د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

د افغان حکومت وزارتونو کې د سرپرستۍ دوام ته د ولسي جرګې تند غبرګون


ارشیف، د افغانستان ولسي جرګه
ارشیف، د افغانستان ولسي جرګه

د افغانستان ولسي جرګه په وزارتونو کې د سرپرستیو پر دوام انتقاد کوي او له حکومته غواړي چې نوي کاندید وزیران وروپېژني.

د ولسي جرګې غړي پر حکومت تور لګوي چې په ځینو وزارتونو کې یې فاسد کسان سرپرستان ټاکلي چې د ځان لپاره کار کوي او جرګې ته ځواب ویونکي نه‌دي.

د دغې جرګې رئیس میر رحمان رحماني د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وري ۱۶» د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، د سرپرستۍ دوام په وزارتونو کې د فساد لامل شوی دی.

ښاغلي رحماني وویل: "سرپرستي د فساد د ډېروالي زمینه جوړه کړې او شفافیت او ځواب ویلو ته‌یې زیان رسولی دی، په ټینګار سره له حکومته غواړو چې د سرپرستۍ فرهنګ ختم او نوي نوماند وزیران جرګې ته وروپېژني."

د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني
د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني

د جرګې ځینې غړي وايي په وزارتونو کې فساد شته، خو سرپرستان جرګې ته ځواب ویونکي نه‌دي.

د جرګې غړي عبدالولي نیازي وویل: "کوم وزیر چې له دې ځايه رایه اخلي، حکومت هغه پنځه شپږ میاشتې پر ځای نه‌پرېږدي او بیا هغه کسان چې په فساد ککړ دي د سرپرستانو په توګه ټاکي چې ملي شورا ته هم ځواب ویونکي نه‌وي. هیله‌مند یم چې د حکومت د خپل‌سریو مخه ونیول شي."

د فاریاب ولایت د خلکو استازې شفیقه سخا یولچي بیا وايي: "له دې ځایه غږ پورته کوم چې په وزارتونو کې دې سرپرستي ختمه شي، ځکه دوی ځواب ویونکي نه‌دي او د مسؤلیت احساس هم نه‌کوي. وزارتونه په بشپړه توګه ګډوډ شوي. مسلکي خلک نه‌شته او بودجه د چور او تالان په حال کې ده."

مخکې له دې د مالیې د وزیر په ګډون ځینو وزیرانو لکه د کورنيو چارو، دفاع او عامې روغتیا او پوهنې وزیرانو له جرګې د باور رایې اخیستې وې، خو ځینې یې د جمهور رئیس له‌خوا له دندو لیرې کړای شول او یا یې په خپله له دندو لاس واخیست او د میاشتو په تېرېدوسره دغه وزارتونه د سرپرستانو له‌خوا اداره کېږي.

ارشیف، ۲۰۲۰ کال کې د جمهور غني له لوري د یو شمېر نوماند وزیرانو د معرفۍ غونډه
ارشیف، ۲۰۲۰ کال کې د جمهور غني له لوري د یو شمېر نوماند وزیرانو د معرفۍ غونډه

د ولسي جرګې غړو بیا بیا له جمهوري ریاسته غوښتي چې نوي نوماند وزیران دې وروپېژني، خو حکومت‌یې پر وړاندې روښانه ځواب نه‌دی ویلی.

حکومت د ولسي جرګې تازه غوښتنې ته هم ځواب نه‌دی ورکړی او په دې برخه کې د ازادي راډیو هڅو هم نتیجه ورنه‌کړه.

دوه اوونۍ مخکې جمهوري ریاست ازادي رادیو ته ویلي و چې ډېر ژر به تازه نوماند وزیران د باور رایو اخیستو په پار ولسي جرګې ته وروپېژني.

د خلکو استازي انتقاد کوي چې په وزارتونو کې له دندو غیر قانوني لیرې کول او ټاکل شته او د ۱۴۰۰ کال د پروژو درول او یا ورسره سیاسي چنلد اوس هم ادامه لري.

XS
SM
MD
LG