د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۴

امرالله صالح: د یوې تنظیمي او دیني استبدادي ډلګۍ واکمني د منلو نه‌ده


د جمهور رئیس غني لومړی مرستیال امرالله صالح
د جمهور رئیس غني لومړی مرستیال امرالله صالح

د جمهور رئیس محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د زلمي خلیلزاد سره په کتنه کې یې ورته ویلي چې د یوې تنظیمي او دیني استبدادي ډلګۍ واکمني د منلو نه‌ده.

ښاغلی صالح وايي، دوی له زلمي خلیلزاد سره کتنه کې د سولې په اړه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پر دریځ بیا تکرار کړی دی.

د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره له لیدنې یوه ورځ وروسته د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۲۶» په خپله ټویټرپاڼه ولیکل: "په دې لیدنه کې د وضعیت ارزونه وشوه او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت اصولي دریځ بیا تکرار کړ چې د یوې تنظیمي او د دیني استبدادي ډلګۍ واکمني د منلو نه‌ده."

ښاغلي صالح زیاته کړې، طالبان باید سولې ته غاړه کېږدې او د دې بهیر اصلي مسیر ته راوګرځي.

امرالله صالح له دې وړاندې د زلمي خلیلزاد په وړاندیز شوې طرحه کې د اسلامي فقهي عالي شورا د جوړښت په اړه هم ورته غبرګون درلود او ویلي و چې له پاکستاني مدرسو څو تنه فارغ ملایان ده ته د مسلمانۍ سند نه‌شي ورکولای.

د افغانستان حکومت دې طرحه کې د انتقالي دورې په اړه هم غبرګون کې ویلي و، هر څوک کولای شي د کاغذ پر مخ یو خوب یا خیال ولیکي او د عملي کولو لپاره‌یې دوی ته فرمایش ورکړي، خو دوی ته اساسي قانون او د خلکو رایه د واک د لېږد معیار دی.

طالبانو د ښاغلي صالح د تازه څرګندونو په اړه تر اوسه تبصره نه‌ده کړې، خو مخکې یې ویلي و چې د افغانستان حکومت ته د امریکا طرحه باندې غور کوي او دوی په ټوله کې په افغانستان کې د سولې او "اسلامي نظام" غوښتونکي دي.

طالبان باید سولې ته غاړه کېږدې او د دې بهیر اصلي مسیر ته را وګرځي.

تازه د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون هم د امریکا له‌خوا د افغانستان د سولې بهیر د ګړندي کولو لپاره د وړاندیز شوې طرحې او د دې بهیر د پر مخ بیولو اړوند، د اشخاصو د ټاکلو، ونډې، پر مخ وړلو او عملي کېدو په اړه یو شمېر پوښتنې مطرح کړې دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد لا هم کابل کې دی او له یو شمېر سیاسیونو سره‌یې کتلي دي.

له دوی دوو تنو عبدرب الرسول سیاف او صلاح‌الدین رباني په خپلو رسمي فېس‌بو‌ک ‌پاڼو له دې لیدنو خبر ورکړی.

ښاغلی سیاف وايي، له خلیلزاد سره‌یې لیدنه کې د سولې بهیر په وروستیو بدلونونو او تازه نوښتونو بحث او هر اړخیزې خبرې کړي.

د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح‌الدین رباني هم ورته خبره کړې او زیاتوي، له زلمي خلیلزاد سره‌یې په تصویري خبرو کې د مسکو او ترکیې د غونډو په اړه هم بحث کړی دی.

امریکا هم د مسکو د غونډې په اړه خپله پرېکړه کړې او وايي، زلمی خلیلزاد به په‌کې ګډون وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیالې جېلنیا پورټر د مارچ په ۱۵مه نېټه وویل، دا ناسته د افغانستان د سولې لپاره د نړیوال ملاتړ د راخپلولو یوه هڅه ده او تر خوا به‌یې د دې بهیر اړوند د نړیوالو اندېښنې هم مطرح شي.

هغې زیاته کړه: "موږ له خپلو سیمه‌ییزو او نړیوالو همکارانو سره پر دې بوخت یوو چې د سیاسي جوړجاړي لپاره پرمختګ ګړندی کړو. د دې بهیر د دوام لپاره زموږ هڅې روانې دي."

ارشیف، د امریکا او افغانستان ګډ بیرغونه
ارشیف، د امریکا او افغانستان ګډ بیرغونه

د مسکو غونډه کې د افغان حکومت د پلاوي مشري د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله کوي، خو د نورو پلاويو نوملړ لا نه‌دی خپور شوی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حامد تهذیب نن سې شنبه (د کب ۲۶مه) ازادي راډیو ته وویل، په دې اړه مشورې روانې دي: "لا هم مشورې روانې دي او وروستۍ پرېکړه نه‌ده شوې. هر کله چې وروستۍ پرېکړه وشوه، تاسې ته به خبر درکړو."

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت بیا وايي، په دوحه کې د افغان مرکچي پلاوي یو شمېر غړي به هم د دې نوملړ برخه وي.

مخکېني ولسمشر حامد کرزي او ګلبدین حکمتیار منلې چې د مسکو په غونډه کې به ګډون وکړي.

طالبانو بیا دې غونډې ته د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ۱۰ کسیز پلاوی ټاکلی دی.

XS
SM
MD
LG