د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

ارګ: ننګرهار کې پر ښځینه خبریالانو د برید جدي څېړنه کوو


په جلال اباد کې وژل شوې د انعکاس راډیو ټلویزیون کارکوونکې
په جلال اباد کې وژل شوې د انعکاس راډیو ټلویزیون کارکوونکې

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د انعکاس راډیو ټلوېزیون د درېیو کار کوونکو د وژنې د عاملانو د موندلو لپاره امنیتي ارګانونو ته جدي سپارښتنه شوې ده.

نامعلومو وسله والو پرون سې شنبه(د کب ۱۲مه) تر غرمې وروسته په جلال اباد کې په دوو حملو کې د انعکاس راډیو ټلوېزیون درې کارکوونکې مرسل حبیبي، سعدیه او شهناز ووژلې.

چارواکي وايي، په پېښه کې دوې نورې ښځې چې کومه دنده یې نه درلوده، ټپیانې شوي دي.

په جلال اباد کې د انعکاس ټلویزیون د دریو کارکوونکو وژنه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:41 0:00

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه پال پرون ازادي راډیو ته د تحقیقاتو د پیل په اړه وویل: "جمهور رئیس غني اړوندو ارګانونو ته د یادې پېښې د عاملینو د پېژندنې او مجازاتو د لارښوونې ترڅنګ د شهیدانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ ژور مراتب څرګندوي."

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه پال
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه پال

خو داسې ښکاري چې د خواخوږۍ او همدردۍ دغو مراتبو د انعکاس راډیو ټلوېزیون د وژل شویو کار کوونکو د کورنیو د غړو ویر کم کړی نه دی.

روښان د وژل شوې سعیدې ورور دی، هغه په جلال اباد کې رسنیو ته وویل، تر ډېره کشفي او امنیتي ارګانونه ملامت دي: "دا خو واضح خبره ده چې امنیتي ځواکونه، کشفي او استخباراتي ارګانونه دي. دوی په یوه ساحه کې مؤظف دي، خپل چایونه څښي او بنډار کوي، خپلې دندې په سمه توګه پرمخ نه بیايي."

خو د ننګرهار امنیه قوماندان، پاسوال جمعه ګل همت پرون سې شنبه (د کب ۱۲مه) تر پېښې وروسته د پرونیو غبرګو حملو د عمده عامل د نیولو خبره وکړه.

عکس له ارشیفه، ننګرهار امنیتي چارواکي وايي د پېښې عامل یې نیول دی.
عکس له ارشیفه، ننګرهار امنیتي چارواکي وايي د پېښې عامل یې نیول دی.

نوموړي وویل: "د قاري بصیر په نوم هغه مهم تروریست چې د دې ډلې رهبري یې کوله، له یوې رکشې او بې غږه تفنګچې سره نیول شوی دی. د طالبانو په ډلې پورې اړه لري او په پاکستان کې روزل شوی دی."

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د ټویټر په یوه لنډکي پیغام کې ویلي، په ننګرهار کې پر ښځینه خبریالانو پرونۍ حمله د دوی د وسله والو کار نه دی.

د انعکاس راډیو ټلوېزیون رئیس انجنیر زلمي لطیفي خبریالانو ته وویل چې رسنیو ته په ټوله کې ګواښونه متوجه دي.

دی وايي: "ډېر زیات خواشینی یم. مرسل حبیبي، سعدیه او شهناز زموږ د ډوبلې د برخې تکړه کار کوونکې وې چې په دوو جلا-جلا پېښو کې وژل شوي دي. تهدید په مجموع کې شته. داسې مشخص افراد او اشخاص په ګوته شوي نه دي."

تر دې مخکې د ډسمبر میاشتې پر لسمه د انعکاس راډیو ټلوېزیون د بلې خبریالې ملالې میوند د وژنې مسوولیت داعش ډلې منلی و.

ملاله میوند هم د انعکاس خبریاله وه چې داعش وسله والو ووژله
ملاله میوند هم د انعکاس خبریاله وه چې داعش وسله والو ووژله

په ټوله کې له نوومبر میاشتې راهیسې د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي ترڅنګ د طلوع ټلوېزیون پخوانی ویاند یما سیاوش، په غزني کې خبریال او د خبریالانو ټولنې مشر رحمت الله نېکزاد، په غور ولایت کې خبریال بسم الله عادل، په بغلان کې د خبریالانو ټولنې پخوانی مشر خلیل نرمګو په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.

دغه راز چارواکي وايي، د خورشید ټلوېزیون د پخواني مشر محمد رفیع صدیقي او د اریانا ټلوېزیون د ویاند فردین امیني قتلونه جنايي اړخ لري.

  • عکس العملونه

په جلال اباد کې پرونۍ حملې د ګڼو سیاستوالو او سازمانونو عکس العملونه پارولي دي.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، په یوه اعلامیه کې ویلي: "تروریستان او د افغانستان دښمنان نه شي کولی چې د ژورنالېستانو او بې ګناه افغانانو په وژلو سره خپلو شومو موخو ته ورسیږي."

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پرون وویل چې دغو وژنو وښوده چې په افغانستان کې د بیان ازادي له تهدید سره مخامخ ده.

بل خوا د نی یا د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې اجرائیه مشر مجیب خلوتګر ازادي راډیو ته وویل: "دا قضیه د خبریالانو، په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانو ته د ویر فضا ایجادوي. دا یو حقیقت هم ښکاروي هغه دا چې افغانستان د خبریالانو لپاره، په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانو لپاره خطرناک ځای دی."

د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې اجرائیه مشر مجیب خلوتګر
د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې اجرائیه مشر مجیب خلوتګر

د ختیځو ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې مشر شېرشاه همدرد رسنیو ته وویل، دوی ته مخکې ډاډ ورکړل شوی و چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي به خوندي وي: "دا موږ ته ډېرې اندېښنې ولاړې کړي دي. د رسنیو، د رسنیو د کارکوونکو او خبریالانو امنیت ته باید جدي پاملرنه وشي."

بل خوا د ژورنالستانو د دفاع کمېټې مسوول عبدالمعید هاشمي پر دولت د انتقاد په ډول وویل: "د ژورنالېستانو د دفاع کمېټه دا کړنه په کلکو ټکو غندي او افغان دولت، د رسنیو او ژورنالېستانو په خوندیتوب کې بشپړ ناکام بولي."

د پېښې په تړاو د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما په ټویټر کې لیکلي چې ملګري ملتونه د دغو وحشیانه وژنو د چټکې، شفافي او بې پرې څېړنو غوښتنونکي دي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونتيکوروو ویلي: "په جلال اباد کې دافغان رسنیو د درېیو کارکوونکو وژنې سره لویه غمیزه رامنځته شوه. ډېری هغه مېرمنې په نخښه کېږي چې په رسنیو کې کار کوي."

بل خوا په کابل کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت له حکومته غوښتنه کړې چې د مطبوعاتي د ازادۍ دفاع وکړي او خبریالان خوندي کړي.

سفارت د پرونۍ حملې له عاملانو سره د حساب کتاب غوښتنه کړې ده.

د جمهوري ریاست د اعلامیې له مخې ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، طالبان په دغه راز بزدله بریدونو، د ویرې او ډار فضا په ایجادولو سره نه شي کولای له جمهوریت او د وروستیو دوو لسیزو له لاسته راوړنو څخه د دفاع رسا غږ ټپ کړي.

XS
SM
MD
LG