د اسیا زړه-استانبول پروسې کنفرانس دوهمه ورځ؛ د دې غونډې مهم بحث د افغانستان د سولې خبرې وې.
دې کنفرانس ته په وینا کې افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني یو ځل بیا د ټاکنو له لارې د واک پر لېږد ټینګار وکړ. ده وویل، چمتو دی چې د سولې لپاره له وخت مخکې ټاکنې وکړي، داسې ټاکنې چې نړیواله څارنه ولري او په خبرهیې، رڼې، سرتاسري او عادلانه وي.
جمهور رئیس غني همدا ډول د سولې خبرو د راتلونکو پړاوونو د پرمختګ لپاره د اوربند غوښتنه هم وکړه او ویېویل، افغانان سوله غواړي، خو داسې چې وینه تویېدل د تل لپاره ودروي.
د سولې جوړولو حکومت بايد د زمان مقيد وي
ښاغلي غني پر دې خبره له ټینګار سره چې دوی چمتو دي له اوربند وروسته، په هر ډول موضوع له طالبانو سره د خبرو مېز ته کېني، زیاته کړه: "د سولې جوړولو حکومت بايد د زمان مقيد وي چې ټاکنې وکړي، باور رامنځته کړي او د دې پروسې درېيم فاز يا برخې ته مشروعيت ورکړي. زما تصميم دا دی چې خپل ځای يو ټاکلي ځای ناستي ته پرېږدم او زه د ټولې هغې پروسې ملاتړ کوم چې هر څومره ژر امکان ولرلای وشي او زه له نړيوالو څارونکو يا نظارت کوونکو غواړم چې نظارت وکړي، څو ډاډ ورکړل شي چې ازادې، عادلانه او سرتاسري ټاکنې شوي."
ښاغلي غني د سولې خبرې هم په درې برخو پورې محدودې کړې او زیاتهیې کړه، هر ډول هوکړه باید د افغانستان لویه جرګه تأیید کړي، شوی اوربند باید نړیوال تضمین ولري او ترې څارنه وکړي او کېدونکې ټاکنې هم باید د نړیوالو تر پراخې څارنې لاندې وشي.
افغان جمهور رئیس د افغانستان د سولې برخه کې د سیمې او نړۍ هېوادونو همکاري هم مهمه وبلله او هیلهیې وښوده چې د سولې په اړه اوسنۍ اجماع به افغانستان سره سولې ته د رسېدو په برخه کې همکاري وکړي.
ښاغلي غني د افغانستان اقتصادي ارزښت ته هم اشاره وکړه او دا هېواد یې د اسیا څلورلارې وباله چې د سیمې هېوادونو په اقتصادي خوځښت کې مهم رول لري.
هغه له افغانستان د کاسا ۱۰۰۰، ټاپي او یو شمېر نورو پروژو تېرېدو ته په اشارې وویل، دې هېواد اوس دا ثابته کړې چې نهیوازې د اسیا د وصل، بلکې د اروپا سره د اسیا د نښلېدو ښه لار ده.
په ورته وخت کې د تاجکستان جمهور رئیس هم د دې غونډې په پیل کې په افغانستان کې د تلپاتې سولې ملاتړ وکړ.
امام علي رحمان وویل، هېواد یې د افغانستان د وضعیت په اړه بېپروا نهدی او تلیې د دې هېواد د ثبات لپاره غږ پورته کړی دی.
د تاجکستان جمهور رئیس په افغانستان کې سوله په ټوله سیمه کې د ثبات لپاره مهمه وبلله او دې برخه کې یې د سیمې هېوادونو سربېره د نړۍ له هېوادونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
هغه زیاته کړه، د افغانستان قضیه سیمهییز او نړیوال ابعاد لري او دا شخړه باید د سیاسي لارې حل شي: "موږ د افغانستان د نن ورځې ستونزو حل د سیاسي او ډیپلوماتیکو هڅو څخه په ګټې اخیستو او د معاصرو لارو په نظر کې نیولو چې ټولنیزو او اقتصادي پرمختګونو ته زمینه برابره کړي ګورو. موږ پر دې اند یوو چې دې خبرو کې باید د ټول هېواد د خلکو ګټې په پام کې ونیول شي او برخلیکیې له ټولو وړاندې خپله افغانان وټاکي."
امام علي رحمان هم د افغانستان جیوپولیتیک ارزښت ته په اشارې وویل، افغانستان د اسیا څلورلارې ده او کولای شي د سیمې هېوادونو په اقتصادي پرمختګ کې مرسته وکړي.
د افغانستان قضیه سیمهییز او نړیوال ابعاد لري، باید د سیاسي لارې حل شي
د اسیا زړه-استانبول پروسې کنفرانس ته د ګډون کوونکو هېوادونو او سازمانونو یو شمېر استازو او مشرانو هم وینا وکړه.
په دې غونډه کې د ترکیې، چین، ایران، هند او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو هم خپلو خبرو کې د سولې له روان بهیر ملاتړ وکړ، خو ایران او چین له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو په وتو د ټینګار ترڅنګ وویل، دا پروسه باید د نورو هېوادونو د ګټو لپاره قرباني نهشي.
خو هند بیا د ملګرو ملتونو په مشرۍ له اوربند ملاتړ وکړ او زیاتهیې کړه، ټول لوري باید د سیاسي حل لپاره هلې ځلې وکړي.
د اسیا زړه-استانبول پروسې کنفرانس کې د افغانستان پر اقتصادي اهمیت هم خبرې وشوې او ګډون کوونکو هېوادونو افغانستان د اسیا څلورلارې په توګه سیمه کې مهم وباله، کوم چې کولای شي د سیمې هېوادونو د اقتصادي پرمختګ سره مرسته وکړي.
- خو د اسیا زړه-استانبول پروسې کنفرانس کې د ګاونډیانو نظر څه و؟
د اسیا زړه-استانبول پروسې کنفرانس کې د افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني او د هغه تاجک سیال امام علي رحمان سربېره، یو شمېر ګاونډیانو او د سیمې هېوادونو استازو هم ویناوې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د سولې پروسه، د خپلو اهدافو قرباني نهکړي.
هغه له دې هېواد څخه په مسؤلانه ډول د بهرنیو عسکرو په وتو ټینګار وکړ او زیاتهیې کړه، نړیوال باید د خپلو ګټو لپاره د افغانستان راتلونکي سره لوبه ونهکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بیا د افغانستان د سولې روان بهیر له خطر سره مخ وباله.
شاه محمود قریشي وویل، په افغانستان کې د سولې لپاره یو تاریخي چانس برابر شوی، خو دا فرصت له بېلابېلو ننګونو سره مخ دی. هغه په دې اړه ډېر جزئیات ورنهکړل.
د افغانستان د سولې روان بهیر له خطر سره مخ دی
هند بیا د ملګرو ملتونو په مشرۍ د یوه اوربند له نوښت ملاتړ وکړ.
د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر اېس جې شنکر د دې کنفرانس د نورو پړاوونو پر مهال د شویو ژمنو په نهعملي کېدو نیوکه وکړه او زیاتهیې کړه، د یوې بریالۍ هوکړې لپاره اړتیا ده چې ټول لوري د یوه سیاسي حل لپاره هڅه وکړي.
خو روسیه بیا په بل نظر وه.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف چې دې کنفرانس کې یې ګډون کړی و خبریالانو ته وویل، یو لنډمهالی یا ائتلافي حکومت ممکن افغانستان کې سولې ته لار پرانیزي.
یو لنډمهالی یا ائتلافي حکومت ممکن افغانستان کې سولې ته لار پرانیزي
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي بیا که له یوې خوا له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو وتل غوښتي، بل لور تهیې له ټولو لورو هیله ښودلې چې د القاعده، داعش او نورو ترهګرو ډلو د ځپلو او لهمنځه وړلو لپاره متحد شي.
خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو خبرې بیا په دې هېواد کې د جوړېدونکې غونډې په اړه وې.
هغه وویل، دوی له ټولو لورو سره په ګډه کار کوي چې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای لپاره زمینه برابره کړي.
ښاغلي اوغلو زیاته کړه، ډېرو هېوادونو تهیې بلنه ورکړې چې د استانبول غونډه کې چې تمه ده د اپرېل په لومړیو کې وشي، ګډون وکړي.