د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

ولسي جرګې ٢ نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورنه کړه


ولسي جرګه
ولسي جرګه

د افغانستان ولسي جرګې نن ۷ نوماند وزیرانو او ۱ نوماند رییس ته رایې ورکړې.

د افغانستان ولسي جرګې نن پنځه نوماند وزیرانو او یو نوماند رییس ته د باور رایې ورکړې.

نن په ولسې جرګه کې۲۴۴ غړي حاضر وو او د بریا لپاره هر وزیر ۱۲۳ رایو ته اړتیا درلوده.

د ښار جوړونې وزارت ته نوماند محمود کرزي، د کانونو او پطروليم وزرات ته نوماند هارون چخانسوري، د کډوالو چارو وزارت ته نوماند نور الرحمان اخلاقي، ټرانسپورت وزارت ته نوماند قدرت الله ذکي، ټولګټو وزارت ته نوماند نجیب الله یمین، او د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست ته نوماند احمد ضیا سراج هغه کسان دي چې د ولسي جرګې له لوري يې د تاييد رايې واخیستې.

خو د ښځو چارو وزارت ته نومانده حسینه ساپۍ او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته نوماند طاهر زهیر ونه توانېدل چې له ولسې جرګې د باور رايې ترلاسه کړي.

د ولسې جرګې رییس میر رحمان رحماني بریالیو وزیرانو ته په چارو کې د بریالیتونو هیله وکړه.

هغه وویل: "محترمو وکیلانو! نن د نوماند وزیرانو د رای اچونې بهیر په بریالۍ توګه تر سره شو، د دوی د لا بریاوو هیله د خدای له دربار نه کوم."

ولسي جرګې د ولسمشر د لومړي مرستیال له هغو لانجمنو څرګندونو وروسته چې د جینیوا کنفرانس په څنډه کې یې وکړې او د دغې جرګې ځينې غړي یې په فساد تورن کړل، نوماند وزیرانو ته د رایو د ورکولو بهیر د پنځو ورځو لپاره ځنډولی و.

خو د ملي شورا مشرانو له جمهور رییس غني سره تر لیدلو وروسته یو وار بیا دغه بهیر پیل کړ.

د نن ورځې د دغو نوماند وزیرانو په ډله کې د ښځو چارو وزارت ته یوازینۍ ښځينه نومانده وزیره حسینه ساپۍ وه چې د باور رایه ورنکړل شوه.

د ولسي جرګې په تالار کې يې د رايې شمېرنې بهیر هم له اعتراضونو سره مله وو.

د ولسې جرګې له لوري د اغلې ساپۍ ردېدل په کور دننه او بهر غبرګونونه هم راپارولي دي.

حسینه ساپۍ
حسینه ساپۍ

د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا کمپاینرې سمیرا حمیدي د حسينې ساپۍ په ردېدو باندې تُند غبرګون ښودلی.

هغې ویلي چې حسینه ساپۍ په خپلې وړتیا مخته راغلې نه د دې په خبره د پارلمان د رایو په اخیستلو باندې.

اخوا د ښځو د حقونو بلې فعالې اصیلا وردک هم ویلي چې د حسينې ساپۍ ردول د پارلمان لپاره یو شرم دی.

هغې پر ولسمشر غني او نورو چارواکو غږ کړی چې باید حسینه ساپۍ د ښځو د سرپرست وزیرې په توګه په خپل ځای پرېږدي.

ولسي جرګې له دې وړاندې د افغان کابینې لس نورو نوماند وزیرانو ته هم د باور رايې ورکړې وې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ، لوړو زده کړو، مالیې، بهرنیو چارو، کار او ټولنیزو چارو، ملي دفاع، کورنیو چارو، عدلیې او د سوداګرۍ او پانګونې چارو نوماند وزیران د کابینې هغه غړي وو چې له ولسې جرګې يې د باور رايې اخیستې وې.

ټاکل شوې چې سبا د سې شنبې په ورځ ۵ نور نوماند وزیران او د افغانستان بانک لپاره نوماند رییس هم دغې جرګې ته خپل پروګرامونه تشریح کړي او بل سبا چهارشبنه دغه جرګه د رد یا تاييد رایو لپاره ورته صندوقونه کېږدي.

XS
SM
MD
LG