د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۶

د یوناما ځانګړې استازې د افغان سولې د راتلونکي پړاوونو لپاره دوحې ته رسېدلې


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما ځانګړې استازې دیبرا لاینز
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما ځانګړې استازې دیبرا لاینز

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما ځانګړې استازې دیبرالاینز نن سې شنبه (د کب ۱۹مه) د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلې ده.

یوناما په یوه لنډه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما ځانګړې استازې دیبرالاینز د افغان سولې د راتلونکې پړاونو په اړه د خبرو لپاره دوحې ته سفر کړی دی.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې به په دې سفر کې د افغانستان له مرکچي پلاوي او نړیوالو متحدانو سره د افغانستان د سولې په اړه د ملګرو ملتونو د ملاتړ په څرنګوالي خبرې وکړي.

مېرمن لاینز داسې مهال د قطر پلازمېنې دوحې ته ځي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن جمهور رئیس غني او د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته په لیک کې، د افغانستان د سولې په خبرو کې د ملګرو ملتونو د ونډې په زیاتېدو ټینګار کړی و.

وروستي راپورونه دا هم وايي چې امریکا د افغانستان د سولې لپاره داسې یو پلان جوړ کړی چې په کې د اوسني حکومت ځای لنډمهالی یا مؤقت حکومت نیسي.

خو دا معلومه نه ده چې ایا ملګري ملتونه هم د امریکا له دې پلان ملاتړ کوي او که نه؟

خو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي دا طرحه طالبانو ته سپارلې او له پاکستان سره هم شریکه کړې ده.

ګڼ شمېر پاکستاني رسنیو لیکلي، خلیل‌زاد پرون دوشنبه (د کب ۱۸مه) د پاکستاني پوځ مشر قمر جاوېد باجوه او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق سره کتلي او پر افغان سوله یې ورسره خبرې کړي دي.

په پاکستان کې ځینو رسنیو د حکومتي چارواکو له قوله لیکلي، په‌دې لیدنه کې د افغانستان د سولې نوې طرحه پاکستاني لوري سره شریکه شوې ده.

په ورته وخت کې طالبان هم مني چې زلمي خلیل‌زاد په افغانستان د یو لنډمهالي یا موقت حکومت د راتلو یوه طرحه ورته سپارلې ده.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم نن د سې‌شنبې (د کب ۱۹مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، اوس دوی د دې طرحې په اړه څېړنه پیل کړې ده.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سره له دې چې د یوې طرحې د جوړېدو خبره مني، ولې ټینګار کوي چې دا پروسه باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت مخ‌ته ولاړه شي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وايي،د دې طرحې په اړه څېړنه پیل شوې.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وايي،د دې طرحې په اړه څېړنه پیل شوې.

د دې وزارت ویاند نېډ پراېس پرون په خپل اوونیز کنفرانس کې وویل، امریکا له دې ملاتړ کوي چې په افغانستان کې تل‌پاتې سوله د افغانانو په مشرۍ او مالکیت راشي.

ښاغلي پرایس زیاته کړه: "موږ هڅه کوو چې له ټولو خواوو ملاتړ وکړو. هڅه کوو چې د خپلو نړیوالو متحدانو ترڅنګ نړیوال ملګري یو ځای کړو، څو په افغانستان کې امن، سوله او ثبات تضمین شي او تر څنګ یې د مېرمنو او نجونو لاس‌ته راوړنو سربېره، ټولې لاس‌ته راوړنې خوندي شي، خو دا د افغانانو په مشرۍ او مالکیت پروسه ده چې موږ یې ملاتړ لباره چمتو یوو. "

  • خو ایا دې طرحې په قطر کې د سولې په روانو خبرو اغېز کړی؟

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، په دوحه کې د افغان مرکچي او طالب پلاویو د تماس ډلو ترمنځ د اجنډا د جوړېدو په اړه ناستې لا هم روانې دي.

د دې وزات ویانده ناجیه انوري وايي: "په قطر کې د دواړو خواوو مذاکراتي پلاویو غونډې روانې دي او د دواړو خواوو د تماس ډلې د اجنډا د جوړېدو په اړه غونډې کوي."

د افغانستان حکومت بیا د سولې خبرو بریا د افغانستان د اساسي قانون او د خلکو رایې ته په درنښت کې نغښتې بولي او زیاتوي، هېڅ‌کله به د خپلو خلکو په حقونو معامله و نه کړي.

XS
SM
MD
LG