د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۱

افغانستان

قطر په مسکو کې د افغان سولې په اړه د راروانې غونډې هرکلی وکړ

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني دوحه کې له خپل روس او ترک سیالانو سرګي لاوروف او مولود چاووش اوغلو سره په ګډه خبري غونډه کې
د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني دوحه کې له خپل روس او ترک سیالانو سرګي لاوروف او مولود چاووش اوغلو سره په ګډه خبري غونډه کې

قطر په مسکو کې د بین‌الافغاني خبرو د راروانې غونډې د جوړېدو هرکلی کړی.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني پرون په دوحه کې له خپل روس او ترک سیالانو سرګي لاوروف او مولود چاووش اوغلو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، د قطر او روسیې ترمنځ منظم تماسونه او همغږي شته.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان د سولې نورو غونډو ته په دوحه کې د سولې له پیل شوي بهیر سره د سیالۍ په سترګه نه‌ګوري. ال ثاني وویل چې برعکس دا ډول غونډې د قطر د خبرو پر بنسټ د سولې پروسه لا پیاوړې کوي.

ال ثاني زیاتوي: "موږ له خپلو روسي دوستانو مننه کوو چې په مسکو کې بین‌الافغاني خبرو ته‌یې د قطر یو استازی هم بللی. دا د دې حقیقت څرګندونه کوي چې د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو تګ لوری په دوحه کې د روانو خبرو پر بنسټ ټاکل کېږي. په دې بهیر کې ټول ښکېل هېوادونه او په سر کې روسیه زموږ ملاتړ کوي."

د قطر د بهرنیو چارو وزیر همداراز یادونه وکړه چې د دوحې او مسکو اړیکې، د سیمې د ټولو مسایلو په برخه کې پر اعتماد او شفافیت ولاړې دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې مسکو د مارچ په ۱۸مه نېټه د بین‌الافغاني خبرو کوربه‌توب ته چمتووالی نیسي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغانستان یو پخوانی صدراعظم سلطان علي کشتمند په لندن کې ومړ

Sultan Ali Keshtmand, former Afghan Prime minister
Sultan Ali Keshtmand, former Afghan Prime minister

د افغانستان یو پخوانی صدراعظم سلطان علي کشتمند په لندن ښار کې وفات شوی.
د ښاغلي کشتمند ورور اسدالله کشتمند په خپله فیسبوک پاڼه دا خبر تایید کړی دی.

کشتمند شاوخوا یوه لسیزه د ببرک کارمل او وروسته د ډاکتر نجیب الله په دوره کې د افغانستان صدراعظم وو.
دی لومړنی هزاره توکمی افغان وو چې دې څوکۍ ته رسېدلی وو.

کشتمند په ۱۹۳۵ کال کې د کابل د چهاردهی ولسوالۍ کې زېږېدلی و.

هغه په خپلو خبرو او مرکو کې تل ټینګار کاوه چې د افغانستان د تلپاتې سولې او امنیت لپاره د اقتصاد ښه والی او د خلکو د ژوند د شرایطو ښه کول ډېر مهم دي.

په پلازمینه کابل باندې د پاکستان په بمباریو کې څلور ملکیان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي

کابل کې وران شوی کور د بیګاني برید له امله
کابل کې وران شوی کور د بیګاني برید له امله

طالب چارواکو تایید کړې چې د پاکستان د هوايي بریدونو په نتیجه کې لږ تر لږه ۴ افغان ملکیان په کابل کې وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په یوه بیان کې دا خبره کړې ده.

هغه ویلي چې د کابل د ۲۱مې ناحیې په څرخي پله سیمه کې استوګنیزې سیمې د پاکستان په بیګانیو هوايي بریدونو کې هدف ګرځول شوي.

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړې وه چې په کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا کې پاکستان بیګا هوايي بریدونه کړي چې یو شمېر ملکیانو ته یې مرګژوبله اړولې.
مجاهد دا بریدونه غندلي او ګواښ یې کړی چې بې ځوابه به پاتې نه شي.
ذبیح الله مجاهد ویلي چې په کندهار کې هوایي ډګر ته څیرمه د کام ایر شخصي هوایي شرکت د تیلو ذخیره هدف ګرځېدلې.


د هغه په خبره له دې زیرمې ملکي هوایي شرکتونو او د ملګرو ملتونو الوتکو ته د سون مواد رسول کېدل.
پاکستاني چارواکو تازه په کابل او نورو سیمو د هوايي بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

خو پرون پاکستاني چارواکو رویټرز ته ویلي چې پاکستان د چین په منځګړیتوب په افغانستان باندې هوايي بریدونه کم کړي.

د افغانستان د فوتبال تر اولس کلنو کشره لوبډه د مرکزي آسیا جام لوبو ته تیاری نیسي

د افغانستان د فوتبال تراولس کلنو کشره لوبډه د مرکزي آسیا د ۲۰۲۶ کال جام لوبو ته تیاری نیسي.

د افغانستان د فوتبال فدراسیون د پنجشنبې په ورځ په خپله فیسبوک پاڼه کې ولیکل چې د دې جام لوبې به په تاشکند کې د اپریل له ۴ نه تر۱۴ پورې ترسره شي.

ویل شوي چې د افغانستان په ګډون پنځه ټیمونه په دې لوبو کې ګډون کوي. د افغانستان د فوتبال تراولس کلنو کشرې لوبډلې په ۲۰۲۴ کال ازبکستان ته یو د صفر په ماتې ورکولو سره د مرکزي آسیا د ټولنې د جام اتلولي خپله کړې وه.

۲۱ افغان کډوال په پاکستان کې له بنده تر خوشي کېدو وروسته هیواد ته ستانه شول

ارشیف
ارشیف

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۲۱ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته راستانه شوي دي.

دې وزارت د پنجشنبې په ورځ (۲۱ حوت) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې په بند کې ساتل شوي وو.

د دې افغانانو د نیول کېدو د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.

تر دې مخکې ځینو افغان کډوالو له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې په پاکستان کې نیول شوي کډوال د دې پر ځای چې کمپونو ته ولېږدول شي یا افغانستان ته بېرته واستول شي، زندانونو ته انتقالېږي.

پاکستان د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې د هغو افغانانو د ایستلو بهیر پیل کړ چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري.

طالبان وايي، د پاکستان له لوري پر خوست د درنو وسلو په ډزو ۴ ملکیان وژل شوي

ارشیف
ارشیف

د طالبانو د حکومت یو ویاند وايي چې د پاکستان له لوري پر خوست ولایت د توپونو د برید په نتیجه کې ۴ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې پاکستان نن سهار شاوخوا ۴ بجې د خوست ولایت د علیشېرو ولسوالۍ په صدقو کلي کې د عامو خلکو پر کورونو د توپونو بریدونه کړي چې په نتیجه کې یې څلور تنه ملکیان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

ده همداراز ویلي چې پاکستان د کونړ ولایت پر بېلابېلو سیمو هم د درنو وسلو بریدونه کړي خو له کبله یې د مرګ ژوبلې کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.

پاکستان په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

په هرات کې د غالۍ اوبدلو ستر مرکز پرانیستل شو

د ملګروملتو د کډوالو لویې کمېشنرۍ د اسلامي پراختیايی بانک په همکارۍ د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کې د غالۍ اوبدلو تر ټولو لوی مرکز پرانیست.

په دې نوښت کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال اندریکا راتواتېIndrika Ratwatte ، ځايي سپینږیرو او مشرانو هم ګډون درلود. دا مرکز به د ۴۰۰ راستنېدونکو ملاتړ وکړي چې تر درې برخو زیات یې ښځې دي او هغوی ته به د کار فرصتونه او مسلکي روزنه برابره کړي.

د ملګروملتو د کډوالو لویې کمېنرۍ په دې اړه پر خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د دې مرکز هدف دا دی چې راستنېدونکي او کوربه ټولنې پیاوړې کړي او له هغوی سره مرسته وکړي څو باثباته او دوامدارې دندې او عایداتي سرچینې بېرته جوړې کړي.

د یادې ادارې په وینا، یوازې په تېرو دولسو میاشتو کې شاوخوا دوه میلیونه افغانان له ایران څخه بېرته هېواد ته ستانه شوي دي، چې له امله یې د اقتصادي فرصتونو، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره، اړتیا ډېره شوې ده.

چین د تاجکستان لپاره ۹ سرحدي تاسیسات جوړوي

چین به د تاجکستان او افغانستان ترمنځ پر پوله نهه سرحدي تاسیسات جوړ کړي.

د منځنۍ اسیا د کیو این اې خبري اژانس د راپور له مخې، د تاجکستان د پارلمان نن دا موافقه تصویب کړه.

د پارلماني جریدې، صدای مردم د راپور له مخې، د دې پروژې هدف د تاجکستان د سرحدي ځواکونو د تخنیکي او مادي وړتیا پیاوړې کول دي. په دې پروژه کې د داسې ودانیو جوړول شامل دي چې په عصري تجهیزاتو، څارنیزو سیستمونو، مخابراتي وسایلو او انجینري زېربناوو به سمبال وي.

په دې تاسیساتو به، چې په شاوخوا ۱۷ زره مربع متره ساحه کې جوړېږي، نژدې ۴۲۵ میلیونه چینایي یوانه لګېږي. د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې لومړي مرستیال مرادعلي رجب زاده ویلي چې دا بودیجه به د چین د حکومت له خوا په وړیا ډول ورکول کېږي.

پاکستان وايي، په افغانستان کې یې غچ اخیستونکي بریدونه دوام لري

پاکستان وايي په افغانستان کې یې غچ اخیستونکي عملیات دوام لري او د پاکستان ـ افغانستان ترمنځ د دیورند کرښې په اوږدو کې یې د بلوچستان ایالت ژوب ولسوالۍ ته څېرمه یې د افغانستان څو پوستې په نخښه کړي دي.

پاکستاني ورځپاڼو نن (پنجشنبې) د خپل هیواد د امنیتي سرچینو په قول ویلي چې د دې عملیاتو په ترڅ کې یې افغان طالبانو ته مرګ ژوبلې اړولې دي.

د افغانستان د طالبانو حکومت د پاکستان د دې تازه ادعا په اړه څه نه دي ویلي خو په وروستیو څو ورځو کې پر دیورند کرښه د نښتو په اړه ډېر څه نه ویل کېږي.

په همدې حال کې د پاکستان د درو مذهبي مشرانو یو پلاوی کابل ته تللی چې له طالبانو سره د روغې جوړې په اړه خبرې وکړي.

خو په همدې منځ کې د پاکستان پوځ ویلي چې عملیات به یې تر هغو دوام لري چې خپلو ټاکلو هدفونو ته رسېدلي نه وي.

جرمني منځني ختیځ کې خپل یوشمېر ډيپلوماتان، خوندي سیمو ته لېږدولي

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت

د جرمني حکومت په منځني ختیځ کې له شخړو وروسته په یوشمېر هېوادونو له هغې ډلې ایران او عراق کې خپل ډيپلوماتان له اصلي ځایونو نورو سیمو ته لېږدولي دي.

رویټرز د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د یوه ویاند په حواله لیکلي چې دغه اقدام د ګواښوونکي وضعیت په خاطر د لنډ وخت لپاره ترسره شوی دی.

سرچینې نه دي ویلي چې دغه ډيپلوماتان کومو ځایونو ته انتقال شوي دي.

د چهارشنبې په ورځ د سویس سفارت هم وویل چې تهران کې یې خپل سفارت د لنډ وخت لپاره بند کړی دی.

پر ایران د اسراییل او امریکا د ګډو بریدونو نن ۱۳مه ورځ ده.

د بشري حقونو د څار سازمان: د بشري حقونو د نقض عاملان باید ځواب ویونکي شي

د بشري حقونو د څار سازمان لوګو
د بشري حقونو د څار سازمان لوګو

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، د بشري حقونو د لویو سرغړونو د عاملانو د ځواب ورکولو کلیدي میکانیزم باید ژر تر ژره عملي شي.
دغه میکانیزم تېره اکتوبر میاشت کې جوړ شوی دی.

په دغه سازمان کې د افغانستان د څانګې څېړونکې فرشتې عباسي د چهارشنبې په ورځ په یوه ویډیویي پيغام کې ویلي:" نن خوښه یم چې وایم دا میکانیزم شته، باید تکراره کړم چې د لومړي ځل لپاره د افغانستان په تاریخ کې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۶مه، د بشري حقونو د نقض په وړاندې د مصونیت کړۍ ماته شوه، د ځواب ویلو او عدالت د پلي کولو واقعي چانس رامنځته شو."

که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو او نجونو حقونه ورکړي، خو نړیوالو بشري سازمانونو د طالبانو حکومت د نجونو او ښځو د لومړنیو حقونو په نقض تورن کړی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG