د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

د بشر حقونو څار سازمان: طالبان د ژورنالېستانو په وړاندې روان تاوتریخوالي کې لاس لري


ارشیف، د انعکاس خصوصي ټلوېزیون د یوې وژل شوې ښځینه کارکوونکې مړی
ارشیف، د انعکاس خصوصي ټلوېزیون د یوې وژل شوې ښځینه کارکوونکې مړی

د بشر حقونو څار نړیوال سازمان وايي، افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي څپې دې هېواد کې د بیان د ازادۍ د راتلونکې په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

دغه سازمان وايي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په هر ډول احتمالي هوکړه کې د بیان د ازادۍ او رسنیو د راتلونکې په اړه اندېښنې موجودې دي.

دې سازمان په یو نوي راپور کې طالبان د ژورنالېستانو په وړاندې روان تاوتریخوالي کې په لاس لرلو تورن کړي دي.

د بشر حقونو څار نړیوال سازمان یوې لوړپوړې مشرې پاترېشیا ګاسمن د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وري ۱۲» په یوه بیان کې ویلي، داسې مهال چې د افغانستان په جګړه کې ښکېل ټول اړخونه د دې هېواد په راتلونکي کې د بیان د ازادۍ د ساتلو په اړه خبرې کوي، د رسنیو په وړاندې وروستی تاوتریخوالی وېروونکی پیغام لېږدوي.

مېرمن ګاسمن ازادي راډیو ته وویل: "وروستۍ وژنې او ژورنالېستانو ته ګواښونه، په دې حساس وخت کې ټولو افغان رسنیو ته ټکان ورکوونکی پیغام استوي. ډېر افغان ژورنالېستان ځان ګواښ سره مخ احساسوي ځکه هر یو دا ګڼي چې راتلونکی به د ده نوبت وي."

د بشر حقونو څار نړیوال سازمان یوه لوړپوړې غړې پاترېشیا ګاسمن
د بشر حقونو څار نړیوال سازمان یوه لوړپوړې غړې پاترېشیا ګاسمن

هغې زیاته کړې چې طالبانو د ګواښونو او تاوتریخوالي له لارې د خپلو منتقدانو په غلي کولو، افغانستان کې د یوې پرانیستې ټولنې لپاره په شتو هیلو سیوری کړی.

له هغه وخت چې د تېر میلادي کال په سپټمبر میاشت کې په دوحه کې د سولې بین‌الافغاني خبرې پیل شوې افغانستان د تاوتریخوالي او هدفي بریدونو د زیاتېدو شاهد دی.

په دې بریدونو کې تر ډېره خبریالان، د رسنیو کارکوونکي، د بشري حقونو فعالان، ښځینه فعالانې، دیني عالمان او دولتي کارکوونکي په نښه کېږي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب په کمېټه کې د جنډ‌ر د برخې مسؤلې وحیده فیضي ازادي راډیو ته وویل، له ۲۰۲۰ م کال راهیسې ژورنالېستانو ته د پېښو ګواښونو بڼې بدلون موندلی دی.

اغلې فیضي وايي: "په دې کال کې نه‌‍یوازې خبریالان، بلکې د خبریالانو پر کورنیو بریدونه وشول چې د اندېښنې وړ دي، خو تر دې بده دا ده چې پخوا یوازې خبریالان له ګواښ سره مخ وو اوس که یوازې د یوې رسنۍ کارکوونکی هم وي له ګواښ سره مخ دي. تاسو شاهد یئ چې په ننګرهار کې د یو خصوصي تلوېزیون د دوبلې برخې درې کارکوونکې ووژل شوې."

ننګرهار کې د انعکاس خصوصي ټلوېزیون د دوبلې د برخې درې وژل شوې ښځینه کارکوونکې
ننګرهار کې د انعکاس خصوصي ټلوېزیون د دوبلې د برخې درې وژل شوې ښځینه کارکوونکې

نوموړې زیاته کړه چې په ۲۰۲۰ م کال کې افغانستان کې څو تنه خبریالان ووژل شول چې د دې هېواد د خبریالانو لپاره ناوړه کال و.

د ۲۰۲۰ م کال د نومبر په ۱۲مه نېټه هلمند کې د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي په یو برید کې ووژل شو. حکومتي چارواکو د دې وژنې پړه پر طالبانو واچوله، خو طالبانو په برید کې لاس لرل رد کړل.

تر الیاس داعي مخکې په کابل کې یوې چاودنې د طلوع نیوز پخوانی خبریال یما سیاووش وواژه. ورپسې په ننګرهار، غزني، غور او څو نورو ولایتونو کې پرله‌پسې خبریالانې او خبریالان په نښه شول.

په دوحه کې د طالبانو استازو د خبریالانو په وژلو کې د دې ډلې لاس لرل په ټینګار رد کړي دي.

خو د بشر حقونو څار سازمان څخه پاترېشیا ګاسمن وايي: "دوحه کې د طالبانو استازي دا ردوي چې دوی دې دې بریدونو کې لاس ولري، خو په سیمه کې د همدوی قوماندانان دي چې هغه خبریالانو ته چې یوازې خپله دنده ترسره کوي ګواښونه کوي او وېروي یې."

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشرتابه او یو شمېر غړي
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشرتابه او یو شمېر غړي

د بشر حقونو څار سازمان وروستۍ اعلامیه وايي، هغوی چې خبریالانو ته ګواښونه کوي، د ګواښ سره مخ خبریال د کار له څرنګوالي،کورنۍ او نور شخصي معلوماتو نه خبر وي او له همدې معلوماتو په استفادې خبریالان ګواښي او هغوی اړ کوي چې یا خپل راپورونه خپله سانسور کړي او یا خپله دنده پرېږدي.

د بشر حقونو څار سازمان د طالبانو له مشرتابه غوښتي چې په افغانستان کې د خبریالانو، د هغوی د کورنیو او ښځینه خبریالانو په وړاندې ګواښونه پای ته ورسوي او د هغوی خوندیتوب دې باوري کړي.

دې سازمان همدارنګه له ملګرو ملتونو او د افغانستان په سوله کې له ښکېلو هېوادونو غوښتي چې د طالبانو پر مشرتابه "څرګند فشار" راوړي څو د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې د دې سازمان غوښتنې ومني او د خپلواکو رسنیو او خبریالانو د خوندیتوب لپاره له خپله اړخه اقدامات وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG