی وکړي


محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله
محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کی وايي، هغه ډول چې نړۍ د کرونا وایروس له بحران سره مخ ده، په افغانستان کې هم یو سیاسي بحران روان دی.

په لومړي ځل یو لوړ پوړي بهرني ډیپلوماټ په نړۍ کې د کرونا وایروس له کبله را پورته شوی بحران، په افغانستان له سیاسي بحران سره تشبیه یا پرتله کړی دی.

په افغانستان کې د ناټو سازمان ملکي استازی نېکولاس کی نن شنبه په یوه لنډ ویډیویي پیغام کې چې په خپله ټویټرپاڼه پیغام یې خپور کړی ویلي، نړۍ د کرونا وایروس له بحران سره مخ کړې، خو په همدې شکل په افغانستان کې سیاسي بحران روان دی.

ښاغلی کی زیاتوي، دا د حیرانۍ خبره ده چې افغان سیاسي مشران د خپلو اختلافونو ختمولو لپاره یوه حل لار نه شي موندلای.

هغه زیاته کړه: "په افغانستان کې سیاسي بحران دی او دا ډېره د حیرانۍ وړ خبره ده چې سیاسي رهبري دې ته حل لاره نه‌شي پیدا کولای چې څنګه اختلافات له‌منځه یوسي او هېواد یو موټی کړي، دوی باید د روغتیا او سولې په برخه کې کار وکړي، زه په دواړو خواوو غږ کوم چې خپلو سیاسي اختلافاتو ته د حل لاره پیدا کړي. "

د ناټو ملکی استازی داسې مهال پر افغان سیاسیونو د یووالي غږ کوي چې لا هم ولسمشر محمد اشرف غني نه دی توانېدلی چې ډاکتر عبدالله عبدالله قانع کړي، څو د ټول شموله یا ټول‌ګډونه حکومت په نوم د موازي ادارې له جوړېدو لاس په سر شي.

خو ارګ وايي، دوی د ټولو ستونزو حل په خبرو کې ویني.

د ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی د ستونزې د حل لپاره د خبرو وړاندیز کوي.

د ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال
د ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال

هغه وویل: "زموږ غوښتنه دا ده چې ټول ستونزې باید د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې حل شي، هیڅ داسې ستونزه نه‌شته چې حل لار و نه لري، ولې د ټولو ستونزو د حل لار مذاکرات او خبرې اترې دي، له همدې کبله موږ پر ټولو اړخونو غږ کوو چې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي. "

بل‌خوا بیا یو شمېر افغان سیاسیون د کریم خلیلي په کور کې یوځای شوي او پر سولې او روان سیاسي کړکېچ یې بحث کړی دی.

سوله او د روان سیاسي کړکېچ حل د دې ناستې د بحث اصلي اجنډاوې وې
سوله او د روان سیاسي کړکېچ حل د دې ناستې د بحث اصلي اجنډاوې وې

په دې غونډه کې مخکنی ولسمشر حامد کرزی، عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار، کریم خلیلي، محمد محقق، انوارالحق احدي، صلاح الدین رباني، سید حامد ګیلاني او ځینې نورو ګډون درلود.

د دې غونډې له‌منځه یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، سوله او د روان سیاسي کړکېچ حل د دې ناستې د بحث اصلي اجنډاوې وې.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د موازي حکومت سره مخالفت ښودلی، خو د ستونزې په سیاسي حل یې ټینګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG