د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۵۵

ارګ د ۱۴۰۰ کال بودیجې دریمه مسوده د تصویب لپاره ولسي جرګې ته لېږي

د افغانستان ولسي جرګه
د افغانستان ولسي جرګه

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د د ۱۴۰۰ کال بودیجې دریمه مسوده د کابینې له لوري پاس او ولسي جرګې ته د تصویب لپاره لېږل کېږي.

د افغانستان ولسي جرګه وايي، چې د بودیجې مسودې له دويم ځلي رد دا دې دوه اونۍ اوړي، خو لا هم حکومت دوی ته دریمه مسوده نه ده سپارلې.

د دغې جرګې یو شمېر غړي وايي، څومره چې ژر کېږي، باید دریم ځلي طرحه دوی ته وسپارل شي.

دوي دا هم وايي، چې د بودیجې دریم ځلي طرحې په تصویب کې به له خپلو غوښتنو یو ګام هم شاته نه شي.

د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون غړي صدیق احمد عثماني د چهارشنبې په ورځ د جرګې په عمومي ناسته کې وویل: "حکومت بودجه یرغمل نېولې، تاسې وګورئ له دوو اونیو زیات وخت کېږي، بودیجه د ولسي جرګې له لوري رد شوې، خو د دوو اونیو په اوږدو حکومت د دریم ځل بودجې د مسودې په اړه کوم تصمیم نه دی نیولی او نه هم ولسي جرګې ته راغلې."

په ورته وخت کې د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني په دغه ناسته کې وویل، ولسي جرګه حق لري، چې د بودیجې په دریم ځلي طرحه کې په هغو موضوعاتو چې د ملت په ګټه وي بحث وکړي او بیا به یې رای ته وړاندې کړي.

د ولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني
د ولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني

رحماني وویل: "له ټولو محترمو وکیلانو غوښتنه کوم، کوم وخت کې چې بودجه په رسمي توګه د مالي او بودیجې کمېسیون ته ورسېدله، مهرباني دې وکړي، د دغه کمېسیون غړي دې غونډو کې ګډون وکړي په ټول هغو مسایلو چې د ملت په ګټه وي او ټولو هغو مواردو چې د ملي شورا قانوني حق دی بحث وکړي موضوعات حل او وروسته د بحث او راګیري لپاره تالار ته وړاندې کړي."

په ورته وخت کې د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال وايي، چې کابینې د دریم ځل لپاره د بوديجې طرحه پاس کړې ده.

دوا خان مينه پال
دوا خان مينه پال

مينه پال وویل: "کابینې مجلس د ۱۴۰۰ مالي کال د ملي بودیجې دریمه مسوده له بدلونونو سره پاس کړه هیله ده چې ملي شورا دریمه مسوده بودجې تصویب کړي."

په همدې حال کې د افغانستان د مالیې وزارت وايي، چې د بودیجې نوې طرحه یې د خلکو له ډېری استازو سره شریکه کړې او د دوی وړاندیزونو او نظرونو ته په کې پام شوی.

ماليې وزارت
ماليې وزارت

له دې وړاندې ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې سند د دولتي کارکوونکو د معاشونو ترمنځ د نه انډول او په ولایتونو کې د پراختیايي پروژو د نه متوازن والي له له امله دوه ځلې رد کړی وه.

دوی ټینګار کړی و، چې په بودیجه کې دا موارد ورته سره کرښه ده.

This item is part of
XS
SM
MD
LG