د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۵

پر یو شمېر وکیلانو د امرالله صالح تورونه؛ ولسي جرګې خپله دروازه وتړله


ښاغلی مراد وايي،د ملي شورا په ځینو غړیو باندې د فساد اسناد لرو او ډېر ژر به شریک شي.
ښاغلی مراد وايي،د ملي شورا په ځینو غړیو باندې د فساد اسناد لرو او ډېر ژر به شریک شي.

ولسي جرګې خپله دروازه وروسته له هغې وتړله چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح تېره ورځ د جنیوا کنفرانس په څنډه کې په خپله وینا کې د ملي شورا غړي په فساد تورن کړل.

ښاغلي صالح په خپلو خبرو کې وویل چې د ملي شورا یو شمېر غړي د کابینې غړي د ګوښه کولو له تهدید سره د خپلو غیرقانوني غوښتونو منلو ته اړ باسي.

ښاغلي صالح دا هم وویل چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې نوی جوړ شوی کمېسیون به د ملي شورا د دې غړو لاس له فساد، د ځمکو له غصب، جعل کارۍ او اختلاس را لنډ کړي.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال محمد مېرزا کټوازي د سې شنبې (د لیندۍ ۴مه) په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې چې ښاغلی صالح باید په دې اړه اسناد وړاندې کړي.

ولسي جرګه وايي امرالله صالح د خپلو تورونو په اړه اسناد وړاندې کړي
ولسي جرګه وايي امرالله صالح د خپلو تورونو په اړه اسناد وړاندې کړي

دی وايي: "ولسي جرګې په دې اړه یوه بیانیه هم خپره کړې او له ولسمشر غني څخه په کې غوښتل شوي، په خپل لومړي مرستیال باندې فشار راوړي چې استعفا ته اړ شي، څو پورې چې د ولسي جرګې پر وړاندې حکومت دغه ستونزه حل نه کړي، د جرګې دروازه به تړلې وي."

افغانستان لا تر اوسه نه دی توانېدلی چې د پارلمان غړي محاکمې ته راکاږي

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې منشي صالح محمد لالا ګل وايي، د ملي شورا په ټولو غړیو ورته ادعا بې بنسټه ده، خو په وینا یې په یو شمېر په فساد ککړ کسان شته چې اړتیا ده نومونه یې واخېستل شي، څو دغه تور داغ د ملي شورا له لمنې پاک شي.

ښاغلي صالح د دوشنبې د ورځې په خبرو کې دا هم وویل چې تر اوسه د فساد د قضیو په تړاو وزیران، جنرالان، ریاست او ان سیاسیون پوښتل شوي، خو په خبره یې د ملي شورا په دې اړه نه دي پوښتل شوي.

د نوموړي په خبره د معافیت فضا باید د هر یو او د ټولو په وړاندې له منځه یوړل شي.

صالح زیاتوي: "د پارلمان یو شمېر غړي په ډېره لویه کچه په فساد کې ښکېل دي، خو په خواشینۍ سره چې افغانستان لا تر اوسه نه دی توانېدلی چې د پارلمان غړي محاکمې ته راکاږي، دا یوه هېره شوې برخه ده، تر اوسه وزیران، جنرالان، رئیسان او یو شمېر سیاستوال محکوم شوي، خو د پارلمان هېڅ یو غړی د فساد بیه نه ده پرې کړې."

د ولسمشر د لومړي مرستیال د مطبوعاتو او عامه اړیکو رئیس رضوان مراد
د ولسمشر د لومړي مرستیال د مطبوعاتو او عامه اړیکو رئیس رضوان مراد

اوس د ښاغلي صالح د وروستیو خبرو په غبرګون د ولسي جرګې د تازه عکس العمل په تړاو د ده د دفتر ځواب څه دی؟

د ولسمشر د لومړي مرستیال د مطبوعاتو او عامه اړیکو رئیس رضوان مراد وايي:

"د ملي شورا په ځینو غړیو باندې د فساد اسناد لرو او ډېر ژر به شریک شي، پارلمان باید دا ووايي، دوی به د فساد تور داغ پاکوي، د مقاومت پر ځای باید له فساد سره د مبارزې لپاره موږ سره مرسته وکړي. "

ښاغلی صالح بیا تر دغو غبرګونونو وروسته په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د افغانستان ملي شورا ته درناوی لري او دا خبرې یې د ټولو غړو په اړه نه دي کړي، خو په خبره یې درناوی باید له قانون ماتونې نه د سترګو پټولو په مانا نه وي.

که څه هم د ملي شورا پر یو شمېر غړیو تر دې وړاندې هم د فساد ګڼ تورونه لګېدلي، خو دا لومړی ځل دی چې یو حکومتي لوړ پوړی چارواکی په نړېواله کچه دا مسئله مطرح کوي.

د یادونې وړ ده په دې وروستیو کې له کوم وخت راهیسې چې ولسمشر غني د کابل ښار د امنیت د څارنې مسؤلیت خپل لومړي مرستیال ته سپارلی او نوموړی د کابل له امنیتي مسؤلینو سر د سهار د شپږ نیمو بجو د غونډو جزئیات په خپل فیسبوک پاڼه لیکي، په څو ځلي یې په بېلابېلو مسایلو کې د ولسي جرګې د یو شمېر غړو د ښکېلتیا خبره کړې ده.

XS
SM
MD
LG