د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۸

د مصالحې شورا: مسکو غونډه فرصت ده، طالبان دې د افغانانو په ګټه ترې کار واخلي


ارشیف، په مسکو کې د افغان سولې په پار جوړه شوې غونډه، عکس د فبروري ۵مه ۲۰۱۹
ارشیف، په مسکو کې د افغان سولې په پار جوړه شوې غونډه، عکس د فبروري ۵مه ۲۰۱۹

د ملي مصالحې عالي شورا یوه چارواکي په مسکو کې جوړېدونکې غونډه د افغانستان د سولې پروسې د چټکتیا او برخلیک ټاکلو لپاره مهمه وبلله.

په پام کې ده، دغه غونډه را روانه پنجشنبه د مسکو په کوربه توب وشي چې د طالبانو لوري هم په کې د خپل پلاوي د ګډون ډاډ ورکړی دی.

د ملي مصالحې عالي شورا د سلاکارانو د بورډ غړي سید ظاهر مطهري، تېره شپه ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه غونډه د سولې لپاره یو فرصت وباله.

مسکو کې جوړېدونکې غونډه د افغانستان د سولې پروسې د چټکتیا او برخلیک ټاکلو لپاره مهمه ده.

نوموړي وویل: "دې ­ته په پام سره چې په افغانستان کې شرایط بحراني، نازک او د اندېښنې وړ دي، دغه راز د نړۍ د هېوادونو پاملرنې ته په کتو، مسکو ته د ښاغلي عبدالله عبدالله سفر د افغانستان د سولې پروسې د برخلیک لپاره ډېر مهم، بنسټیز او حیاتي دی. هیله من یو د طالبانو ډله له دغه راغلي فرصته د افغانانو د ګټو لپاره کار واخلي او پام ورته وکړي."

دا لا معلومه نه ده چې د افغانستان د دولت د پلاوي په ترکیب کې چې مشري یې عبدالله عبدالله کوي، نور کوم کسان شامل دي؟

پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم د مسکو غونډه کې ګډون کوي.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم د مسکو غونډه کې ګډون کوي.

د نورو سیاستوالو تر څنګ پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ویلي چې د مسکو غونډه کې ګډون کوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي چې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو ۱۰ کسیز پلاوی هم د مسکو غونډه کې ګډون کوي.

دی وايي: "د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر د رئیس ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ به د افغانستان اسلامي امارت یو لوړ پوړی لس کسیز پلاوی به د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي."

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم

دا چې د مسکو غونډه د افغانستان د سولې پروسې له چټکتیا سره څومره مرسته کولی شي؟ په روسیه کې مېشت افغان تحلیلګر شېرحسن حسن د ازادي راډیو دا پوښتنه د یوې مرکې په بڼه ځواب کړې، د دغه تړوني په کېکاږلو سره یې واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:44 0:00

د افغانستان دولت او طالبان د مسکو په غونډه کې د ګډون دا اعلان په داسې حال کې کوي چې د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وړمه شپه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو او پرون په کابل کې د افغانستان له دولتي مشرانو سره د سولې پر موضوع خبرې وکړې.

بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرانتوني بلېنکن په غوښتنه د افغانستان د روانې کشالې د ښکېلو لوریو ترمنځ راروانه میلادي میاشت په استانبول کې هم غونډه جوړېږي.

د دغو غونډو د جوړولو هدف په افغانستان کې د دایمي اوربند پر امکاناتو بحث، د سولې پروسې چټکتیا او دې پروسه کې د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړي کول ښوول شوي دي.

XS
SM
MD
LG