د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

اشرف غني: دروازه نه، بلکې د سولې پر لور یوه کړکۍ پرانېستل شوې


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر وایي، یو بې ساری تاریخي فرصت د ۴۲ کلنې جګړې د ختمېدو او سولې د راوستلو لپاره رامنځته شوی دی.

محمد اشرف غني په ارګ کې د دولتي چارواکو یوې غونډې ته د سولې لپاره د خپلې طرحې د تشریح کولو پر مهال وویل چې یوه لویه لاره یا دروازه نه بلکه د سولې پر لور یوه کړکۍ پرانېستل شوې ده.

په دې ویډیو کې چې پرون خپره شوه ولسمشر وایي، اړینه ده چې د افغانستان دولت او ملت دواړه په ټول تدبیر او تمرکز سره د سولې پر لوردا کړکۍ لا نوره پرانېزي.

ولسمشر غني وايي: "په تېرو ۴۲ کلونو کې په لومړي ځل دا امکان راغلی چې افغانستان له دوامداره جګړې څخه یوې تل پاتې او عادلانه سولې ته ورسېږي."

ولسمشر غني یو ځل بیا تر وخت مخکې انتخاباتو لپاره خپل چمتووالی وښود، خو ویې ویل چې هېڅکله استعفی او کومې معاهدې ته غاړه نه ږدي.

دی وايي: "هېڅ څوک دې دا فکر نه کوي چې د افغانستان زعامت، د ولسمشر لومړی او دوهم مرستیالان او ستاسو منتخب ولسمشر به استعفی کوي او یا یوه شرموونکي معاهده مني."

افغان ولسمشر غني په ارګ ماڼۍ کې ګډون والو د سولې لار نقشه تشریح کوي.
افغان ولسمشر غني په ارګ ماڼۍ کې ګډون والو د سولې لار نقشه تشریح کوي.

ښاغلي غني زیاته کړه چې انتخابات د مشروعیت سرچینه ده او هر څوک چې د افغانستان واک ولري، باید د مشروعیت سرچینه یې د افغانستان د نارینه او ښځو رایې وي.

د سولې لپاره د لارې نقشه چې د افغانستان حکومت یې د دوامدارې جګړې د ختمېدو او تل پاتې او عادلانه سولې ته د رسېدو لپاره وړاندیز کړی، درې مرحلې لري:

  • لومړۍ مرحله یې تر نړیوال څار لاندې پر اوربند سیاسي توافق.
  • دوهمه مرحله یې د سولې حکومت جوړېدل.
  • او درېیمه مرحله د سولې، دولت جوړونې او د مارکیټ رامنځته کېدل رانغاړي.

ښاغلي غني د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر جو بایډن څخه هم د هغه هېواد په بهرني سیاست کې پر افغانستان د تمرکز او د نړیوالې او سیمه ییزې اجماع د رامنځته کېدو له کبله مننه وکړه.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن

ولسمشر غني په افغانستان کې د سولې لپاره د ملګرو ملتونو د هڅو څخه هم مننه وکړه ویې ویل، هغه تل پاتې او عادلانه سوله چې افغانستان ته راځي باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د ټولې نړیوالې ټولنې ضمانت ولري.

امریکایي چارواکو ویلي چې ټاکل شوې د ترکیې استانبول ښار روانه اپرېل میاشت د افغانستان د سولې په اړه د یوې نړیوالې غونډې کوربه وي.

XS
SM
MD
LG