د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

د فیفا موندنې: د افغانستان ملي شورا په خپله ۱۷مه دوره کې جدي ستونزې لرلې


جمهور رئیس محمد اشرف غني او د افغانستان د ملي شورا د دواړو جرګو غړي د نوي تقنیني کال د پرانیسې پر مهال
جمهور رئیس محمد اشرف غني او د افغانستان د ملي شورا د دواړو جرګو غړي د نوي تقنیني کال د پرانیسې پر مهال

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا وایي، ملي شورا په خپله ۱۷مه دوره کې د لاسته راوړنو ترڅنګ جدي ستونزې هم لرلې.

‎دغه بنسټ د افغانستان د ملي شورا د ۱۷مې دورې د کار په اړه خپلې موندنې د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وري ۱۰» په کابل کې له رسنیو سره شریکې کړې.

‎د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا مشر نعیم اصغري وايي، دوی د ملي شورا د دوهم تقنیني کال او ۱۷مې دورې په اړه چې کومې څېړنې کړي، موندنې یې ښیي چې ملي شورا د سرپرست وزیرانو د کار د دوام په برخه کې پر حکومت فشار نه‌دی راوړی، په خبره‌یې تر اوسه ملي شورا د یوه تقنیني قانون لپاره هم په خپله طرحه نه‌ده جوړه کړې او یوازې یې د حکومت له لوري د تقنیني قوانینو تصویب کړی دی.

ښاغلی اصغري زیاتوي: "پارلمان ځینې کمزورۍ هم لرلې چې یو له هغو دا وه چې پارلمان د دې تقنیني دورې په اوږدو کې ونه‌شو کړای چې د ټولو غړو په همغږۍد تقنیني قوانینو په برخه کې یوه طرحه جوړه کړي، تر اوسه په دې برخه کې ټول د بېلابېلو دولتي ادارو له لوري ورته وړاندیزونه شوي، دوهم دا چې د هغو وزیرانو چې د پارلمان له لوري هېڅ د تأیید رایې هم نه‌دي اخیستي او تر اوسه سرپرستان دي، داسې جدي اقدام نه‌‌دی کړی."

نعیم اصغري
نعیم اصغري

‎ښاغلی اصغري وایي بل هغه څه چې د ملي شورا جدي کمزوري ښیي هغه د حکومت د کړنو په اړه د دوی له لوري جدي څار نه‌کول دي.

‎د فیفا دفتر له لوري ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته په استول شوي راپور کې د ملي شورا د لاسته راوړنو په اړه راغلي چې د ۱۴۰۰ کال د بودجې په عادلانه وېش کې بریالۍ وه. دغه‌راز د سولې پروسه کې د لا زیاتو هڅو په هدف د یو پلاوي ټاکل او د ځینو خصوصي رسنیو د راپورونو پر بنسټ په ځینو حکومتي ادارو کې لکه د جمهوري ریاست چارو اداره کې د بېلابېلو ‌‌‌‌‌‌ډولونو غوښو په اړه څارنه، د روغتیا وزارت د پخوانیو چارواکو د کړنو په اړه په مالیې وزارت د یو شمېر کارکوونکو د لوړو تنخواګانو په اړه څارنه او افشاګرۍ یې‌د ملي شورا مهمې لاسته راوړنې بللې دي.

‎د ولسي جرګې منشي محمد کریم اتل بیا د فیفا د دغو څرګندونو په اړه وایي چې دوی د ګڼو ستونزو ترڅنګ بیا هم هڅې کړي چې خپل مسؤلیتونه په سمه توګه ترسره کړي.

‎ښاغلی اتل وايي: "سره له دې چې ستونزې شته، خو ولسي جرګې هڅه کړې چې د تقنیني قوانینو لپاره حکومت ته طرحه وړاندې کړي او وړاندې کړې مو هم دي، کله چې تقنیني فرامین ورکول کېږي لومړی له موږ سره پرې مشوره کېږي، د سرپرست وزیرانو په برخه کې مو هم په وار وار پر حکومت فشار راوړی چې موږ ته نوماند وزیران معرفي او رامنځته شوې خلاوې ‌‌‌‌‌‌ډکې شي، خو له بده مرغه افغان حکومت کې سیاسي ستونزې او بل‌خوا د سولې بهیر روان دی، نو ځکه مو له حوصلې او زغم کار اخیستی دی."

د ولسي جرګې منشي کریم اتل
د ولسي جرګې منشي کریم اتل

‎ښاغلی اتل وایي ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر به د دوی په غوښتنه حکومت نوي نوماند وزیران ورمعرفي کړي.

‎بل‌خوا د جمهور رئیس مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال د فیفا د څرګندونو په اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر به جمهور رئیس د ځینو وزارتونو لپاره نوي نوماند وزیران معرفي کړي.

ښاغلی مینه‌پال وايي: "جمهور رئیس به ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر هغو وزارتونو ته چې د سرپرستانو له‌خوا اداره کېږي او د پارلمان څخه‌یې د باور رایې هم نه‌دي تر لاسه کړي، پر ځای به‌یې نوي سرپرست وزیران ورمعرفي کړي."

‎د ملي شورا دوهم تقنیني کال د جمهور رئیس محمد اشرف غني له لوري د ګڼو دولتي چارواکو په حضور کې د ۱۳۹۸ کال د حوت میاشتې په ۱۷مه نېټه پرانیستل شو چې دغې شورا په یاد تقنیني کال کې دوه اجلاسه ترسره کړل.

جمهور رئیس غني د ملي شورا د دواړو جرګو غړو ته د وینا پر مهال
جمهور رئیس غني د ملي شورا د دواړو جرګو غړو ته د وینا پر مهال

‎د دغې دورې د جلسو درېیمه برخه د ۱۳۹۸ کال د حوت په ۱۷مه پیل او د سرطان میاشتې په ۳۱مه پای ته ورسېده، همدارنګه د جلسو څلورمه برخه‌یې بیا د ۱۳۹۹ کال د سنبلې په ۱۶مه پیل او د حوت په ۴مه نېټه پای ته ورسوله.

‎ټاکل شوې وه د ملي شورا د جلسو څلورمه برخه د جدي میاشتې په ۳۰مه پای ته ورسېږي، خو د ۱۴۰۰ کال د بودجې پر مسودې له حکومت سره په لانجو دا لړۍ وغځېده او د ولسي جرګې غړو خپلې ژمنۍ رخصتۍ وځنډولې او بالاخره د ۱۴۰۰ کال بودجه‌یې تصویب کړه.

‎د ولسي جرګې له لوري حکومت سره د ۱۴۰۰ کال د بودجې پر سر لانجه دا وه چې دوی ټاکلې بودجه متوازنه نه‌بلله او غوښتنه‌یې دا وه چې د مالیې وزارت د ملکي کارکوونکو تنخواګانې زیاتې کړي.

‎چې بالاخره د مالیې وزارت د ۲۰ میلیارده افغانیو په اضافه کولو د یاد کال د بودجې مسوده بېرته ملي شورا ته واستوله او ولسي جرګې هم د رایو په اکثریت دغه مسوده تصویب کړه.

‎د ۱۴۰۰ کال د بودجې مجموعي شمېر ۴۷۳ میلیارده او ۴۱ ملیونه افغانۍ دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG