د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

هشت صبح: انګېرنې دا دي چې امریکایان به دا ځل د افغانستان مسئله یو طرفه کړي


د افغانستان او امریکا ګډ بیرغونه
د افغانستان او امریکا ګډ بیرغونه
  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هغه لیک ته اشاره کړې چې په وروستيو کې د افغان حکومت مشرانو ته استولی دی.

وړاندې راغلي، دغه لیک د افغان سیاسي مشرانو ترمنځ د جمهوریت په حوزه کې د ګڼو اختلافاتو او په دوه برخو د وېشل کېدو لامل شوی.

ورځپاڼې لیکلي که څه هم دغه اختلافات له پخوا موجود وو، خو اوس رسنیز شوي دي.

ورځپاڼې د انتوني بلېنکن لیک په تړاو د ارګ او سپیدار غبرګون اخېستی چې ارګ د بلېنکن لیک باندې نېوکه کړې، خو سپیدار ماڼۍ دغه دریځ ستایلی او هغه یې واقع‌بینانه بللی.

د لېکوال په باور، په افغانستان کې د لنډ مهالی حکومت پلان خورا پراخه شوی او انګېرنې دا دي چې امریکایان به دا ځل د افغانستان مسئله یو طرفه کړي او اشرف غني به واک پرېښودو او انتقالي حکومت ته اړ کړي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي چې ولسمشر غني ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له لیک وروسته داسې ښکارېږي چې حکومت د امریکا له بې ساري فشار سره مخ شوی دی.

وړاندې راغلي، پخوا به اشرف غني د واک د پوره کېدو او نوي ولسمشر ته د واک سپارلو خبره کوله، خو اوس وايي چې له وخت مخکې ټاکنو ته هم حاضر دی.

د لېکوال په وینا دوی اوس غواړي چې لږ تر لږه واکمني یې یو څه وغځېږي او په راتلونکي کې هم ځان ته په واک کې د پاتېدو زمینه برابره کړي.

د لېکوال په وینا، که طالبان او نور اړخونه د امریکا وروستۍ طرحه ومني، نو هرو مرو به دا طرحه عملي کېږي او دا شونې نه ده چې په کابل کې چارواکي داسې مقاومت وکړي چې د امریکا د طرحې د عملي کېدو مخه دې ونیسي.

ځکه په وینا یې چې له یوه اړخه حکومت دا توان نه لري او له بله اړخه یې په ولس کې هم داسې باور بایللی چې خلک به یې تر څنګ ونه درېږي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن د ليک په اړه سرلیکنه کړې ده.

د لېکوال په وینا، بلېنکن هڅه کړې چې افغان حکومت وننګوي او خبرداری ورکړي، که يې د هغوی خبره پر مځکه وغورځوله، د نوييمې لسيزې له برخليک سره به مخ شي.

ورځپاڼې لیکلي، د بلېنکن په ليک کې راغلي چې د افغانستان موضوع بايد په څو اوونيو کې راټوله او په دې هکله د ترکيې په کوربه توب يوه غونډه جوړه او په کې د سولې تړون وروستی شي.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې امريکا دې هڅه نه کوي چې پر افغان حکومت د يوې تحميلي سولې لپاره فشارونه ډېر کړي بلکې په وینا یې جمهوريت د نړيوالې ټولنې د ډېريو هېوادونو ملاتړ لري او په وينا يې نړۍ، د ملګرو ملتونو امنيت شورا او جنيوا د جمهوريت د لاسته راوړنو د خوندي کولو ژمنه کړې ده.

ورځپاڼې همدارنګه لیکلي، افغانستان خپل تاريخي، جيوپوليتيک او ستراتيژيک ارزښت لري چې سوله او ثبات يې نېغ په نېغه پر سيمه او نړۍ اغېزې لري.

XS
SM
MD
LG