د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

ولسې جرګې بيا د نوماند وزيرانو د کاري پروګرامونو د اورېدو لړۍ پيل کړه


ولسي جرګه
ولسي جرګه

د افغانستان ولسې جرګې د یو شمېر وګیلانو په اړه د جمهور رئيس د لومړي مرستیال له جنجالي څرګندونو وروسته يو ځل بيا د نوماند وزيرانو د کاري پروګرامونو د اورېدو لړۍ پيل کړه.

له هغې وروسته چې د ملي شورا مشرانو له جمهور رئيس سره وليدل، ولسي جرګې نوماند وزيرانو ته د رای ورکونې لړۍ بيا پيل کړه.

د‌ ولسي جرګې د منشي مرستیال حجت الله خردمند نن يک شنبه ازادي راډيو ته وويل، چې شپږ نوماند وزيرانو ولسي جرګې ته خپل کاري پروګرامونه وړاندې کړل او ولسي جرګه به سبا دغو نوماند وزيرانو ته د باور رايې ورکونې په موخه صندوقونو کېږدي.

هغه زیاته کړه: "ټاکل شوې سبا هغه شپږ نوماند وزيرانو ته چې نن يې خپلې کاري برنامې وړاندې کړې د رایې لپاره ورته صندوقونو کېښودل شي."

د ښځو چارو نوماند وزيره حسينه صافۍ، د ښار جوړونې نوماند وزير محمود کرزی، د کانونو او پټروليم نوماند وزير محمد هارون چخانسوري، کډوالو چارو وزرات لپاره نوماند وزير نور الرحمن اخلاقي، د ټرانسپورټ نوماند وزير قدرت الله ذکي او د ټولګټو نوماند وزير نجيب الله يمين نن خپلې کاري برنامې وړاندې کړې.

ولسي جرګې له دې وړاندې لس نوماند وزيرانو ته د باور رايي ورکړې وې.

خو دغه لړۍ اونۍ وړاندې د امرالله صالح له څرګندونو وروسته چې يو شمېر وکيلان په فساد تورن کړې و درول شوې و.

ټاکل شوې چې يو شمېر نورو نوماند وزيرانو تر څنګ د ملي امنيت او مرکزي بانک ريسانو ته هم په دې اونۍ کې د باور رایي اخيسنې په موخه د رای صندقونه کېښودل شي.

XS
SM
MD
LG