د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

خلیل‌زاد: په حکومت کې د عبدالله او د هغه د ټیم د شاملېدو پلوي کوو


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د ولسمشر غني د لوړې مراسمو کې د ګډون پر مهال.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د ولسمشر غني د لوړې مراسمو کې د ګډون پر مهال.

زلمی خلیل‌زاد وايي، امریکا په حکومت کې د عبدالله عبدالله او د هغه د ټیم د شاملېدو پلوي کوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وايي، امریکا د داسې کابینې د جوړولو هڅه کوي چې پراخ ملاتړ ولري او یوه سیاسي لاره پیدا شي.

دی وايي سره له دې چې محمد اشرف غني د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له‌خوا د انتخاباتو وړونکی اعلان شوی، خو امریکا د عبدالله عبدالله اندېښنې هم درک کوي او هڅه کوي د روانې ستونزې لپاره د حل لاره پیدا کړي.

د امریکا او طالبانو "افغانستان ته د سولې راوستلو تړون" د لاسلیک مراسم
د امریکا او طالبانو "افغانستان ته د سولې راوستلو تړون" د لاسلیک مراسم

ښاغلی خلیل‌زاد چې د ولسمشر غني د لوړې له مراسمو نه‌یې څو ورځې مخکې، له طالبانو سره ۱۸ میاشتنۍ خبرې نتیجې ته ورسېدې وايي، اوس‌یې په افغانستان کې د دوو سیاسي رقیبانو ترمنځ د سیاسي حل لارې د موندلو لپاره هڅې پیل کړې دي.

ښاغلي خلیل‌زاد دغه‌راز زیاته کړه، هڅې دا دي چې د دې هېواد کابینه، د خلکو پراخ ملاتړ ولري.

خلیل‌زاد: د هغه حکومت پلوي کوي چې عبدالله او ټیم‌یې په‌کې شامل وي

زلمی خلیل‌زاد زیاتوي: "موږ ډېر فعال وو او یو چې د تفاهم او په افغانستان د داسې کابیې د تشکیل لپاره چې پراخ ملاتړ ولري او عبدالله عبدالله او ټیم‌یې په‌کې شامل وي، پلوي کوو. خو پرې مو ښوده چې د افغانانو، نړیوالې ټولنې او امریکا په مرسته، د دغو دوو ټیمونو ترمنځ هوکړې ته د حل لاره پیدا شي."

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ محمد اشرف غني په ارګ او عبدالله عبدالله په سپېدار ماڼۍ کې هر یوه د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم ترسره کړل.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو پر مهال.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو پر مهال.

محمد اشرف غني د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له‌خوا د ده د بریالیتوب له اعلان وروسته د لوړې مراسم ترسره کړل، خو عبدالله عبدالله چې د انتخاباتو نتایج‌یې ونه‌منل، د لوړې د مراسمو وروسته‌یې وویل، دی د ټول‌شموله دولت ولسمشر دی.

خلیل‌زاد که څه هم وايي چې محمد اشرف غني د ټاکنو خپلواک کمېسیون له‌خوا ګټونکی اعلان شوی، خو زیاتوي امریکا د ډاکتر عبدالله عبدالله اندېښنې هم درک کوي.

عبدالله عبدالله چې ځان‌یې ولسمشر اعلان کړی د لوړې مراسم.
عبدالله عبدالله چې ځان‌یې ولسمشر اعلان کړی د لوړې مراسم.

ښاغلی خلیل‌زاد وايي: "په ورته وخت کې د عبدالله عبدالله اندېښنې هم درکوو، له همدې کبله که څه هم کمېسیون محمد اشرف غني ګټونکی اعلان کړی، د یوه داسې تفاهم لپاره هڅه کوو چې پایله‌یې دواړو لورو ته د منلو وي."

عبدالله عبدالله ته نږدې کسانو بیا په وروستیو کې رسنیو ته ویلي، د ستونزې د حل لپاره‌یې د ارګ پر وړاندې د خبرو دروازې پرانیستې دي.

خو د ارګ او سپېدار ویاندویانو تر اوسه په دې اړه چې ایا د دواړو لورو ترمنځ د لوړې له مراسمو وروسته خبرې شوي او که نه؟ څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG