د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ غویی ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۵۲

افغانستان

۴۰ سازمانونه: ملګري ملتونه دې افغانستان کې د خبریالانو ژوند خوندي کړي

افغانستان کې وژل شوي خبریالان

د نړۍ څه باندې څلویښتو سازمانونو په یوه سرخلاصي لیک کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې په افغانستان کې د بیان ازادي او د خبریالانو ژوند خوندي کړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز او په نړۍ کې د بیان د ازادۍ څلویښتو مدافع سازمانونو په دې هېواد کې د خبریالانو د هدفي وژنو په اړه ژوره اندیښنه ښودلې ده.

دوی په دې لیک کې ویلي چې د ۱۳۹۸ کال د کب میاشتې را وروسته چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون شوی په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۱ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي وژل شوي چې ډېری یې د خپلې دندې له کبله په نښه شوي دي.

یادو سازمانونو دې لیک کې ویلي، که څه هم د افغانستان حکومت د خبریالانو د حقونو او خوندیتوب لپاره کارونه کړي، خو وایي، هغه کافي نه دي او خبریالان لا هم له تاوتریخوالي سره مخامخ دي او د دوی په خبره د سزا د معافیت فرهنګ پرخپل ځای دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

حنیف اتمر له خپل ترکي او پاکستاني سیال سره انلاین غونډه کوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په ترکیه کې دی، خو د ډاکترانو د سپارښتنې سره سم به نن له خپلو پاکستاني او ترکي سیالانو سره په انلاین ډول خبرې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې په کرونا ویروس د ښاغلي اتمر د اخته کېدو احتمال رد نه‌کړ.

ښاغلی تهذیب زیاتوي: "د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د روغتیایي دلایلو له کبله او د معالج ډاکتر د سپارښتنې سره سم په دې غونډه کې په مجازي ډول ګډون کوي."

تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې وویل له دې کبله چې د لومړنیو ازموینو له مخې په کرونا ویروس د ښاغلي اتمر د اخته کېدو احتمال رد نه‌شو، نوموړي له مولود چاووش اوغلو او شاه محمود قریشي سره له مخامخ خبرو ډډه وکړه.

اعلامیه زیاتوي چې درېیو وزیرانو منلې چې نن به د افغانستان د سولې په پرمختګونو، د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د بیا پیلېدو او د افغانستان د سولې د ملاتړ لپاره د سیمه‌ییزې اجماع د پیاوړي کېدو په اړه درې اړخیزې خبرې وکړي.

جلال‌اباد ښار کې یوې چاودنې یو سرتېري وواژه

ارشیف، جلال‌اباد ښار

د ننګرهار د والي دفتر په جلال‌اباد ښار کې د یوې چاودنې په نتیجه کې د یوه سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړ.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوې اعلامیه کې راغلي چې دا چاودنه نن غرمه ۱۲ بجې د جلال‌اباد-تورخم پر عمومي لارې د پولیسو پر موټر شوې ده.

اعلامیه زیاتوي چې په دې پېښه کې یو بل سرتېری ټپي شوی هم دی.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

په غزني کې د ناوې قطعې قوماندان له دوو نورو ملګرو سره ووژل شو

په غزني کې د ناوې قطعې قوماندان رحمت‌الله مبارز

په غزني کې د ناوې قطعې قوماندان رحمت‌الله مبارز له دوو نورو ملګرو سره د ماین په چاودنه کې ووژل شو.

که څه هم د غزني سیمه‌ییز چارواکي په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي، خو د ولایتي شورا مرستیال امان‌الله کامراني د ښاغلي مبارز وژنه تأیید کړه.

ښاغلی کامراني وايي، قوماندان مبارز تېره شپه د غزني ده‌یک ولسوالۍ ته د جګړې د مهارولو په موخه د مرستندویه ځواک سره تللی وو چې د بېرته راتلو پر وخت‌یې پر ټانک ماین وچاودېد.

ښاغلی کامراني وايي: ​"ټانک ویجاړ شوی، په نتیجه کې یې دی شهید شو، دوه نور هم ورسره شهیدان دي، دوه نفره ټپیان دي."

د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی.

تر دې یوه ورځ وړاندې د ده‌یک ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان ساتنمن جاوېد هم له وسله‌والو طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی وو.

له څو ورځو راهیسې د غزني په قره‌باغ، مقر، اب بند او ده‌یک ولسوالیو او د غزني د مرکز په ارزو سیمه کې سختې جګړې روانې دي.

ممبی کې د ۴ افغان ماشومانو د سرپرستۍ لپاره د هغوی د انا غوښتنه رد شوه

ارشیف

د ممبی عالي محکمې د څلورو افغان ماشومانو د سرپرستۍ لپاره د یوې افغانې غوښتنه رد کړه.

د دغو څلورو هلکانو مور هندۍ ده چې څو کاله مخکې یې په هندوستان کې له یوه افغان محصل سره واده کړی و.

د دغو ماشومانو انۍ چې له افغانستانه هند ته ورغلې هلته‌یې له محکمې غوښتي و چې لمسیان‌یې ښه وضعه نه‌لري او غوره به وي چې که یې سرپرستي دې ته ورکړل شي څو یې افغانستان ته بوځي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې دا څلور هلکان وروسته له هغه له خپلې مور سره له افغانستان هند ته کډه شول چې پلار یې ۲۰۱۸ کال کې په کابل کې په یوې انتحاري حمله کې ووژل شو.

دا هلکان چې عمرونه‌یې له درېیو تر اتو ښودل شوي ممبی ته نږدې کلیان سیمه کې له خپلې مور سره اوسي.

د ممبی عالي محکمې قاضیانو حکم کړی، د دې څلورو هلکانو مور سخته هڅه کوي چې د خپلو بچیانو نفقه برابره کړي، نو ښه ده چې همدلته هند کې له خپلې مور سره پاتې شي.

زابل کې د ترافیکي پېښې د مړو شمېر ۱۶ کسانو ته ورسېد

زابل کې د ټرافیکي پېښې ټپيان

د کابل-کندهار پر لویه لار د زابل په مربوطاتو کې د تېري شپې د ترافیکي پېښې د مړو شمېر ۱۶ تنو ته لوړ شو.

د زابل او کندهار د ولایتي روغتونونو مسؤلینو نن ازادي راډیو ته وویل چې په دواړو روغتونونو کې د یادې پېښې د ټپیانو له ډلې درېیو کسانو ساه ورکړه چې دوه‌یې په زابل او یو په کندهار کې مړ شو.

پېښه هغه مهال وشوه چې یو مسافر وړونکی موټر او یو ټانکر د زابل د جلدک په سیمه کې سره ټکر شول.

د پېښې ژوندي پاته شوي کس ازادي راډیو ته د دې پېښې په اړه وویل: "موږ زابل ته نږدې وو چې موټر زموږ نه مخکي شو او بیا ټېلر واوښت، کانټینر یې راغی زموږ موټر یې لاندې کړ."

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل ویلي چې دا کسان ټول د ننګرهار د خوګیاڼو او پچیراګام ولسوالیو اوسېدونکي دي چې هلمند ولایت ته د مزدورۍ لپاره تللي وو.

تر اوسه د دې پېښې اصلي علت معلوم نه‌دی، خو تر دې وړاندې د ورته پېښو دلیل د لارې خربوالی، د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي او ډېر سرعت ښودل شوی وو.

امریکا د خپلو سرتېرو د ایستلو لپاره افغانستان ته اضافي ځواکونه استوي

ارشیف، یو شمېر امریکايي سرتېري

د امریکا پوځ په پام کې لري چې د خپلو سرتېرو د ایستلو د عملیاتو لپاره افغانستان ته اضافي ځواکونه واستوي.

په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځي قرارګاه عمومي قوماندان جنرال کېنت مک‌کنزي پرون پنجشنبه د سنا د پوځي خدماتو د کمېټې استماعیه غونډې ته وویل چې دا تدابیر به له افغانستانه د امریکا او ناټو د پوځي ځواکونو د وتلو د بهیر خوندیتوب یقیني کړي.

ولسمشر جو بایډن د اپرېل په ۱۳مه اعلان وکړ چې امریکايي ځواکونه به د مې په لومړۍ نېټه له افغانستانه وتل پیل کړي او دا بهیر به د سپټمبر تر ۱۱مې بشپړ شي.

په همدې ورځ د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم اعلان وکړ چې ناټو به خپل ځواکونه په همدې نېټو له افغانستانه وباسي.

اوس‌مهال د امریکا دوه‌نیم زره او د ناټو شاوخوا اووه زره سرتېري په افغانستان کې دېره دي.

حنیف اتمر د افغان سولې په اړه نن له خپل پاکستاني او ترکي سیالانو سره ګوري

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر

په پام کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د سولې د ټینګښت د هڅو په ترڅ کې نن له خپلو پاکستاني او ترکي سیالانو سره وګوري.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب پرون پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې محمد حنیف اتمر به له شاه محمود قریشي او مولود چاووش اوغلو سره په کتنه کې د سولې پر اړوندو مسایلو بحث وکړي.

ښاغلی تهذیب وايي: "په پام کې ده په دې غونډه کې د درېیو مواردو، د افغانستان د اسلامي دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو د بیا پیل، د سولې بهیر د ملاتړ لپاره د اجماع د پیاوړي کولو او په دې برخه کې د پاکستان او ترکیې د ونډې او همداراز د درېیو واړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه بحث وشي."

ټاکل شوې وه چې د افغانستان د سولې د هڅو د سمون لپاره د اپرېل په ۲۴مه نېټه په استانبول کې یوه مهمه غونډه جوړه شي، خو دا غونډه وروسته له هغه لغوه شوه چې طالبانو په‌کې له ګډون څخه ډډه وکړه.

ترکي چارواکو ویلي دي چې ښايي له کمکي اختر وروسته دا غونډه جوړه شي.

افغانستان کې د کرونا ویروس د پرمختللې بڼې ۲۰۷ نوې پېښې ثبت شوې

ارشیف، د کابل په افغان-جاپان روغتون کې په کرونا ویروس د یوه اخته ناروغ درملنه

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د کرونا ویروس د نوې پرمختللې بڼې د ۲۰۷ نویو مواردو خبر ورکوي.

د روغتیا وزارت ویاند میرویس علیزي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د 'کووېډ-۱۹' دا پېښې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې ثبت شوي، خو تلفات نه‌لري.

ښاغلی علیزی زیاتوي: "د کرونا ویروس د نوي ډول پېښې تر اوسه په ۱۱ ولایتونو کې مثبتې دي. دا ویروس اوس مهال په هېواد کې په ګرځېدو دی. زیاتره پېښې یې په ننګرهار ولایت کې دي، خو له نېکه‌مرغه قربانیان تر اوسه نه‌لرو."

ښاغلي علیزي د کرونا د نوې او پخوانۍ بڼې د توپیر په اړه وویل چې د نوې بڼې د سرایت سرعت ډېر، خو د ناروغۍ وخامت په‌کې کمزوری دی.

د افغانستان هوايي ډګرونو کې د نشه‌يي موادو ۷ قاچاقبر ونيول شول

ارشیف، کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر

د افغانستان په هوايي ډګرونو کې د نشه‌يي موادو اووه قاچاق کوونکي ونيول شول.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معينيت کارکوونکو د بلخ ولايت په جلال‌الدین محمد بلخي هوايي ډګر کې پنځه تنه په داسې حال کې ونيول چې تر دوو کيلوګرامو ډېر هيروئين‌يې په خپلو خېټو کې پټ کړي او غوښتل‌يې چې هند ته‌يې قاچاق کړي.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين ازادي راډيو ته وويل: "په دوهم اقدام کې تر دوو کيلوګرامو ډېر هيروئين د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې په داسې حال کې ونيول شول چې هند ته قاچاق کېدل."

کابل ښار کې ۷۰ معتادین د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته يووړل شول

ارشیف، له کابل ښاره د معتادینو راټولول

له کابل ښار څخه ۷۰ معتادین راټول او د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته يووړل شول.

په کابل کې د ابن سينا په نوم د معتادينو د زر بستريز روغتون رئیس محمد ظاهر سلطاني ازادي راډيو ته وويل: "د نشه‌يي موادو غوښتنې کمولو رياست د پولیسو په همکارۍ ۷۰ معتادين په اتمه ناحيه کې له مرنجان تپې څخه راټول او د درملنې لپاره‌يې د ابن سينا روغتيايي مرکز ته يووړل."

د يادونې وړ ده چې د روان شمسي کال له پيل څخه بيا تر اوسه پورې دا دوهم ځل دی چې معتادين د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته وړل کېږي.

پنجشېر کې د ۵۰ کیلو ګرامه چرسو د قاچاق مخه ونیول شوه

ارشیف، افغانستان کې نیول شوي چرس

د پنجشېر ولایت پولیسو په دوو جلا جلا عملياتو کې د چرسو د قاچاقو مخه ونیوله.

په لومړیو عملياتو کې ۴۰ کيلو ګرامه چرس چې په يوه ټونس موټر کې بار شوي او په پام کې وه چې له پنجشېر ولايت څخه دباندې قاچاق کړل شي، د دې ولايت په مرکز کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال ونيول شول.

د کورنيو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معينيت ازادي راډيو ته وويل: "په دوهمو عملياتو کې ۱۰ کيلوګرامه چرس په يوه سراچه موټر کې داسې مهال ونيول شول چې په پام کې وه ګاونډي ولايت ته قاچاق کړل شي."

د دې نشه‌يي موادو د قاچاق په تور دوه موټر چلوونکي هم نيول شوي دي.

ننګرهار کې دوه تنه د ۶۴ کيلو ګرامه نشه‌يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول

ارشیف، ننګرهار کې دوه تنه نیول شوي کسان

په ننګرهار ولايت کې دوه قاچاق کوونکي داسې مهال ونيول شول چې تر ۶۰ کيلو ګرامو ډېر نشه‌يي مواد يې قاچاق کول.

د ننګرهار ولايت په سرخ رود ولسوالۍ کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې ۶۴ کيلو ګرامه چرس ونيول شول.

د ننګرهار امنیه قوماندان جمعه ګل همت رسنیو ته وويل چې دا مواد له يوه ګاونډي ولایت څخه ننګرهار ولايت ته راوړل شوي او په پام کې وه چې له هېواد څخه دباندې قاچاق کړل شي.

د پاکستان لوی درستیز: په افغانستان کې سوله د پاکستان سوله ده

د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه

د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه یو وار بیا وویل چې په افغانستان کې سوله د پاکستان سوله ده.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې د راپور له مخې، جنرال باجوه دا خبره نن په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ په مرکزي دفتر کې د افغانستان له سفیر نجیب‌الله علیخېل سره په کتنه کې وکړه.

د پوځ له خبرپاڼې سره سم، باجوه ټینګار وکړ چې یوازنی هدف‌یې دا دی چې په افغانستان کې سوله وشي او دا هېواد خپلواک، ولسواک، باثبات او سوکاله وي.

د غزني د ده یک ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان ووژل شو

ارشیف، غزني کې یو شمېر افغان پولیس د عملیاتو پر مهال

د غزني د ده یک ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان د دولت له وسله‌والو مخالفانو سره په نښته کې ووژل شو.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه‌زاده د دې پېښې په اړه ازادي راډیو ته نن وویل: "د ده‌یک سرپرست امنیه قوماندان ساتنمن جاوېد تېره شپه له وسله‌والو طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو."

جمعه‌زاده همداراز وویل چې په دې نښته کې د غزني د مرکز د لومړۍ امنیتي حوزې امر جاوېد خلجی ټپي شوی دی.

د ده په وینا طالبانو ته هم درنه مرګ‌ژوبله اوښتې، خو د تلفاتو د دقیق شمېر په اړه څه نه‌شي ویلی.

له څو ورځو راهیسې د غزني په قره‌باغ، مقر، اب بند او ده‌یک ولسوالیو او د غزني د مرکز په ارزو سیمه کې سختې جګړې روانې دي.

دیبرا لاینز: د سولې د خبرو لپاره ښه فرصت چمتو شوی 

د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانکړې استازې دیبرا لاینز

د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانکړې استازې دیبرا لاینز چې قطر کې له ښکېلو خواوو سره له څو ورځې خبرو وروسته بېرته کابل ته راغلې وايي چې د سولې د خبرو لپاره ښه فرصت برابر شوی دی.

دې نن (پنجشنبه د غویي په دوهمه نېټه)پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د سولې د خبرو له لارې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره به په هلوځلو کې ځنډ رانه ولي.

اغلې لاینز همدا راز ویلي چې ملګري ملتونه د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو له استازو سره خبرو ته دوام ورکوي چې د پر له پسې خبرو له لارې په دې هېواد کې تلپاتې سوله وشي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG