د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۰

د استانبول د پروسې غونډه؛ ارګ: د ولسمشر غني وینا به پر ۵ ټکو ورټوله وي


ولسمشرغني له خپل تاجک سیال سره
ولسمشرغني له خپل تاجک سیال سره

تمه ده چې د اسیا د زړه د هېوادونو یا د استانبول د پروسې په نهمه غونډه کې نن یکشنبه (د وري ۱۰مه) پر اصلي مسایلو بحث وشي. د افغانستان ولسمشر اشرف غني به هم نن غونډې ته وینا وکړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال ازادي راډیو ته وویل چې د ولسمشر غني وینا به د سیمه ییزو همکاریو او د ترورېزم پر ضد د مبارزې په ګډون بېلابېل مسایل راونغاړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال
د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال

دی وايي: "سیمه ییزه همکاري په اقتصادي برخه او تجارت کې څومره مهمه ده، د ترورېزم ګواښ، د ترورېزم پر ضد د مبارزې په برخه کې د سیمې د هېوادونو رول څومره دی، له نشه يي توکو سره په مبارزې کې د سیمې د هېوادونو مسوولیت څه دی او همدا راز له کرونا وروسته سیمه او د سیمې لیدلوری، پر دې موضوعاتو د ولسمشر وینا ورټوله ده."

ولسمشر غني پرون دوشنبې ته ورسېد او د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان، صدراعظم او د پارلمان له رئیس سره یې وکتل.

ښاغلي غني له ولسمشر رحمان سره تر کتنې وروسته وویل، دوشنبې په افغانستان کې د سمدستي اوربند د ټینګېدو ملاتړ کوي.

په عین حال کې د دواړو هېوادونو چارواکو د دواړو ولسمشرانو په حضور کې د همکارۍ پنځه تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.

د دواړو هېوادونو ولسمشران
د دواړو هېوادونو ولسمشران

ارګ په یوه خبرپاڼه کې وايي، دا سندونه د سیاسي، امنیتي، ټرانسپورټي، تجارتي، ټرانزیټي، د انرژۍ او فرهنګي همکاریو په برخو کې لاسلیک شول.

په خبرپاڼه کې همدا راز یادونه شوې چې ښاغلو غني او رحمان یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړه.

په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د اسیا د زړه یا استانبول پروسه په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د افغانستان او ترکیې په ګډ نوښت پیل شوه.

د دې پروسې اصلي هدف په سیمه کې په تېره له افغانستان سره د امنیتي، اقتصادي او سیاسي همکاریو پیاوړي کول دي.

افغان حکومت هیله من دی چې د اسیا د زړه هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو نهمه غونډه به د افغانستان د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع له لا پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په دوشنبې کې په نننۍ غونډه کې به د ایران، پاکستان او هند په ګډون د ۱۳ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران حاضر وي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG