د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۱

غني: نړیواله ټولنه دې د افغان جګړې د پای او د سولې د ټینګښت لازم ضمانتونه ورکړي


جمهور رئیس وویل، بین المللي ټولنه باید په افغانستان کې د جګړې پایته رسولو او تلپاتې سولې د ټینګښت په خاطر لازم ضمانتونه ورکړي.
جمهور رئیس وویل، بین المللي ټولنه باید په افغانستان کې د جګړې پایته رسولو او تلپاتې سولې د ټینګښت په خاطر لازم ضمانتونه ورکړي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني یو وار بیا ټینګار وکړ چې په هېواد کې د یوې عادلانه او تلپاتې سولې غوښتونکی دی چې نتیجه کې یې د یوه خپلواک، ولسواک او یو موټي افغانستان نهایي هدف ترلاسه شي.

ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون دوشنبې (د وري ۱۶مه ) په ارګ کې د افغانستان د یو شمېر ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره په غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه چې نړیواله ټولنه هم باید په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او د تل پاتې سولې د ټینګېدو لپاره لازم ضمانتونه ورکړي.

جمهوري ریاست په دې اړه پرون په یوه ټویټ کې دغه راز لیکلي چې ولسمشر غني دا هم وویل چې په تېرو څلورو لسیزو کې د بل هر وخت په نسبت اوس د سولې لپاره یو ښه فرصت رامنځته شوی چې په وینا یې باید په تدبیر او زیرکي له دغه فرصته استفاده وشي.

ښاغلی غنی چې د ترکیې غونډې ته یې د سولې یوه نوې طرحه چمتو کړې، د سولې د تامین لپاره د نړیوالو ضمانتونو خبره داسې مهال کوي چې د هغه یوه نژدې همکار د جمهوري ریاست د چارو د ادارې رئیس فضل محمود فضلي کندهار ته په سفر کې وړمه ورځ په دې ولایت کې په یوه غونډه کې د ترکیې غونډه مبهمه وبلله او ویې ویل چې د سولې په اړه د پخوانیو تړونونو تجربو ته په پام دوی د داسې سولې غوښتونکې دي چې ژر ماتیدونکې نه وي.

د جمهوري ریاست د چارو د ادارې رئیس فضل محمود فضلي
د جمهوري ریاست د چارو د ادارې رئیس فضل محمود فضلي

ښاغلي فضلي زیاته کړه: "سوله د هر افغان غوښتنه ده. باید موږ یې ترلاسه کړو. ترکیه یو موقع ده اما د ابهاماتو څخه ډکه. مثلاً همدا اوس تاریخ یې معلوم نه دی. د ګډون کوونکو شمېر معلوم نه دی. د ګډون کوونکو سطحه معلومه نه ده. اجنډا معلومه نه ده او هغه متوقعي نتیجه، دوام د خبرو معلومه نه ده. دغه ټولې خبرې دي چې هر افغان غواړي چې پوه شي."

که له یوې خوا جمهوري ریاست په ترکیه کې د کیدونکې غونډې په اړه پوښتنې راپورته کوي، یو شمېر نور لوري په تېره بیا د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله بیا دا غونډه د سولې لپاره ډېره مهمه بولي.

ښاغلي عبدالله د سولې په اړه د سلاومشورو په ترڅ کې پرون دوشنبه (د وري ۱۶مه) هم په کابل کې د ترکیې له سفیر او د امریکا د سفارت له شارژدافیر سره د ترکیې د غونډې لپاره د تیاریو او د سولې د روانو هڅو په اړه خبرې وکړې.

پرون دغه راز د استانبول د غونډې لپاره د دې شورا د رهبرۍ کمېټې له خوا ګومارل شوې کمېټې هم په غونډه کې د ارګ له خوا د وړاندې شوې طرحې په ګډون د سولې پر مختلفو طرحو بحث او خبرې وکړې.

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې کوښښ کېږي چې د ترکیې تر غونډې پورې د سولې یوه واحده طرحه باندې سلا وشي.

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون

نوموړی وايي: "د ملي مصالحې د عالي شورا د رهبرۍ کمېټې له لوري مؤظف شوې کمېټې چې د طرحو د توحید او د یوې واحدې د سولې د مسودې پر جوړولو کار کوي، نن هم د حکومت یا د ولسمشرۍ ماڼۍ په شمول د یو شمېر جهتونو په طرحو باندې بحثونه وکړل. دا بحثونه به په راتلونکو ورځو کې هم دوام لري او کوښښ کېږي چې د مختلفو جهتونو طرحې سره په یوه واحده طرحه کې منسجم شي."

ښاغلي خوځون وویل، دوی هیله من دي چې د ترکیې د غونډې تر جوړېدو پورې وکولای شي چې د افغانستان د دولت له اړخه یو واحد غږ او د نظر یووالی رامنځ کړي.

طالبانو چې د دې غونډې بل مهم لوری ګڼل کېږي، تر اوسه پورې یې د سولې د هغې طرحې په اړه چې امریکا دواړو طالبانو او د افغانستان دولت ته سپارلې، رسماً څرګندونې نه دي کړې.

دغه راز په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند محمد نعیم هم تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې تر اوسه یې دې غونډه کې د ګډون پرېکړه هم نه ده کړې.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند محمد نعیم
په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند محمد نعیم

دغه غونډه چې د افغانستان په مسئله کې د نورو ښکېلو لورو استازي هم وربلل شوي، د امریکا د سولې د هغو هڅو یوه برخه ده چې دې وروستیو کې یې ګړندۍ کړې دي، هغه هم داسې مهال چې له طالبانو سره د امریکا د تېر کال د دوحې د تړون د مهم جز عملي کېدو ته څه باندې درې اوونۍ پاتې دي.

د دغه تړون له مخې باید ټول امریکایي ځواکونه د می میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ووځي، خو د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې دا به ګرانه وي چې تر ټاکلې نېټې ټول سرتیري له افغانستانه وباسي.

اوس د ټولو لورو سترګې د استانبول غونډې ته ځیر دي چې ایا هغه به وکولای شي، په افغانستان کې روانې جګړې ته د پای ټکی کښېږي او دا هېواد د سولې لارې ته برابر کړي؟

XS
SM
MD
LG