د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

غني: د ملي تخنیکي مرستو 'NTA' تنخواګانې دې له سره وڅېړل او اصلاح شي


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي چې د ملي تخنیکي مرستو یا 'NTA' تنخواګانې دې له سره وڅېړل شي او اصلاحات دې په کې رامنځته شي.

‎د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح د دفتر د رسنیو برخې غړی ضیاء ورسجي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې اړوندو ادارو نه د 'NTA' تنخواګانو په اړه د راپور ورکولو غوښتنه شوې ده.

ورسجي زیاته کړه: "د 'NTA' تنخواګانو د څېړلو مسولیت د قانون د حاکمیت د ملي شورا په ۲۶مه ناسته کې ولسمشر د لومړي معاونیت پر غاړه واچاوه چې پرون د همدغې شورا په ناسته کې راپور وړاندې شو او اړونده ادارو ته مسوولیت ورکړل شو، څو هر څومره ژر چې کېږي په دې اړه خپل وروستي راپورونه لومړي معاونیت ته وسپاري."

له اصلاحاتو وروسته دې اضافي پیسې د ښوونکو او امنیتي ځواکونو تنخواګانو ته ور زیات شي.

‎ښاغلی ورسجي وایي، د راپورونو له راټولولو او پایلې ته د رسېدو په اړه به وروسته له رسنیو سره معلومات شریک شي.

'NTA' یا د ملي تخنیکي مرستې هغه لوړې تنخواګانې دي چې د دولتي ادارو په وړاندیز د نړیوال بانک له لوري مالیې وزارت ته ورکړل کېږي او د مالیې وزارت له لوري دغو اداراتو ته پر وړاندیز شوېو کسانو وېشل کېږي.

‎ولسمشر محمد اشرف غني په داسې حال کې د دغو تنخواګانو د څېړلو او اصلاحاتو د رامنځته کولو سپارښتنه کړې چې لا هم د افغانستان د ولسي جرګې له لوري د راتلونکي مالي کال بودجه نه ده تصویب شوې او د دغې جرګې او حکومت تر منځ پرې ناندرۍ روانې دي.

د ولسي جرګې له خوا د بودجې د دوه ځله رد يو مهم مورد د دولتي کار کوونکو د تنخواکانو يو شان والی دی.

‎بل خوا تر دې وړاندې هم د ښوونکو او امنیتي سرتېرو له لوري په ځلونو د تنخواګانو د کمښت په اړه شکایتونه شوي چې ګواکې اوسنۍ تنخواګانې یې د ژوند اړتیاوې نه شي پوره کولای.

‎ولسمشر محمد اشرف غني مالیې وزارت ته هم سپارښتنه کړې چې د ۳۰ سلنه هغو کار کوونکو اسناد دې وڅېړي، کوم چې په خبره یې د 'NTA' لایحې خلاف په دندو ګمارل شوي دي.

  • د مالیې وزارت وایي چې دا مهال شااوخوا ۲۴ زره کسان له 'NTA' پروسې تنخواګانې تر لاسه کوي.
    د مالیې وزارت وایي چې دا مهال شااوخوا ۲۴ زره کسان له 'NTA' پروسې تنخواګانې تر لاسه کوي.
    ‎دا مهال د دغې پروسې له لایحې سره څومره دولتي کار کوونکي په کار بوخت دي؟
  • او تنخواګانې یې څومره دي؟

‎د مالیې وزارت د رسنیو مسوول فرید نوښت په دې اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "د ۱۳۹۹ مالي کال د دولتي ادارو د تشکیل له مخې‌، په ټولو دولتي ادارو کې شااوخوا ۲۴ زره کسان د 'NTA' پروسې له لارې ګومارل شوي چې د دوی کلنی معاش شااوخوا ۱۲میلیارده افغانۍ کېږي او له دې ډلې۱۶زره کسان چې په کال کې یې ۷ میلیارده افغانۍ تنخواګانې کېږي د اختیاري بودجې له لارې او اته زره کسان چې کلنۍ تنخوا یې ۵ میلیارده افغانۍ کېږي د غیر اختیاري بودجې له لارې په دندو ګمارل شوي دي."

‎ښاغلی نوښت وایي، د 'NTA' یا ملي تخنیکي مرستې پروسې له لارې د کار کوونکو ګمارلو هدف دا وو چې په دولتي ادارو کې د کار کوونکو ظرفیت لوړ او پراختیایي پروژې په ښه ډول پلی شي.

XS
SM
MD
LG