د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

ولسي جرګې ته معرفي شويو لسو نوماند وزیرانو د باور رايې واخيستې


د لسو نوماند وزیرانو انځور چې له ولسي جرګې يې د باور رایې واخيستې
د لسو نوماند وزیرانو انځور چې له ولسي جرګې يې د باور رایې واخيستې

د افغانستان ولسي جرګې په یوه بې ساري اقدام کې د افغان حکومت له لوري ټولو لسو ورمعرفي شویو نوماند وزیرانو ته د باور رایې ورکړې.

د دغې جرګې د شنبې د ورځې په ځانکړې ناسته کې چې نوماند وزیرانو لپاره د رایو صندوقونه اېښودل شوي وو، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ته محمد حنیف اتمر، مالیې وزارت ته عبدالهادي ارغندیوال، ملي دفاع وزارت ته اسدالله خالد، کورنیو چارو ته محمد مسعود اندرابي، عدلیې وزارت ته فضل احمد معنوي، د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزارت ته معصومې خاوري، لوړو زده کړو ته عباس بصیر، کار او ټولنیزو چارو وزارت ته بشیر احمد تینج، حج او اوقافو وزارت ته محمد قاسم حلیمي او د سوداګرۍ او پانګونې وزارت ته نثار احمد غوریاني د وزيرانو په توګه وټاکل شول.

د ولسي جرګې له لوري د کامیابۍ رایې ۱۲۴ ټاکل شوې وې.

خو دغو اکثرو وزیرانو له ۱۴۵ او ان تر ۲۰۰ زیاتې د تایید رایې واخیستې.

د افغانستان د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل: "د امنیتي سکټور او نورو وزارتونو د کانديدانو لپاره ولسي جرګې د باور رایې ورکړې، څو د افغان حکومت کابینه بشپړه او نهادونه پیاوړي شي، د دغو وزیرانو لپاره چې نن یې د ولسي جرګې د باور رایې واخیستې د بریالیتوب هیله کوو."

افغان حکومت په دې وروستیو کې د نوې کابینې ۲۴ نوماند وزیران ولسي جرګې ته د باور رایو اخیستو په هدف معرفي کړل.

چې ولسي جرګې له دې ډلې تر اوسه د لسو اسناد څېړلي او نن يې د یاور رايې ورکړې.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې تر دوه اوونیو د نوي حکومت د تشکیل خبره کړې وه، خو هغه مهال د عبدالله عبدالله او د ده ترمنځ د ټاکنیزو ناندریو او له هغې وروسته د دواړو ترمنځ د سیاسي هوکړې له مخې د کابینې جوړښت هغه څه و چې بلاخره حکومت یې له شاخوا شپږو میاشتو ځنډ وروسته نن تر يوه بريده د سرپرستۍ له حالت خلاص کړ.

دا معلومه نه ده چې د نورو نوماندو وزيرانو اسناد به کله ځېړل کېږي او ولسي جرګه به ورته د باور يا عدم باور رايو د ورکړې لپاره صندوقه ږدي.

XS
SM
MD
LG