د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۱

هشت صبح: د سولې د طرحې جنجالي موضوعات دې د استانبول تر غونډې مخکې حل شي


کابل چاپ ورځپاڼې
کابل چاپ ورځپاڼې
  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې د سولې طرحې په تړاو دوو جنجالي موضوعاتو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې د جمهوریت په ډګر کې دوه مسئلې د نورو پرتله ډېرې جنجالي دي چې ممکن د استانبول په ناسته کې د جمهوریت حوزه په دوو برخو سره وویشي.

ورځپاڼې لیکلي، د سولې تر هوکړې وروسته د سیاسي نظام جوړښت او د اوسني دولت برخلیک هغه دوه مهم مسایل دي چې په اړه یې بېلابېل نظرونه موجود دي.

ورځپاڼې همدارنګه ټینګار کړی چې د جمهوریت په حوزه کې باید د نظرونو اختلاف تر استانبول ناستې وړاندې حل شي که نه سنونزې به لا پراخې شي.

وړاندې په سرليکنه کې راغلي، دې ته په پام سره چې د ترکیې ناسته یوه تاریخي ناسته ده او د افغانستان راتلونکي په اړه پریکړه کوي نو تمه کېږي چې د جمهوري ریاست استازي به په یو واحد پلان او د نظر له توپیر پرته غونډې ته ورشي.

لیکوال سپارښتنه کړې چې د ګډ دریځ او ستونزو د هوارې لپاره لا نور کار ته اړتیا ده.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي چې ملګرو ملتونو، د ترکیې او قطر استازو د افغانستان په تړاو په ترکیه کې د جوړېدونکې غونډې په اړه ګډ کار پیل کړی او د دې تر څنګ ویل کېږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت د مرکچي پلاوو استازو ته هغه لیک سپارلی چې په کې د ترکیې د غونډې اجنډا معلومه شوې ده.

د ورځپاڼې په وینا داسې ښکاري چې د ترکیې غونډې ته د امریکا هڅې تر بل هر وخت جدي شوي او دوی غواړي چې د مې تر لومړۍ نېټې وړاندې دا غونډه جوړه کړي.

د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې د ترکیې د غونډې په اړه ویل کېږي چې عمومي اصول، انتقالي دوره او اوربند یې د اجنډا عمومي خبرې دي او پر دې مسایلو به توافق کېږي.

د لېکوال په وینا، که دا غونډه لکه چې ویل کېږي، همداسې مخ ته ولاړه شي، نو ډېره تمه ترې کېدلی شي او هیله ده چې افغانستان ته سوله راوړي.

مسير ټینګار کړی چې د ترکیې د غونډې لپاره په کار ده چې د بُن تجربه هېره نه شي او دا ځل باید هر څه افغانانو ته پرېښودل شي او بهرنیان باید يوازې د څارونکو رول ولوبوي او د ستونزو پر وخت مثبت فشار راوړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د سپينې ماڼۍ وياندې جېن ساکي خبرې را اخیستي چې ویلي، د امريکا متحده ايالاتونه په ټاکلې نېټه له افغانستانه د ټولو بهرنيو ځواکونو ايستل ګران کار بولي او په دې تړاو ولسمشر جوبايډن له خپلو سلاکارانو سره مشورې کوي.

وړاندې راغلي، امریکا دا خبره داسې وخت کوي چې طالبانو يو ځل بيا ټينګار کړی چې که امريکايي ځواکونه د دوحې د تړون له مخې په ټاکلي نېټه افغانستان پرې نه ږدي، نو دوی به يې پر وړاندې غلې پاتې نه شي.

د ورځپاڼې په وینا، روسيه د امريکا شتون دلته نه شي زغملی او د همدې لپاره هڅې کوي، د روسيې حکومت اوس پر ټولو افراطي ډلو کنټرول تر لاسه کړي او د امريکا د حضور پر ضد ترې کار اخلي.

ورځپاڼې ټینګار کړی، که دا ترهګري ختمه نه شي او د ترهګرۍ ملاتړ بند نه شي، ستونزې نه هوارېږي.

XS
SM
MD
LG