د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۴

د افغان سولې په تړاو د یوې واحدې طرحې د جوړېدو لپاره با صلاحیته کمېټه جوړه شوه


د سولې اړوند بېلابېلو طرحو د راټولولو او یوځای کولو په هدف د پخوانیو او اوسنیو حکومتي چارواکو یوه کمېټه
د سولې اړوند بېلابېلو طرحو د راټولولو او یوځای کولو په هدف د پخوانیو او اوسنیو حکومتي چارواکو یوه کمېټه

افغان حکومت د سولې اړوند بېلابېلو طرحو د راټولولو او یوځای کولو په هدف د پخوانیو او اوسنیو حکومتي چارواکو یوه کمېټه جوړه کړې.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وري ۱۵» ازادي راډیو ته وویل، دغې ۱۵ کسیزې کمېټې چې مشري یې محمد یونس قانوني کوي، نن د سولې اړوند د بېلابېلو طرحو په څېړلو کار پیل کړی دی.

ښاغلی خوځون زیاتوي: "د سولې اړوند د طرحو، نظرونو او د څېړنو د راټولېدو کمېټه د استانبول ناستې لپاره د یوې واحدې طرحې د جوړېدو په هدف کار کوي، دغه کمېټه د مصالحې عالي شورا د رهبرۍ په لارښوونه او د محمد یونس قانوني په مشرۍ جوړه شوې چې نن‌یې د سولې اړوند په طرحو او نظریاتو بحث وکړ او دغه لړۍ به په راتلونکي کې هم روانه وي."

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون

ښاغلي خوځون هیله‌مندي وښوده چې د دې ناستو په دوام سره به د استانبول ناستې ته د سولې اړوند یوه واحده طرحه چمتو شي.

د ښاغلي خوځون په خبره، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د ملي مصالحې عالي شورا دواړه مرستیالان او د سولې مرکچي پلاوي رئیس په دې کمېټه کې غړیتوب لري.

په دې شورا کې ځینې سرچینې وايي، دغه کمېټه اوس‌مهال شاوخوا ۳۰ طرحې تر څېړنې لاندې لري.

اوربند، د جګړې بشپړ پای، د بشري او د ښاریانو د بنسټیزو حقونو ساتنه او په قدرت کې یې مساویانه ګډون هغه څه دي چې حکومت‌یې په خپله طرحه کې په ټینګار سره یادونه کوي.

د استانبول ناسته چې ټاکل شوې د روانې اپرېل میاشتې په ۱۶مه په ترکیه کې جوړه شي، د افغانستان سولې لپاره ډېره مهمه او ارزښتناکه ښودل شوې.

افغان حکومت، سیاسي ګوندونو او طالبانو له دې ناستې چې د ترکیې هېواد په کوربه‌توب، د ملګرو ملتونو، د سیمې او نړۍ د قدرتمندو هېوادونو په ګډون ترسره کېږي هرکلی کړی.

XS
SM
MD
LG